DR.Najibullah Ahmadzai
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from DR.Najibullah Ahmadzai, Politician, Kabul.
20/04/2023
," ډيورنډ کرښه او دا ملي شهيد ډاکټر نجيب احمد زی زړه پريکونکي قرباني "
ملت پالنه يا د خاوري مور حق اداکول دا ژبي يا دا قول له لاري ډېر اسان ښکاري خو کله چې دې مېدان ته سر په لاس ودانګي نو هله معلومه شي چې د خاوري مور او د ملت پالنه د سکروټو او ازغو په ګړنګونو کي لغړي پښي مزل کول دي.
دا يو نيږدي ملګري دا خولي خبره چي يوه ورځ مي دا آقا يعني تره سره روان ووم، يو ګړنګ ته يی اشاره کړه او په کرکجنه لهجه يی وئيل چي نجيب به دهغي کړنګ کښي په سلهاؤ افغانان په اجتماعي توګه وژل.
مونږ مجاهد ملت ډېر په اسانه په مشرانو اتلانو تنقيد کوو خو مونږ دا قضاوت نه کوو چي دي ملي اتل دا ګامونه د جسم او مغزو په جنګ پورته کړی.
کوم اولس چې د مشر سره ولاړ وي هغه اولس د جسم په زور جنګ کوي خو مشر د اعصابو جنګ کوي او د اعصابو جنګ په وور کښې د کيګی په رفتار مزل داي .
او هم دغه د اعصابو د جنګ مهارت وي چې په اولس کښې د يو عام وګړي نه د اولس او د قام او د ملت مشر جوړ کړي .
شهيد ډاکټر نجيب هم په دغه مشرانو کښې وو چې دښمن د هغه پرضد د اعصابو او قواو جنګ کوو او ډاکټر صېب دغه جنګ يک يوازې په خپل د خپل شرين ورور جنرال شاهپور پر سر تمام کړو.
شهيد نجيب په ژوند کښې به داسې ډېر اعصاب او روح شکني مرحلې راغلي وي خو د ډاکټر نجيب دا خپلي خاوري مور سره وفا د پاره جنګ او دا خاوري مور سره ژمنه څومره په سختو شرطونو او اعصاب شکن فيصلو تمامه شوه. نن دا خاوره او دا دي اولس دا ډاکټر نجيب دا هغي قرباني او مينی پوروړي دي.
ډيورنډ کرښه ډاکټر صيب پخپله مينه او وينه هغه وخت رد کړه کوم وخت چي هغه دا خپل ورور سره دا پنجاب دا بادار په حصار کي وو خو دا ډيورنډ کرښه يی تسليم نه کړه.
دا ډاکټر صيب يو مين وروسئ محافظ چي دا نجيب شهيد په مينه کي يی اسلام هم قبول وو يو کتاب " وروستئ اولسمشر " ته نقل ورکوي چې ډاکټر نجیب خپل ورور خپله وژلی دی !
"کله چي طالبانو ډاکتر نجیب الله ونیوه او د سختو تکلیفونو ورسته یی ورته د ډیورنډ د کرښې امضاء وغوښته. نو نحیب الله ورته وویل اول زما ورور جنرال شاپور مړ کړی بیا درته امضا کوم.
ددې خبرې په اوریدو سره طالبان حیران شو .خو ورور شاه پور یی ووژه بیا یی له نجیب الله څخه وپښتل چې اوس امضا وکړه هغه ورته وویل په ټول افغانستان کې زما امضا زما ورور شاهپور ته یاده وه زه په دې ډاریدم چې هغه به په ځان ستاسو تکلیفونه ونه زغمي او امضا به درته وکړي نو اوس چي هغه مړ شو نو زه په هیڅ ډول امضا نکوم . هم دهغسي په بل سبا نجيب الله هم دا شهادت کاسه وڅکله خو دا هيواد ننګ يی دښمن ته ورنکړو.
روح یی ښاد او یاد یی پخیر.
کاش چې د نجيب هيواد او ملت هم دومره کلک وی چي دا هغه دا قرباني ساتنه وکړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Culinary Team
Attire
Contact the public figure
Telephone
Address
70001