AFG TV

AFG TV

Share

زموږ هدف ستاسو خدمت کول دې

26/05/2021

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي.

د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرت‌ځاځي د خولې دا خبر خپور کړی او بل پلوه بیا «Grassroots cricket» پاکستانۍ ورزشي پاڼې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې، چې پېښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي حضرت‌الله ځاځي سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address

Kabul