OTED

OTED

Share

اوتید مؤسسه نه، کورنۍ ده

15/07/2026

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پنځم مقام کټونکی تقدیر شو.
د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پنځم مقام ګټونکی، بسم‌الله جان د محمد عمر زوی، چې په ۳۵۶.۸۵ نمرو یې دا ویاړ ترلاسه کړی، د اوتید له لوري وستایل شو.
بشپړه ویډیو وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.

#کانکور1405 #کانکور #بریا #افغانستان

13/06/2026

د کارموندنې خبرتیا
د بست عنوان
محاسب (Accountant)

تحصیلي شرایط

لږ تر لږه د محاسبې یا سوداګرۍ (BBA)په برخه کې لیسانس او د مسلکي سندونو لرل امتیاز ګڼل کېږي.

کاري تجربه:

لږ تر لږه ۲-۳ کاله د مالي راپورونو، بودجې او حسابدارۍ په برخه کې تجربه ولري.
مسلکي وړتیاوې:

د حسابدارۍ اصولو او مالي مقرراتو ښه پوهه.
د مالي راپورونو جوړولو وړتیا.
د مالیاتو او بانکي چارو سره بلدتیا.
د کمپیوټر مهارتونه، په ځانګړي ډول QuickBooks,Microsoft Excel او نورو اړوندو حسابدارۍ سافټویرونه سره بلدتیا.

اساسي دندې:

د ورځنیو مالي معاملاتو ثبتول.
د عوایدو او مصارفو تعقیبول.
د مالي راپورونو چمتو کول.
د بانکونو او مالیاتي ادارو سره همغږي.
د اسنادو او حسابي ریکارډونو ساتنه.
د بودجې په جوړولو او څارنه کې مرسته.

نور شرایط

په پښتو دری او انګلیسي ژبو تسلط.
د دفتري سافټویرونو سره بلدتیا.
د کار ځای او دندې اړوند مقرراتو ته ژمنتیا.

په شرایطو برابر کسان دې خپلې CVګانې په لاندې ایمل تر۲۰۲۶/۰۶/۲۰نېټې پورې را ولیږی!
[email protected]

15/03/2026

د رمضاني مرستو لړۍ.|کابل

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address

Kabul