Educational Eco
په اللّٰه ﷻ باور ولره🥀
داسې دروازې به درته خلاصې کړي چې
تا بـه ټڪولي هم نه وي.
14/10/2022
ژوند او اقتصاد
ولې مارکيټينګ کوو؟
نړۍ د هرې ورځي په تېريدو سره د نويو بدلونونو شاهده وي، دا بدلونونه، له سياسي، ټولنيز، فرهنګي، ساينسي، او ټکنالوژيکي بدلونونو نيولې ان تر اقتصادي بدلونونو پوري او....
پخوا معمولا داسې و، چې هر هغه هيواد او ملت به له نورو مخکښ و، چې غښتلى پوځ او جنګي برلاسي به يې درلوده، او همدغه هيواد، ملت او قوم به د خپل دغه ځواک په اساس سيمه اداره کوله، خو د وخت په تېريدو سره چې نړۍ انکشاف وکړ، هر اړخېز بدلونونه پکې په ټولو برخو خصوصا په اقتصادي برخو کې رامنځته شول، نو خلک ديته متوجې شول چې په نورو د راج چلولو غوره لار اقتصادي پياوړتيا ده، دوى ددغه ستر هدف د عملي کېدا لپاره د مختلفو اجناسو په توليد لاس پورې کړ، او بالاخره دېته متوجې شول چې د توليد شوي جنس لپاره بازار، (مارکيټ) او مشتريان په سه قسم راجلب کړي، دا چې توليد، بازار او د مشتريانو جلب( مارکيټينګ) سه شى دى دلته پرې بحث کوو.
لومړى توليد:
د انسانانو د اړتياوو د پوره کيدو په موخه د اجناسو او خدماتو له چمتو کولو څخه عبارت ده، يا توليد د انساني غوښتنو د ارضا په خاطر د مطلوبيت ايجادولو ته وايي توليد مختلف عوامل لري، لکه کار، ځمکه، ماشين، ودانۍ پانګه او داسې نور، د دې ټولو مواردو له تشريح ډډه کوم، يوازې يې پېژندنه بسنه کوي، که يې معرفي کړم ښايي موضوع بله خوا لاړه شي!
بازار:
په عادي مفهوم سره بازار هغه ځاى ته ويل کېږي چېرته چې اجناس اخستل او خرڅول کېږي، اما په اقتصاد کې دغه لفظ موږ په پراخه مانا سره استعمالوو، په دې مانا چې د اجناسو اخيستل او خرڅول د موبايل، انټرنيټ، تيلګراف، واټساف او يا هم نورو ارتباطي وسايلو د شتون په اساس هم صورت نيولى شي.
د فروفيسور R Chapman له نظره د بازار اصطلاح له ځاى سره اړيکه نه لري، بلکې هميش له جنس، اخيستوونکې او خرڅوونکې سره چې مستقيما يو له بل سره په رقابت کې وي، رابطه ساتي.
پورته مواردو ته په کتو ويلاى شو، چې بازار يو مېکانيزم ده، چې له اخسيتوونکو او خرڅوونکو سره د اجناسو او خدماتو د بيو په تبادله کې همکاري کوي.
بازارونه په مختلفو ډولونو ويشل شويدي، له ځينو يې يادونه کوم
1 د وخت په اساس بازار
2 د موقعيت په اساس بازار
3 د رقابت د ماهيت په اساس بازار
او داسې نور پورته ذکر شوې بازارونه هر يو بېل، بېل خواص او ځانګړنې لري، موږ ترې دلته چشم پوشي کوو.
له دغو ډولونو علاوه د توليداتو د زيادښت له امله او په بازار کې د شديد رقابت له امله بازارونه په نورو برخو هم تقسيم شويدي، لکه مکمل رقابتي بازار، نامکمل رقابتي بازار او انحصاري بازار.
پورته مو توليد او بازار وپېژندل، راځو اوس خپل اصلي مقصد ته چې مارکيټنګ (بازارموندنه) ده، توليد او بازار مې ځکه در وپېژندل چې د مارکيټنګ دوه نه بيلېدونکې برخې دي.
مارکيټنګ( بازار موندنه) د ژوند د معيار جوړولو وسيله ده چې له امله يې، انساني غوښتنې لومړى تشخيص او وروسته بيا د همدغو غوښتنو د پوره کيدو لپاره د توليد پلان او توليد صورت نيسي.
يا مارکيټنګ يوه پروسه ده، چې لومړى د مشتريانو ضرورتونه مشخصوي او بيا همدغو ضرورتونو ته د ځواب ويلو او قناعت ورکولو عمليه ترسره کوي، يا هم موږ داسې وايو، مارکيټنګ يوه پروسه ده چې په هغې کې افراد او مختلف ګروپونه ګډون لري، ترڅو خپلې غوښتنې د توليداتو د تبادلې په اساس ترلاسه او پوره کړي.
