Click News
هر هغه څه چې زه يي لیکم ټول زما شخصې معلومات نه دي زیاتره دمحتلفو کتابونو او د مشهورو خلکو د ویناوو څخه لیکل شوې دي.
16/06/2025
په 1980 ميلادي کال کې يو کس چې نوم يي جيفري دوسي وو د يو هلک سره چې جودي پلاشي نوميده جنسي تيری وکړ. دا هلک په دې وخت کې 11 کلن وو او د زيږيدو ځاي يي متحده ايالات ښودل شوی دی. جيفري دوسي د يوولس کلن ماشوم د باور څخه غلطه ګټه اخيستې وه. جودي يي تړلی وو او جنسي تيرې يې ورسره کړی وو حتی هغه هلک يی د خپلې کورنئ څخه تښتولی وو او څو ورځې يی د ځان سره پټ ساتلی وو. کله چې پوليسو اختطاف کوونکی ونيو غوښتل يي محکمه يي کړي نو په دې وخت کې د ماشوم پلار ګيري پلاشي راپيدا شو چې د ډيرې غوسې يي پريکړه کړې وه چې قانون په لاس کې واخلي او عدالت خپله وکړي. نو د هلک پلار په ميدان هوايي کې په يو ګوښه ځای کې ناست وو. ترڅو د اختطاف کوونکې سابه ورپه مالګه کړي. په دې وخت کې اختطاف کوونکې ميدان هوايي ته راورسيدو نو په دې وخت کې د هلک پلار ټ وپک راوويست او د تلويزوني کمرو په مخکې يي دوسي د مرګ په خوب ويده کړ. محکمې پريکړه وکړه او د هلک پلار ته بند ورنکړل شو. اوس چې جودي پلاشي يعنې هغه يوولس کلن ماشوم لوی شوی دی وايي زه پوهيږم چې پلار مې ولې دا کار وکړ. خو هغه نشي کولاي د پلار دغه وژنه تاييد کړي. هغه وايي زه نه غواړم خلک فکر وکړي چې دائي د حل لاره ده دا کار قانون ته تاوان رسوي.
د خوشحالئ خبر!
سبا شنبه د روژې لومړئ ورځ ده د نړئ ټولو مسلمانانو ته دې مبارک وي.
♥️RAMADAN♥️
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Telephone
Address
Kabul
41889