Communication Studies - KU
The Department of Communication Studies was established in 2018 with the assistance of (USAID)
09/02/2026
د کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی له امید رسنیزې شبکې، رڼا او باختر پوهنتونونو سره د ګډې همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د ۱۴۰۴ کال د دلوې میاشتې په ۱۳ نېټه په کابل کې د یوې رسنیزې غونډې پر مهال له امېد شبکې، رڼا پوهنتون او باختر پوهنتون سره د ګډې همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي رییس پوهنوال ذبیحالله بشردوست ویلي، چې د رسنیو ترمنځ سالم رقابت د ټولنې لپاره مهم دی او رسنۍ د حق او باطل د توپیر په روښانه کولو کې اساسي رول لري. نوموړي د امید رسنیزې شبکې او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ نوښت وستایه او له رسنیزو کارکوونکو یې د نوښت او ولسګټو مطالبو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه. هغه د رسنیز سکتور پیاوړتیا د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دې ډول هوکړهلیکونو له لارې ملي ګټې خوندي کېدای شي
د امېد شبکې مسوولینو ویلي، د دغو هوکړو موخه د رسنیزو چارو اړوند د ظرفیتلوړونې پروګرامونو پلي کول، د عامه پوهاوي خپرونو پیاوړتیا او د ژورنالیزم پوهنځیو بااستعداده زدهکړیالانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د دوی په وینا، امید رسنیزه شبکه د خپلو رسنیزو فعالیتونو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د ژورنالیزم مسلک زدهکړیالانو ته د کاري فرصتونو او ظرفیتلوړونې تړون ابتکار کوي، څو ځوانان وکولای شي خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي.
په دې غونډه کې د امید رسنیزې شبکې رییس، حسنالله حبیبي، له معتبرو تحصیلي بنسټونو سره د همکارۍ دا هوکړهلیکونه د ځوان نسل د مسلکي روزنې، فکري ودې او ټولیز پرمختګ لپاره مهم او اغېزمن ګام وباله.
نوموړي وویل: «دغه شبکه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره جدي هڅې کوي او غواړي د اسلامي او افغاني روحیې پر بنسټ مسلکي کدرونه وروزي.»
هغه زیاته کړه، چې تازه فارغو شویو ژورنالیستانو ته به لنډمهاله او اوږدمهاله کاري زمینې برابرې شي، تر څو وکولای شي خپلې زده کړې په عملي توګه وازمويي او د رسنیو په سکتور کې فعاله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی تر دې وړاندې هم له یو شمېر رسنیو او دولتي او غیر دولتي ادارو او پوهنتونونو سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې دي.
#ژورنالیزم
Click here to claim your Sponsored Listing.