د بازارموندنې يو عالم Willim j stanton بيا وايي بازارموندنه د کاروباري فعاليتونو مجموعه ده، چې د مشتريانو د رضايت د ترلاسۍ په موخه د توليداتو پلان جوړونه، قيمت ايښودنه ، اشتهارات او د توضيع سيستم منظموي، او له دغه لارې د خلکو رضايت ترلاسه کوي.
همدارنګه د پورته تعريفونو برعلاوه، د عصري بازارموندنې( مارکيټنګ) لپاره نور تعريفونه هم شتون لري، يوه ډله وايي د مارکيټنګ عصري نظريه په مشتري او د هغه په رضايت تکيه کوي، يا د عصري مارکيټنګ په مفهوم بازارموندنه د توليد په نظريه شروع او د مشتري په رضايت پاى ته رسېږي.
په هر صورت بازارموندنه په عصري(اوسنۍ) نړۍ کې يوازې د ګټې د لاسته راوړلو په موخه نه ترسره کېږي، بلکې ځيني نور اهداف هم لري لکه
• د عصري بازارموندنې د پاليسيو عملي کول
• د ضرورت په وخت کې د مناسبو کړنو ترسره کول
• په بازار کې د موجوده وظايفو غښتلې کول
• د ښو نتايجو د ترلاسه کولو په موخه د نويو پلانو، طرحو، پاليسيو او اقداماتو ايجاد او پلي کول
موږ دلته د پاليسيو له جوړولو يادونه وکړه هدف دادى چې يو جنس توليد کوو، نو په راتلوونکې کې به دغه جنس په بازار کې څومره مشتريان ولري؟ ايا چلش به پېدا کړي؟ له نورو جنسونو سره به په مارکيټ کې رقابت وکړي؟ ايا د خلکو رضايت به ترلاسه کړي؟ د دې په خاطر چې دغه ټول موارد په نظر کې ونيسو او وشو کولى چې توليد کامياب کړو نو پاليسي جوړوو.
پورته نقاطو ته په کتو د مارکيټنګ ضرورت پيښېږي دا چې ولې مارکيټنګ کوو، په ځينو مهمو برخو يې بحث کوو.
لومړى: د خرڅلاو د زياتوالي په موخه، د مارکيټنګ په کولو سره په خرڅلاو کې زياتوالى راځي، چې له امله يې د انسانانو د ژوند معيارونه لوړيږي، دا چاره د ملي عايد د زياتېدا لامل هم ګرځي.
دوهم: د مستهليکينو د ذوق د پېژندنې په خاطر، مشتريان کوم ذوق لري، د عايد سطحه يې څومره ده، ژوند يې په کومه سطحه کې ده، د دغه جنس د اخيستنې لپاره ذهنا اماده دي او کنه؟ او ديته ورته نورو پوښتنو د ځواب په موخه.
دريم: د استخدام د زياتوالي په موخه ، څنګه وشو کولى چې په مختلفو سيمو کې د جنس د فروش په خاطر ماهره خلک استخدام کړو؟ او هم جنس د مشتريانو تر لاسونو پوري ورسوو.
څلورم: په رقابت کې د مخکې توب په خاطر: نفوس د هرې ورځې په تېريدو سره زياتېږي او ورسره توليدات هم زياتېږي، له دې علاوه د ساينس او ټکنالوژۍ د پرمختګ په اساس د خلکو ژوند هم د هرې ورځې په تېريدو سره مصروفه کېږي، نو په دغه ټولو چيلنجونو د بريالي کېدا په خاطر مارکيټنګ کوو، ترڅو وشو کولى چې د مولد اړيکې له مستهلک سره ټينګې کړو، وخت يې ضايع نه کړو او هم د مستهلک استوګنځي ته خپل توليدات په ښه شکل سره ورسوو.
همدارنګه اشتهارات( اعلانات) چې موږ يې د مارکيټنګ د ملا تير ګڼو د اجناسو او خدماتو په کيفيت لوړونه، پېژندنه او خرڅوونه کې مهم رول لري او هم د مثبتي سيالۍ د رامنځته کيدا لامل ګرځي.
په لنډ ډول يې خلاص کوم چې مارکيټنګ موږ ددې لپاره کوو، چې له نورو ډېر مشتريان ولرو، جنس په ښه قيمت سره خرڅ کړو، په مارکيټ کې رقابت وکړو، د مشتريانو ذوق معلوم کړو، جنس د مشتريانو تر کورونو ورسوو، او هم ګټه تر لاسه کړو.
