Sima.News
سيما نيوز د اطلاعاتو په ډګر کې پر وخت ,دقيق ,موثر او باوري ادرس !
22/12/2025
د پاکستان چارواکو ویلي ، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې کې یو مسافر وړونکی موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر کړی او له امله نهه افغانان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
09/12/2025
د مزارشريف ښار کې د کارته صلح پنځه سړکونو قیرریزۍ پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
07/12/2025
په لومړي ځل له افغانستان څخه روسیې ته ۴۵ ټنه پنبه صادره شوې او رسېدلې ده.
07/12/2025
مزارشریف ښار کې د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو د تولید کارخونه جوړه شوې, چې د ورځې ۲۰ ټنه تولید لري.
26/11/2025
د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ۴۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
22/11/2025
د افغانستان انار د یوه سوداګر له لوري د دوبۍ العویر بازار ته رسېدلي.
19/11/2025
رحمان الله ګربز د یو یتیم ماشوم د زدکړې او ژوند ټول لګښتونه پخپله غاړه واخیستل.
هغه ویلي چې، "د محمد حافظ په نوم دغه ماشوم چې هیڅوک نه لري، د یتیمپالنې یوه مرکز کې یې ولیده او خبرو یې پرې ژور اغېز وکړ
17/11/2025
په کابل کې د کالیو جوړولو نوې فابریکې په فعالیت پیل وکړو چې په کې د ۲۰۰۰ کار کوونکي په کې په کار بوخت وي.
12/11/2025
له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه پرېکړې.
۱- ټول دې له پاکستان سره د امکان تر کچې سوداګري کمه او د اموالو د ټرانزیټ لپاره دې له نورو میسرو لارو استفاده وکړي.
۲- هغه واردات چې له پاکستان څخه کېږي، نورو بدیلو مارکېټونو او هېوادونو ته دې مخه کړي، چې په پراخه کچه اوس الحمدلله شتون لري.
۳- دوا دې مطلق له نورو هېوادونو څخه واردوي او سوداګر دې یې هلته حسابونه تصفیه او کارونه دې ترې راونغاړي.
12/11/2025
کابل کې د سکرو وېش
په ۲۲ ښاري مېنو کې یې څانګې پرانیستي چې خلک ترې سکاره وپېري.
د یو ټن بیه یې ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکلې خو عام بازار کې تر ۱۴ زرو پلورل کېږي.
حاکمانو ژمنه کړې چې دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
11/11/2025
د غزني په جاغوری ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکو له لوري په شخصي لګښت د مکتب یوه ودانۍ جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
11/11/2025
د سالنګ لویی لاری د پنځلسمی ګالری اسفالت هم بشپړ شوو!!
Click here to claim your Sponsored Listing.