Ghamai Zadran

Ghamai Zadran

Share

Photos from Ghamai Zadran's post 20/06/2026

هېواد والو!
ملي اتل شاپور ځدراڼ کله ناکله ناسم حالت ته لاړ شي او کله ناکله ښه لور ته لاړ شي، ناروغي یې په یو حال نه ده!
له پرون راهیسي یې ناروغي بیا پرې غالبه شوې، له ټولو هېواد والو مې هیله ده چې دوعاګانو کې یې یاد ساتئ!
د دوعا په پار د یو مسلمان په حق کې د بل مسلمان پورته شوې لاسونه الله تعالی خالي نه پرېږدي!🤲🏻

18/06/2026

درود پر حضرت محمد ص

ټول یو ځل درود شریف ووایئ او شافور ځدان په دوعاګانو کې مه هیروئ 🤲🏻

15/06/2026

ګرانو هېوادوالو،

الحمدلله، د شاپور ځدراڼ وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی او د پخوا په پرتله اوس ښه شوی دی.

زه د ټولو هېوادوالو له مینې، خواخوږۍ او دعاوو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې خپل اتل مو په دې سخت وخت کې یوازې پرېنښود.

هیله ده خپلو دعاوو ته دوام ورکړئ، تر څو الله جل جلاله ورته عاجله او کامله شفا نصیب کړي.

Dear Country-mates,
Alhamdulillah, Shapoor Zadran has been showing steady improvement over the past two days and is in a better condition than before.

I sincerely thank all fellow Afghans for their love, support, and prayers during this difficult time.
Your kindness and concern for your national hero mean a lot.

Please continue to keep him in your prayers, and may Allah grant him a complete and speedy recovery.

Photos from Ghamai Zadran's post 07/06/2026

ورور مې شاپور ځدراڼ د ژوند په ډېر حساس حالت کې دی 💔
په ډېرې عاجزۍ غوښتنه کوو چې نن یې په خپلو دعاوو کې یاد وساتئ او د روغتیا لپاره ېې همدا اوس ۲ رکعته نفل وکړئ.
وروره الله ج دې درته عاجله او کامله شفا درکړي.
آمین 🤲

Photos from Ghamai Zadran's post 05/06/2026

جمعې مبارکه ورځ ده 🤲
د تاسو اتل او د ولس محبوب شاپور ځدراڼ دا مهال په ډېر نازک حالت کې دی.
هیله ده ټول هیوادوال یې نن د جمعې په دې مبارکه ورځ کې په خپلو خاصو دعاوو کې یاد وساتي.
کله ناکله یوازې یوه رښتینې دعا تقدیر بدل کړي. 🤍

اللهم اشفه شفاءً عاجلاً كاملاً، اللهم ألبسه لباس الصحة والعافية، وارفع عنه الألم والمرض، يا أرحم الراحمين.
یا الله! شاپور ځدراڼ ته عاجله شفا ورکړې، د مرګ له خطره یې وساتې او بېرته یې خپلې کورنۍ او مینه والو ته روغ جوړ راستون کړې. آمین

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address

Afganistan
Kabul