ماخذونه:
ناصري، پوهنيار عبادالله، د بازارموندنې مديريت (1397)
نورمل، پوهنوال محمد زبير، قيمت او د قيمت جوړښت(1393)
دوديال، پوهاند محمد بشير، صنعتي اقتصاد (1396)
صافى، پوهنيار عتيق الله، د بازارموندنې اساسات (1395)
04/10/2022
اداره او منجمنټ
سریزه:
اداره او منجمنت چې سمبالوونكي يې هماغه اداره كوونكى( منيجر) دى كومه نوې پديده نده، دتاريخ په بيلا بيلو دورو كې دمنابعوڅخه(ځمكه،كار،پانګه،وخت) دزياتې ګټې اخيستنې موضوع په نظر كې وه، له همدې امله اداره او منجمنت دتكنالكجۍ له ودې،اود ټولنې دتكامل سره له يوه ابتدايې حالت څخه دوخت په تيريدو سره يوه پيچلې بڼه خپله كړه، اداره له ډيره وخته راپدې خوا ديوه ضرورت په توګه انسانانو ته مطرح وه، تر څو وكولاى شي پرابلومونه په كمو منابعو او لږ وخت كې حل كړي او شته منابع په ډير مؤثريت سره دموخو دلاسته لاوړلو لپاره وكاروي، چې په دې بهير كې ټولنيز جوړښت او قوانينو دادارې په ماهيت او وده كې زيات رول لوبولى او لوبوي يې، شايد اداره او منجمنت نن ورځ دبشر په ټولنيز ژوندون كې يوله ډير مهو او ارزښتناكو دندو څخه وشميرل شي، په دې عصر كې همدا فعاليت لامل دى چې ټولتيزې دندې او موخې په ډير ښه توګه تر لاسه كيږي، اداره او منجمنټ ديوه علم په توګه ډير اوږد تاريخ نه لري، له ۵۰ كا لو راپدې خوا دمضمون په حيث لوستل كيږي،خو په ځانګړې توګه يې پس له دوهم نړیوال جنګ څخه ډيره وده وكړه.
02/10/2022
د اقتصاد د علم اهمیت:
الف: د سوداګرو لپاره اهمیت:-
د اقتصاد مطالعه د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره ډیره ضروري ده ځکه چې د بازار ګرمی او سوړ بازاری(بیکارۍ او انفلاسیون)، په مالیاتو کې زیاتوالی او کموالی، د قیمتونو لوړیدل او ښکته کیدل، په مالیاتو کې زیاتوالی او کموالی او داسی نور مسایل دي چې د هغې د حل لپاره سوداګر او صنعت کاران د اقتصاد په علم کې پوره امکان ونلري نو يوه اندازه باید پوه شي.
ب: د حکومتي مشرانو او سیاست مدارانو لپاره اهمیت:-
د یو مملکت د اخلاقي او سیاسي ګډوډۍ او خرابۍلامل ډیری وخت په یو اقتصادي نظام کې خرابی او ګډوډي وي، یعنې د افتصادي کړکېچ په وجه هم د خلکو اخلاقي حالت بدلیږي او هم یې سیاسي حالت، دبېلګې په ډول: که چیرې دولت اومال د څو خاصو خلکو په لاس کې وي اوعام خلک ورڅخه بې برخه پاته شي ، پدې صورت کې د عامو خلکو په اخلاقو او سیاسي حالت کې تغیر پیدا کیږي، ځینې اخلاقي جرایم وده کوي او سیاسي کړکېچ هم زیاتیږي، همدارنګه د خلکو په منځ کې یو د بل په خلاف نفرت او کرکه منځ ته راځي، نو د اقتصاد په مټ کولای شو چې د خلکو ترمنځ تعادل او ډیر زیات توپیر او فرق ختم کړو، او د هیواد او مملکت څخه لوږه، لوڅوالی، غریبي ، جهالت او بیکاري ورکه کړو کوم چې د ټولو خرابیو بیخ او جرړې دې ، پدې وسیله به اکثره ستونزې خپله حل شي. نو د حکومت او سیاسي مشرانو لپاره د اقتصاد مطالعه ضروری ده.
ج: دعامو خلکو لپاره اهمیت:-
د عوامو لپاره هم د اقتصاد مطالعه ضروري ده ، ځکه که چیرې عام خلک په اقتصادي پلانونو او پروګرامونو پاندې پوه شي نو بیا د حکومت په اقتصادي پالیسو باندې تنقید هم کولای شي او دهغې په عملي کولو او اصلاح کې هم ورسره مرسته او همکاري کولای شي، د حکومت د اقتصادي پالیسیو غلطي او ګټورتوب باندې پوهیدای شي، او د هغه سره سم خپل اقتصادي ژوند ته پرته له دې چې کوم مشکل سره مخ شي دوام ورکولای شي.
ګتور معلومات:
ورځني حالات او تغیرات چی زمونږ په محیط او چاپیریال کې واقع کیي هغه د اقتصاد سره دیرې نژدې اړیکي لري. ډ مثال په ډول:
د بیو کنټرول، انفلاسیون، کلني یا څو کلني پلانونه جوړول، مالیات، کلنۍ بودیجه جوړول، د بازار ګرموالی او سوړوالی، بهرنۍ مرستې، د خوراکي موادوکموالی، کرنیز اصلاحات، د پیسو د ارزښت کموالی او زیاتوالی. دا ټول د انسان دورځني ژوند سره تړلی دي.
اخځلیک :
صابر عبد الواسع ، اسلامي اقتصاد .
Zaki Kharotai
Click here to claim your Sponsored Listing.