Afghan Plus
افغان پلس د حقایقو رښتینې هینداره
وتړئ د میالی صاحب لیونیان!
08/12/2024
سهار یې مور د کوټې ور وروډباوو له هغې خوا ځواب رانه غلؤ تبسم! وه تبسم! دروازه خلاصه کړه! د پوهنتون دې درباندې ناوخته کېږي.
له یو څه ځنډ وروسته یې مور بیا ځواب ونه موند،په منډه یې د پلار خواته لاړه چ د جلۍ د کوټې دروازه نه خلاصېږي،پلار یې د ډېرو ټیلو وروسته دروازه ورماته کړه،د دروازې د پلې له ولېدو سره سم یې د خپلې نازولې لور جسد د پکي له کونډې ځوړند ولېد
د جسد لاندې یې یو لېک وموند چ پکې یې داسې لېکلي وو
زما واکداره! زه ډېرې هیلې لرم غواړم د خپلو بې وزلو خویندو لپاره وړیا کلینیک جوړ کړم،غواړم د هېواد د نوي نسل د سالمې روزنې لپاره شپه او ورځ کار وکړم خو تا زما د هیلو دروازې راوتړلې،زه نشم کولای چ په سپینه چپن کې د خپلو بې وزله هېوادوالو لپاره تکیه شم.
واکداره! زه ځم او خپل حقیقي رب ته مې پنا وړم زمونږ حساب به هلته کېږي.
د پلار له خولې یې ناڅاپه کریغه ووته
ډاکټرې لورې………..
د خویندو پروړاندې د تعلیم دروازې مه تړئ......
🥹😭😔
Click here to claim your Sponsored Listing.