RTA Pashto

RTA Pashto

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from RTA Pashto, Photographer, Kabul, Kabul.

03/10/2022

طالبانو د زاویه نیوز ویبسایټ تړلی دی
د طالبانو رژیم د مخابراتو وزارت د زاویه نیوز ویباسیټ تړلی دی، چې دا کار د بیان آزادۍ خلاف عمل دی.
زاویه نیوز بیان آزادۍ ته د ژمنې او بې پرې رسنۍ په توګه تل هڅه کړې، چې د افغانستان له ګوټ ـ ګوټ څخه د خلکو غږ پورته او پر دوی روانو ظلمونو ته انعکاس ورکړي، چې د خلکو د غږ اوچتولو لړۍ به د زاویه نیوز خبري ټیم د پخوا په څېر همداسې جاري وساتي.

31/07/2022

امريکايي بې پيلوټه الوتکو د کابل په څو نقطو کې عمليات کړي!
د کابل د یکشنبې ورځې سهارنيو چاودنو په اړه تازه معلومات دا دي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو په دهمزنګ، وزير اکبر خان او څو نورو نقطو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدونه کړي دی. د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل وايي: «له طالبانو سره د امريکا له لوري د دوحې لاسلیک شوي تړون پر اساس امريکايي بې پيلوټه الوتکو نن سهار کابل کې د داعش څو پټنځايونه نښه کړل. طالبان بايد پوه شي، که د افغانانو ملاتړ ونه لري، په امريکايي ملاتړ دوام نشي کولي.»

Want your business to be the top-listed Photography Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
Kabul