lklemar

lklemar

Share

Interested in nature, art reading and photography. Love life wholeheartedly. Residing in Khost, Afg.

21/06/2024

بيا ستا د سترګو ياد را ووريده
بيا په ګورګورو پسې غره ته ځمه

له اغزو، اغزو بڼو نه مې ډار نه‌شي
یم ستر شوی د ګور ګورو په وطن کې

دا ورځې د ګورګور په وطن (خوست) کې د ګورګورو خوندور موسم دی.
هسې خو ښار او ښار ته پر غځېدلیو لارو هم پیدا کېږي، کوچني ماشومان او نجونې یې خرڅوي، خو غره ته ورپسې تلل او په خپلو ګوتو راشوکول یې بېل خوند کوي. چې یخو اوبو یا یخ‌چال کې یې هم واچوې، خوند او خوږلت یې دوه‌برابره شي.

#افغانستان
#خوست
#ګورګورې

13/06/2024

د ‎نجونو د ښونځیو بندېدل یوازې د دوی پر راتلونکي اغېزه نه کوي، بلکې د ټولنې پرمختګ هم ټکنی کوي. زدکړه د هر افغان بنسټیز حق دی، نجونې هم باید له دې حقه بې‌برخې نشي.

#اقراء

31/05/2024

یه د زرو پلټونکیه ، چې یې سر په منزلونه
که نصیب دې شولې خاورې، په کې وکره ګلونه

کاروان

#هوډ

26/05/2024

له ښونځي راووتم، د آنا له سپارښتنې سره سم د بازار په څټ راروان شوم. له بازاره چې راتېر شوم، لیږ وړاندې یو خوړ ته کوز شوم. خوړ کې د ورا موټر روان وو. د ورا د موټرو په لېدو سره ما هم د لارې مسیر بدل کړ، د کور پر ځای د ورا موټرو پسې روان شوم. د ورا موټرې له خوړ پورته شوې او له خوړ سره نېږدې کورته ودرېدې. خلک له موټرو ښکته شول. د ناوې موټر یې کور ته ننوېست. ناوې یې چې له موټر ښکته کړه، د دریا غږ شروع شو، بدلې یې هم ورسره ويلې. څو دقیقې وروسته مسلسل ډزې وشوې، د دریا غږ په کې ورک شو.
زه د کور ترڅنګ د تېرشوي سړک څنډه کې ولاړ وم، د ډزو غږ ښه نه راباندې ولګېد، ویې وېرولم نو د تګ اراده مې وکړه. غوښتل مې کور ته لنډ د پټیو مېنځ کې پر غځیدلې پوله ولاړ شم. روان شوم، څو قدمه مې لا نه وو اخیستي چې د شاه له‌خوا مې نارې او د ترپکو اوازونه واورېدل، مخ مې پسې راواړوه، يو څو نفرو ښکته منډې وهلې. زه هم بېرته راستون او همغه لور ته ورپه‌منډه شوم. لږ وړاندې د روانو اوبو د لښتي په غاړه يو څو کسه ورخطا ولاړ وو، زه هم ورسېدم، ګورم چې یوه نجلۍ، چې د روانو ابو د لښتي پر غاړه یې جامې وینځلې، د ورا د کور په هوايي ډزو لګېدلې وه، په وینو سره او د روانو اوبو لښتي ته ورلوېدلې وه. نجلۍ لښتي کې پرته وه. د لښتي رڼو اوبو د وینو سور رنګ اخیستی و او د صابون له سپین ځګ سره یو ځای ښکته روانې وې…
او،
«څه د فطرت د تقاضو خلاف راوتي خلک
خوښي په غم را بدلوي څومره تېروتي خلک»

#افغانستان
#خلک
#رواج
#ناپوهي

24/05/2024

تور ټوپک به سلامي کړي، ده سندره زوروره
دلته بله توره نشته، له هنره زوروره

بهیر

24/05/2024

خلاصې دې جلانه دروازې شي د کتاب پرمخ
بند دې د مرمیو او ټوپکو ګدامونه شي

#افغانستان
#خوست
#خلک
#کتاب
#مطالعه

Want your business to be the top-listed Photography Service in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Khost
2501