Aimal Azimi

Aimal Azimi

Share

Islamic Information.

18/05/2026
04/05/2026

حرص!!!
حرص یوه داسې ناروغي ده چې انسان یې نه ویني، خو ورو ورو په خپله حریص له منځه وړي.
حریص انسان دایم، د نورو پر شتو تمرکز کوي، همدا لامل دی، چې هغوی ورځ پر ورځ ښه کیږي او حریص ځوریږي. حریص هیر کړي وي، چې د شته نعمتونو شکر ادا کړي، تر څو ورته زیات شي.
هغه څوک چې په دغه خطرناکه ناروغۍ یو ځل اخته شي دایم ځوریږي. ځکه د خلکو شته، اولاد، دنده او کورنۍ ګوري او دغه کار حریص تل نارامه کوي.
حریص انسان هغه وخت خوند اخلي، کله چې ګوري خلک هیڅ نه لري، په مشکل کې اخته وي. ځکه په دغه کار سره دده د حرص داخلي غریزه ارضاع کیږي.
موږ باید له حرص څخه ځان وساتو، ځکه حرص هغه زهر دي، چې څښو یې موږ او توقع لرو بل ته زیان ورسوي.

لیکنه: Aimal Azimi

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Ghazni?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Ghazni