Waheed Shinwari

Waheed Shinwari

Share

Exploring Knowledge, Science, History, Technology and Beyond

01/09/2025

I’m truly heartbroken by the news of a massive earthquake in my beloved Afghanistan. So many precious lives have been lost and countless others are injured. Please keep the victims in your prayers and help in any way you can.

16/07/2025

که ته وسله ولرې او زه هم وسله ولرم، نو موږ کولای شو د قانون په اړه خبرې وکړو.
که ته چاقو ولرې او زه هم چاقو، نو موږ د اصولو په اړه خبرې کولای شو.
که ته تش‌لاسي راشې او زه هم تش‌لاسی، نو موږ د منطق او دلیل خبرې کولای شو.
خو که ته وسله ولرې او زه یوازې چاقو، نو حقیقت ستا په لاس کې دی.
او که ته وسله ولرې او زه هېڅ نه لرم، نو ستا په لاس کې یوازې وسله نه ده، بلکې زما ژوند دی.
قانون، اصول، او اخلاق هغه وخت معنی لري چې د مساواتو پر بنسټ ولاړ وي.
د نړۍ تر ټولو تریخ حقیقت دا دی چې کله پیسې خبرې کوي، حقیقت غلی شي، او کله چې قدرت خبرې کوي، نو پیسې هم درې ګامه شاته شي.
هغه کسان چې اصول جوړوي، ډېری وخت یې تر ټولو مخکې ماتوي. اصول د کمزورو لپاره زنځیرونه دي، خو د زورور لپاره وسایل.
په دې نړۍ کې هر څه ښه باید د مبارزې له لارې ترلاسه شي. د لوبې باداران د منابعو لپاره سخت رقابت کوي، پداسې حال کې چې کمزوري خلک ناست وي او انتظار باسي چې یوه برخه به ورته ورکړل شي.

10/07/2025

🫀 If I Were a Cardiologist, I Would Wish This Food Never Existed…

Not sugar.
Not fried chicken.
Not burgers.
Not even soda.

The real villain?
A sneaky, silent killer that’s still legal in most countries…
But responsible for millions of heart attacks and strokes worldwide.

It’s called trans fat — and it’s hiding in your chips, cookies, donuts, and even some margarine.

It increases your bad cholesterol, lowers your good cholesterol, and literally clogs your arteries from the inside.
Worse? There is no safe amount. Even a little bit is too much.

💥 The world’s top heart doctors agree:
If they could erase just one food from existence…
Trans fats would disappear first.

So next time you’re shopping, check the label.
Avoid anything with “partially hydrogenated oils.” That’s your red flag.

Because every bite is a choice — one that either protects your heart… or puts it at risk.

💬 Have you ever checked your food for trans fats?
Comment below — let's raise awareness together.

Waheed_shinwari: I will develop high quality android apps in java for $120 on fiverr.com 26/04/2025

Waheed_shinwari: I will develop high quality android apps in java for $120 on fiverr.com For only $120, Waheed_shinwari will develop high quality android apps in java. | Do you need a professional Android app developed using Java? Your'e in the right place!I am an experienced Android developer with over 5 years of | Fiverr

26/04/2025

څنګه حافظه (مموري کارډونه، SSDs، فلشونه) بې له برقه معلومات ساتي؟

۱. د فلش حافظې جوړښت:

فلش حافظه له میلیونونو وړو وړو حجرو جوړه ده.

هره حجره د MOSFET (Metal-Oxide-Semiconductor Field-Effect Transistor) په نامه یوه خاصه برقي وسیله لري، چې پکې یو فلوټینګ ګېټ (Floating Gate) هم وي.

۲. د معلوماتو ليکل (Write کول):

د Fowler–Nordheim Tunneling په نوم تخنیک سره، برقي ذرې (Electrons) فلوټینګ ګېټ (Floating Gate) ته داخلېږي.

د ډېرو لوړو ولتاژونو (۱۰ څخه تر ۲۰ ولته) په واسطه دا ذرې د نازک آکسايد طبقي (thin Oxide Layer ) څخه تېرېږي او په فلوټینګ ګېټ کې بندېږي.

۳. د معلوماتو ساتنه:

کله چې برقي ذرې فلوټینګ ګېټ ته داخل شي، هلته بند پاتې کېږي— که برېښنا پرې هم بنده شي.

که فلوټینګ ګېټ کې ذرې بندې وي، نو دا یو "۰" ښيي (يا هم ١ انحصار کوي په داخلي ډيزاین) ، او که ذرې نه وي، نو "۱" ښيي.

