KCC
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from KCC, Gul Faroshi Street, Ghulam Rasool palaza, Kabul.
08/06/2023
#پروپوزل برای پروژه های تان به اداراتی مانند:
UN & programmes
( National and internatioanl)NGOS
27/03/2023
۱۰ هغه ځانګړتیاوې چې په درلودلو یې تاسو یو ښه انجینر ګڼل کیدای شئ.
۱- د ساختماني موادو ټیستونه Tests of Building Materials:
يو ښه انجینر باید د ساختماني موادو د مهمو ټیسټونو په اړه پوهه او د تر سره کولو قابلیت یې ولري. چې ځینې د دغو ټیسټونو په لاندې ډول دي.
د کانکرېټو ټیسټونه Concrete Tests:
Slump test, compression test, split tensile test, soundness etc.
د خاورو ټیسټونه Soil Tests:
Core cutter test, compaction test, sand replacement test, triaxial test, consolidation test etc.
د قیر ټیسونه Bitumen Tests:
Ductility test, softening point test, gravity test, pe*******on test etc.
۲- د ساختماني ساحې آزمایښت Investigation of Soil: مخکې لدې چې ساختمانې چارې شروع او یوه ساحه د ساختمان جوړونې لپاره مساعده وګڼل شي نو د خاورو په ظرفیت او مقاومت باندې یو تعداد آزمایښتونه ترسره کېږي. نو یو سیول انجینر باید د هغو ټیسټونو په اړه چې په خاورو سرته رسېږي لازمه پوهه ولري.
۳- د سروې د تجهیزاتو استعمال Uses of Surveying Instruments:
د سروې په تجهیزاتو او وسایلو لکه Level Machine, Total Station, GPS او نورو باندې د یو سیول انجینر لپاره پوهیدل او استفاده یو ضروري امر دی.
۴- هغه ستندرد کوډونه چې په ساختماني صنعت کې استعمالېږي Standard Codes Using in Construction:
ټول هیوادونه د ساختماني چارو د با کیفیته پرمخ اوړلو لپاره کوډ او قواعد لري لکه ACI, IS, ABC. چې ټول نوي ساختمانونه باید د دغو قواعدو او پروسو په رڼا کې کوم چې په مربوطه کوډونو کې ځای پر ځای شوېدي ورغول شي، او که د کوډ د قواعدو او پروسو څخه سرغړونه وشي نو د پروژې د ناکامېدو چانسونه ډېر زیات وي.
۵- بار بینډینګ شیډیول(سکیجول) Bar Bending Schedule:
بار بینډینګ شیډیول د سیول انجینرانو لپاره یو له اساسي چارټونو څخه دی. چې پدې کې د RC بیمونو اړوند ټول د سیخانو محاسبات لکه Cutting Length, Type of Bending, the length of Bending او نور شتون لري.
۶- ډروانیګ او ډیزاین Drawing and Design:
ډراوینګ او ډیزاین د روانو یا جاري پروژو لپاره یو له مهمو منابعو څخه دي. چې پدې کې د پروژې اړوند ټول موارد په پوره تفصیل سره مشاهده کیدای شي. هر ساحوي انجینر باید ددغو ډراونیګونو او ډیزاینونو د لوستلو او تحلیل صلاحیت ولري.
۷- براورد او بیلونه Estimation and Bills:
بروارد او بیلونه هم معمولاً د ساختماني پروژو لپاره د سیول انجینرانو لخوا جوړېږي.
۸- د کیفیت کنټرول Quality Control:
د کیفیت د کنټرول په تطبیق سره د پروژې د اضافي مصارفو مخنیوی کیدای شي چې په نتیجه کې د پروژې ګټه ډېرېږي.
۹- د ساحې مدیریت On Field Management:
سیول انجینر باید د قالبونو، کانکرېټ اچونې، Safety او بعضې نورو ساحوي مواردو او پروسو په اړوند کافي پوهه او تجربه ولري.
۱۰- د کاریګرو سره هماهنګي Coordination With Labors:
د سیول انجینر په حیث باید موږ پوه شو چې څنګه په ساحو کې د کاریګرو سره رویه وکړو تر څو پخپلو کارې ساحو کې د ډسپلین او کاري نظم په ساتلو د پروژو کیفیت لوړ کړو.
د دغو پورته ذکر شویو مواردو او نقاطو په نظر کې نیولو سره کیدای شي چې تاسو یو ښه انجینر حساب شی.
22/09/2022
صنوف طرح و دیزاین ,پروژه های سولر و سب ستیشن سر از تاریخ 09 میزان شروع میشود, علاقمندان مطلع باشد.....!
ادرس: بلال بزنس سنتر چهار راهی مامورست ارزان قیمت کابل
سرک چهارم. پروژه تایمنی سرک پوهنتون میوند کابل
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul