Ataullah Ayoubsafi
د انسانیت,اسلامیت او افغانیت سرلاری!
يا الله ج!
هغه چاته هم بښنه وکړه چې په دې دنیا کې هېڅوک د دعا لپاره نلري!
04/04/2024
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَاو تاسي مه په خپلو منځو کښي يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندي کوئ چي تاسي ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسي حال کي چي تاسي پوهیږي. ((وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ))
(٢٩١) د بل دمال خوراک ناروا دى:
له روژې څخه دنفس طهارت مقصود و اوس دمالونو دپاکوالي بيان کېږي ، او ښکاره شوه چې دحلال مال دنه خوړلو حکم خو يواځې د روژې په ورځو پورې تړلى دى، مګر دحرام مال نه خوړل او روژه ترې نيول د ژوند په ټول عمر کې يو ضروري امر دى، اودهغه له پاره کومه ټاکلې زمانه او حد نشته، لکه غلا، خيانت، ټګي، رشوت، غصب، قمار، ناروا بيه، سود او نور چې په دغه ډول دمال ګټل بالکل حرام او ناجائز دي.
((وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ 188))
(٢٩٢) بډې ناروا دي: ( مه يې رسوئ تر واکمنو پورې ) يعنې دکوم سړي دمال خبر ظالمو حاکمانو ته مه رسوئ، يا خپل مال درشوت په ډول حاکمانو ته مه ورکوئ! چې حاکم دخپل ځان مل کړئ اودبل چا مال دهغه په زور سره وخورئ! همدا راز د دروغو په شاهدي ، ياد دروغو په دعوى، دبل چا مال مه اخلئ! اوحال داچې تاسې په خپله ناحقۍ هم پوهېږئ.!
Download Pashto Quran:
د فیصل خان صافی اوومه پرلپسې ګټل شوې سیالۍ یوه برخه !
Click here to claim your Sponsored Listing.