۴. د معلوماتو لوستل (Read کول):

کله چې لوستل غواړو، نو لږ ولتاژ ورکوو.

که ذرې موجودې وي په فلو ټنګ ګيټ کې ، نو دوي برقي جریان بندوي (blocks current flow ) او حافظه "۰" ښيي.

که فلو ټنګ ګيټ کې ذرې نه وي، نو برقي جریان تېریږي په اسانۍ سره (Current flows freely ) او "۱" ښيي.

۵. د معلوماتو پاکول (Erase کول):

د حذف (Erase) کولو لپاره، بل ډول قوي ولتاژ ورکوو تر څو بندې شوې ذرې د فلوټینګ ګېټ څخه وباسو، او حجره بیرته خالي شي.

---

مهم ټکی:

غیر فرار حافظه (Non-Volatile Memory): دا ځکه چې ذرې د یوې قوي آکسايدي طبقي ترشا ساتل کېږي، نو بې له برېښنا څخه هم د کلونو کلونو لپاره معلومات محفوظ پاتې کېږي.

استحکام (Endurance): حافظه یوازې یو ټاکلی شمېر د لیکلو او پاکولو (Write/Erase) چکرونه زغملای شي (مثلاً ۱۰،۰۰۰ تر ۱۰۰،۰۰۰ چکره)، وروسته یې آکسايدي طبقه کمزورې کېږي.

د حافظې ډولونه:

SLC (Single-Level Cell): هر حجره ۱ بټ ساتي (ډېر قوي).

MLC (Multi-Level Cell):
هر حجره ۲ بټونه (زيات معلومات، لږ استحکام).

TLC (Triple-Level Cell): ۳ بټونه

QLC (Quad-Level Cell): ۴ بیټونه.

آسانه مثال:

داسې تصور وکړه لکه هره حجره چې یو کوچنی "سیف (safe)" وي.

معلومات ليکل یعنی ذرې د سیف دننه بندول.

معلومات لوستل یعنی د سیف دننه کتل.

معلومات پاکول یعنی سیف خلاصول او ذرې ایستل.

په یوه جمله کې:
فلش حافظه د برقي ذرو د بند ساتلو تخنیک کاروي چې د فلوټینګ ګېټ په واسطه د معلوماتو (۰ او ۱) ذخیره کولو امکان ورکوي—even که برېښنا موجوده نه وي.

26/04/2025

د انګلستان نوی پلان: د لمر رڼا کمول!

انګلستاني ساینسپوهان او سیاستوال اوس پر داسې یو حیرانوونکي نظر کار کوي: د جیوانجینیرۍ له لارې د ځمکې ته د رارسېدو نکو د لمر د وړانګو رڼا کمول، ترڅو د اقلیم بدلون مخه ونیسي.

یوه تخنیک چې ورته پام شوی، د ستراتوسفیر ته د ذرو شیندل دي — کوچني انعکاسي ذرات (لکه د سلفر مرکبات) فضا ته خوشې کول، څو د لمر یوه برخه بېرته فضا ته منعکس کړي.

ولې دا کار؟

د زمکې د تودوخې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره.

د دې لپاره چې طبیعي نظامونه او انساني ژوند د تودوخې له خطرناکو کچو خوندي شي.

ستونزې:

دا یو خطرناک اقدام دی! د اقلیم بدلون کولی شي د باران او موسمونو په ډولونو کې ناڅاپي بدلونونه راولي.

دا د ټولې نړۍ ګډ کار ته اړتیا لري — ځکه فضا د یوه هیواد ملکیت نه ده.

دا تلپاتې حل نه دی، یوازې د وخت ګټلو لپاره یو موقتي ګام دی.

نوی تاریخ جوړېږي:
جیوانجینیرۍ تر دې دمه یوازې د ساینسي افسانو برخه وه، خو اوس د حقیقت خواته روانه ده — دا هم د بشر د نوښت نښه ده او هم د اقلیمي بحران د شدت یو غمجن حقیقت.

ستاسې نظر څه دی؟
ته به داسې زړورو تجربو ته هو وايي که نه؟

#جیوانجینیرۍ #ساینس #انګلستان #نوښت

26/04/2025

د اپرېل ۱۹مه، ۱۷۷۵ – هغه ډز چې نړۍ یې ولړزوله!

په همدې ورځ د امريکا د خپلواکۍ جګړه پيل شوه، کله چې د ليکسنګټن او کانکورد (Lexington and Concord ) جګړې وشوې. انګرېزي پوځونه د وسله والو ذخېرو د نیولو لپاره راوتلي وو، خو امريکايان ورته چمتو ول. لمړی ډز وشو—چا دا ډز وکړ؟ لا هم معلوم نه دی—خو دا ډز د يوې داسې انقلاب پېل شو، چې د نړۍ تاريخ یې بدل کړ.

