Pro. Zamin Hasin
زموږ په اړه د خلکو خبرې جالبې دي خو مهمې نه...�
You have to be active on every single video.💎
The best speech from andrew tate.
29/12/2025
زه له ١٤ کلنی نه مخکی یو احساستی هلک وم، د پلار خبری او نصیحت راته داسی ښکاریده ما ویل که دښمن می دی، تل به په کرکټ بوخت وم او یا به می هم په پټه gta ګیم کاوه...
موږ ښی پیسې لرلی، نو ژوند می جوړ وه هرسه راته رسیدل، خو یوه ورځ می پلار سره په دی خاطر خپه شوم چه ولی یی زما د خوښی بوټان نه دی راوړی...
مور می په کنایه که راته وویل وایی نر شه ته خو دا بوټان ایسته اچوی، ته ځان ته یو جوړ پاپړی چپلکی واخله...
دا خبره یو ډول عجیبه راته ښکاره شوه، مور ته می وویل چه ترڅو می په خپله چپلکی نه وی اخیستی کور ته به نور نه ورځم...
مور می دا خبره عادی وه ګڼله، خو زه راووتم، له نږدی دوکانو می پیل وکړ، هرچا زما پلار پېژانده، نو به یی له څپلیو راکول. مخکی ویل چه یوزل به حاجی صاحب ته.زنګ ووهم، یا به یی په هغه پسی وه لیکم...
خو ما ورته وویل چه نه په ماپسې یې باید وه لیکی...
خو هیچا دا کار وه نه کړ...
دومره وه ګرځیدم چه نور می توان نه درلود چه ان یو قدم هم بل واخلم...
کله چه کور ته ماښام راغلم، نو مور می یوځل بیا راته وویل، وایی ساواشه سنګه پاپړی څپلی دی واخیستی، چا در کړی...
لنډ می وویل، چه ریښتیا هم ان خلکو رویه په دی خاطره ښه راسره کوله چه زه د چا زوی یم، خو شخصا یی ماته د انسان ارزښت هم نه راکاوه...
له هغی ورځی را وروسته ما نه د پلار له موټر، نه موټرسایکل او نه هم له پیسو استفاده کړی، او له ځانه سره می وعده کړی چه تشناب پاکوم، موټر به وینځم، لاری جارو کوم، خو له ځانه به نارینه جوړوم...
ما
موټر مینځلی
شاګردی می کړی
اشپزی می کړی
دوکانونه می جارو کړی...
خو هیڅکله می هم د تعلیم او پیسو ګټلو ذهنیت نه دی له لاسه ور کړی!
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
27/06/2025
۱۰ هغه غلطۍ چې هیڅکله یې باید د ژوند د هدفونو په اړه ونه کړئ!
۱. د انتظار لوبه مه منئ؛ که ژوره ژمنتیا مو په اړیکه که نه وي، نو دا اړیکه نه ده.
۲. وېرې ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو راتلونکی وټاکي.
۳. خپل ستر خوبونه له کوچنیو ذهنونو سره مه شریکوئ.
۴. د هغو هدفونو پسې مه ګرځئ چې ستاسو نه وي.
۵. خپل وخت د هر چا د خوښۍ لپاره مه ضایع کوئ.
۶. خپل ژوند د نورو له ژوند سره مه پرتله کوی.
۷. بې له قربانۍ د بریا تمه مه کوئ.
۸. خپل ذهن او بدن مو له پامه مه غورځوئ.
۹. له سره پیل کولو څخه مه وېرېږئ.
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
27/06/2025
٥ هغه غلطۍ چې هر نارینه بايد له هغوی څخه ځان وساتي که چیری غواړي بريالی شي!
۱. سستي (تنبلي)
استعداد هېڅ ارزښت نه لري که ته کار ته حاضر نه شې.
ته یی ترڅو نشې ګټلای که چیری له چانسونو نه ویده تېر شې.
برياليتوب هڅه، نظم، او انضباط غواړي.
۲. احساساتي پرېکړې
که ته پرېکړې د قهر، شهوت، غرور، يا فشار پر بنسټ کوې، نو خپل ژوند دی خرابوې.
