Firoza Azizi

Firoza Azizi

Share

د سېمې او نړۍ تازه خبرونه دلته ترلاسه کړي.

23/03/2026

کمال ناصر اصولي لیکي:
‏د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي .
‏د ښوونځیو د دروازو په بندولو سره تاسو د افغانانو انساني ژوند او راتلونکي نسلونه وژنئ.

17/03/2026

ښه خبر!
اغلې هوسۍ ظریف اندړ په لوی اکثریت سره د فرانکفورت ټاکنو کې بریالۍ شوه.

16/03/2026

حامد کرزی:
پاکستان نن شپه په کابل کې ملکي سیمې، استوګنیزې ودانۍ او روغتونونه په نښه کړي دي.

هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی دغه ډول بریدونه به نه یوازې چې روان کړکېچ را کم کړي، بلکې لا به یې زیات کړي او پایلې به یې بیا د اسلام‌اباد لپاره ډېر خطرناکې وي.

15/03/2026

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو بريدونو په پايله کې د یوې کورني دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپانه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې د سيمې د عامو خلکو يو شمېر کورونه هم تخريب شوي دي.

14/03/2026

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان باید نور پوه شوی وي چې د افغانستان باالمثل ځواب دا په ډاګه کوي چې د جنګ دوام به د دوی د خرابي سبب کیږي.

هغه لیکلي: «ورو ورو به د اور لمبې د دوی د راحت او امن ورونو ته داخلیږي، د امریکا د پروژي د ګټي په پرتله به د دوی تاوان څوچنده کیږي او د بادار په خوشحالولو کې به هم پاته راځي ان شاءالله.»

14/03/2026

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک ته ویلي چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه د پاکستاني پوځي رژیم د جنډو سر پوسته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Kabul