ولې ورته “هغه ډز چې نړۍ یې ولړزوله” وايي؟
ځکه دا يو ډز د ازادۍ تحريکونو ته الهام ورکړ، او خلکو ته يې وښودله چې دوی کولای شي د ستر طاقتونو پر وړاندې ودريږي.

پايله:

د امريکا متحده ايالات رامنځته شول

دا انقلاب د فرانس، لاتينه امريکا او نورو لپاره الهام شو

د آزادۍ او ولسواکۍ مفاهيم يې بدل کړل

درس: کله کله کوچنۍ پېښه کولی شي دومره لوی بدلون راولي چې ټوله نړۍ پرې اغېزمنه شي.

#ازادي #انقلاب

25/04/2025

شاوخوا د يو پياوړي کوېزار (Quasar) چې د ځمکې نه ۱۲ ميليارده نوري کلونه لرې دی، د اوبو د بخار يو ستر وريځ شتون لري، چې پکې د ځمکې د سمندري اوبو څخه ۱۴۰ ټریلیونه چنده زياتې اوبه شتون لري.

دا وريځ په سلګونو نوري کلونو باندې خپره شوې او د کوېزار د ستر تور سوري (supermassive black hole) لپاره انرژي برابروي.

دا چې دومره زياتې اوبه د کائنات د دومره زړې زمانې په پېل کې څنګه راټولې شوې، لا هم يو نه حل شوی معما ده.

25/04/2025

د افغان کوڅو کرکټ یوه ځانګړې نړۍ لري — چیرې چې بالونه له بوټانو جوړېږي، ویکټې د خښتو نه وي، او تبصره د ماشوم له خولې خوند لري. نن مې خپل زوی ته بیټ ورکړ، او کوڅې ماشومانو لکه نړیوال لوبغاړي ځانونه ګڼل. ناڅاپه یو کوچنی، چې عمر به یې له پنځو کلونو زیات نه و، غږ وکړ:

"مړه، ته خو لکه هارث روف تیز بال کوې، خو سوینګ نه شې ویشتلی!"

زه حیران شوم، وي خندولم او پوه شوم: زموږ راتلونکی نسل نه یوازې مینه وال دي، بلکې کرکټ پوهان هم دي!

23/04/2025

چین غواړي چې په فضا کې يو ستر سولر سټیشن جوړ کړي — د ۰.۶ ميله اوږد سولر پينل سيسټم چې به د زمکې نه ۲۲،۳۷۰ ميله پورته مدار کې ګرځي او له هغه ځايه به د مايکرووېو څپو له لارې انرژي زمکې ته را استوي.

دا سيسټم دومره ډېره برېښنا توليدولی شي چې د يو کال په موده کې د ټولې نړۍ د تېلو د انرژۍ سره به برابره وي! دا پروژه د چین د ستر درې ګورج ډيم (Three Gorge Dam) په کچه یوه بله لويه هڅه ده.

برسیره پر دې، فضا کې دا سولر سټیشن د زمکې پر خلاف د وريځو، دوړو او هوا له خنډ پرته مستقیم د لمر وړانګې جذبوي — يعنې د لمر انرژي لس چنده زياته پياوړې ترلاسه کوي ځکه هر وخت روڼ آسمان وي.

دا سولر سټیشن به د لانګ مارچ-۹ نومي راکټ له لارې ورو ورو فضا ته ولېږدول شي. دا راکټ ډېر دروند بار پورته کولای شي، او چين غواړي تر ۲۰۳۵ کال پورې دا ټکنالوژي د خپل سپوږمۍ اډې لپاره هم وکاروي.

امريکا، اروپا او جاپان هم ورته پروژې پلانوي، او جاپان سږ کال د دې يو کوچنی ماډل تجربه کوي.

دا پروژه د پاکې او نه خلاصېدونکې انرژۍ لپاره يوه ستره هيله ده، که څه هم ډېر تخنيکي خنډونه هم لري.

22/04/2025

يوه تېروتنه چې تا عاجز او خاکسار کړي،
د هغې لاسته راوړنې نه غوره ده چې تا مغرور کړي.

22/04/2025

که د ذهن ارامي غواړې، نو چوپتیا خپله کړه، تمې له خلکو لږې کړه،او ياران له هغه خلکو وټاکه چې ستا زړه ته آرامي، خوشحالي او ډاډ درکوي. ځکه سکون هلته وي چيرې چې شور کم وي او زړه له اميدونو ازاد.

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
2601