برياليتوب منطق، صبر، او محاسبه غواړي — نه بېفکره اقدامات.
۳. د وخت خراب مصرف
که ټوله ورځ په فیسبوک کتلو تېره کړې، راتلونکی دی نه جوړېږي.
که وخت نه شي کنټرولولی، ژوند به هم نه شې کنټرولولی.
وخت ثبت کړه، پلان جوړ کړه، تمرکز وکړه، بېځايه شيان پرېږده.
۴. د مناسب وخت انتظار
هيڅکله هم کامل وخت نه راځي.
که شروع اوس وه نه کړې، ځکه که چیری وایی چې حالات سم نه دي، نو دا يوازې ستا وېره ده.
وړوکی پيل وکړه. همدا اوس، که ویریږی نو له موږ سره په تماس که شی.
۵. منفي چاپېريال
ناسم دوستان، شور ماشور، دايمي ډرامې…
ستا چاپېريال يا ستا فکر قوي کوي، يا يې ماتوي.
هغه کوچنی کلي پرېږده، هغه ستا خوبونه وژني. هو، له تا سره خبرې کوم.
خپل سکون دی وساته، ځکه راتلونکی دې پرې تړلی دی.
• هیله ده دا لیکنه مو له ملګرو سره هم شریکه کړي!
• او که د غوره شخصیت غوښتونکي یی نو د همدې صفحی لیکنی تعقیب او بار بار وه لوله!
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
سلامونه ګرانو دوستانو👋👋👋
یوه شایسته ویډیو د جمشید رسا درسره وګورۍ
منننه😘
15/06/2025
که ته په خپلو وړتیاوو شک کوی، نو هیڅکله به هم څوک ستا په وړتیاوو باور وه نه کړی، باور هغه وخت را منځته کیږی چه ته لومړی په ځان باور ولری!
اوس سوال پیدا کیږی چه په ځان باور یعنی څه؟
په ځان باور لرل معنا له کاره مخکی پوره امادګۍ نیول او په دی باور اوسیدل چه کامیابی به زما وی خو که ممکن ناکام شم نو همدا ناکامی به می د کامیابی د سفر یوه برخه وی!
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
14/06/2025
د یو لوړ ارزښت لرونکي سړي فکر داسی وی!
• زه خپل هدف ته لومړیتوب ورکوم؛ بېځایه خنډونه زما په لاره کې ځای نه لري.
• زه درناوی دوه طرفه اړیکه بولم؛ درناوی ورکوم او بېرته یې غواړم هم.
• زه د عمل له لارې مشري کوم، ځکه پوهیږم چې کړنې له خبرو ډېرې ارزښت لري.
• زه وده د راحتۍ نه غوره ګڼم؛ د ځای پر ځای پاتې کېدو لپاره ځای نشته.
• زه مسوولیت قبلوم؛ خپلې تېروتنې منم او ترې زدهکړه کوم.
• زه خپل ذهني او فزیکي صحت ته پانګونه کوم، ځکه دا زما تر ټولو لوی شتمنۍ دي.
• زه خپل وخت په بېګټې کارونو باندی نه ضایع کوم؛ هره شېبه ماته مهمه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
14/06/2025
• که چیرې ستا حضور نادیده نیول کېږي – نو هغه ځای پریږده او نور مه را ګرځه.
• که یوازې د ضرورت پر وخت دی خلک یادوی – نو ځان ته دی وخت ورکړه، نه هغوی ته.
• که چل او فریب درسره کېږي – هوښیار اوسه، خو دوی ته په ذهن که ورکړه چه نه پوهیږي.
• که بېقدره وه بلل شوې – سکوت اختیار کړه، خو ځان مه ماتوه.
• که ژوند دې له چا سره دروند شوی وي – ځان دی خلاص کړه، خو له کرکې مه ډکېږه.
• که څوک دې د خنداوو شاته زخمونه درکوي – له خدایه مرسته وغواړه، او زړورتیا دی وه ساته.
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
1053