COME ² KHOST
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from COME ² KHOST, Digital creator, 1200 Families, Khost.
15/07/2026
دا غیرتي خوست دی، د شپږیزې فاینل لوبې لپاره راغلي تماشاچیان♥
د شپږیزې فاینل به څوګ ګټي؟👇
سپین غر پړانګان
آمو نهنګان
COME ² KHOST
15/07/2026
د خوست ډنډکي په دې کنډول کې دا منځ کې جوړ شوي څیز ته په خپله لهجه کې څه وایاست؟
COME ² KHOST
15/07/2026
د ورکې اعلان:
له نمرو بازار نیولي تر خوست مرکزي سرګردان چوک پورې یاده تذګره ورکه شوي، که چا پیدا کړي وي هیله ده له یادې شمېرې سره اړیکه کې شئ، او خپله شیریني ترلاسه کړئ.
مننه
شمیره:
0764861989
COME ² KHOST
14/07/2026
پخوانی خوست
په افغانستان کې د امریکا دوهمې پلي لوا جنګي ټیم د ۱۱مې هوايي فرقه، د متحده ایالاتو د پوځ سارجنټ میتیو فوسیټ (کیڼ لور ته)، چې د انډیانا ایالت د لافایټ اوسیدونکی او د ټیم مشر دی،
د پوځ د لومړۍ درجې سارجنټ ګاریت برنټن، چې د اوهایو ایالت د لانکاسټر اصلي اوسیدونکی،
او د ډیلاویر د لومړي پلاټون سارجنټ دی،
د باک ولسوالۍ په چنیګي پاس کې د لنډمهاله کنټرول ځای شمال ته غونډۍ څاري.
ځای: خوست، باک ولسوالي
کال: 2012 / 3 / 30
د خوست پخواني تاریخ، یادګارونه، انځورونه او ویډیو ګانې له همدې پاڼې کتلی شئ.
COME ² KHOST
14/07/2026
رالیږل شوی پیغام:
📣 زموږ د سیمې خلک له مسؤلینو د یو عادلانه غږ غوښتنه لري 📣
د الله ج شکر ادا کوو چې زموږ خلک بااحساسه او زحمتکشه دي، خو له ډېرو کلونو راهیسې زموږ یوه اساسي ستونزه بېپامۍ سره مخ ده — د سړک خراب حالت!
د فارم باغ، حسن کوټ، مریخېلو، عظمتي د لکڼو تر تبۍ کنډو پورې سړک دومره خراب شوی چې خلک په ورځني ډول ځورېږي:
🚧 موټرونه خرابېږي
ریکشوانان او سورلۍ ځوریږي
🚧 موټر سایکلونه چپه کېږي
🚧 ناروغان ځینې وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي
🚧 ماشومان ښوونځي ته نهشي رسېدای
🚧 ځوانان او زاړه خلک د تګ راتګ پر مهال له سختو کړاونو سره مخ دي
نه یوازې اقتصادي ژوند اغېزمن شوی، بلکې د خلکو روغتیا، تعلیم، کار او ورځنی ژوند هم له تاوان سره مخ دی.
موږ له ولایتي ادارې، او مسؤلینو دا هیله لرو چې ژر تر ژره دې ستونزې ته پام وکړي.
✅ دا سړک د زرګونو خلکو اړتیا ده
✅ دا یوازې یوه غوښتنه نه ده، بلکې یو حق دی
✅ دا مو د ژوند، زدهکړو، روغتیا او پرمختګ لار ده
خدای ج دې درته توفیق درکړي چې د خلکو آواز واورئ، او عمل پرې وکړئ.
نه نیولې_د_لکڼو_تبۍ_کنډو پورې_سړک_جوړول غواړي
COME ² KHOST
13/07/2026
پخوانی خوست
دا د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو د ګزمې یو مستند او دقیق تاریخي عکس دی،
دا سرتېري د امریکایي پوځ د ۱۰۱ هوايي ځواک د څلورمې لیوا د ۵۰۶ پلي کنډ د ایزي کمپنۍ غړي دي.
په دغه سیمه کې سرتېرو له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د ماینونو د پاکولو لپاره ګزمه او چاڼیز عملیات کول.
کال: 2012
ځای: خوست، باک ولسوالي
د ایزي کمپنۍ د امریکا په ماموریت کې کوم رول درلود؟
د خوست پخواني تاریخ، یادګارونه، انځورونه او ویډیو ګانې له همدې پاڼې کتلی شئ.
COME ² KHOST
12/07/2026
خبرتیا
درنو هېوادوالو!
د ارواښاد شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسم به د خوست ولایت د
ټولو ځوانانو له لوري سبا، دوشنبه (۲۰۲۶/۷/۱۳) د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ، د نوي کوټ کلي په ستر عیدګاه جومات کې ترسره شي.
له فاتحې وروسته به د خیرات مراسم هم وي. د ارواښاد شاپور ځدراڼ ورور هم په دې مراسمو کې ګډون کوي.
له ټولو هېوادوالو او خواخوږو څخه په درنښت هیله کېږي چې په دې غمرازۍ کې ګډون وکړي او د ارواښاد لپاره د مغفرت دعا وکړي.
COME ² KHOST
خوست کې د دوو اونیو عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول.
12/07/2026
پخوانی خوست
دا انځور د امریکایي ځواکونو یو سرتېری (Spc. Jordan Duffy) ښيي چې د ګزمې پر مهال په یوې غونډۍ باندې د امنیت ساتلو په حال کې دی.
دا انځور په خوست ولایت کې د بلیک راک (Black Rock) په سیمه کې اخیستل شوی.
ځای: خوست، باک ولسوالي
کال: 2012 / 6 / 31
دا Block Rock سیمه د امریکایانو لپاره څومره مهمه وه؟
د خوست پخواني تاریخ، یادګارونه، انځورونه او ویډیو ګانې له همدې پاڼې کتلی شئ.
COME ² KHOST
11/07/2026
پخوانی خوست
د امریکا د ځمکني پوځ سرتېری چې د لومړي کنډک، ۵۰۱م پیاده غنډ، بلکفوټ کمپنۍ، درېیمې پلېتون پورې تړاو لري، په خوست ولایت کې د تڼیو ولسوالۍ د مرکز څخه بهر امنیت تامینوي.
دا عکس په داسې حال کې اخیستل شوی چې د امریکا، د افغان ملي اردو او د افغان یونیفورم لرونکي پولیسو قوماندانان د دغې ولسوالۍ د راتلونکي په اړه د خبرو اترو لپاره یوې شورا (غونډې) ته ناست وو.
دا عکس دوهم بریدمن مایکلا بلانچارډ (2LT Michael Blanchard) اخیستی دی.
ځای: خوست، تڼیو ولسوالي
کال: 2012 / 2 / 1
دا ځای څوګ پېژنئ؟
د خوست پخواني تاریخ، یادګارونه، انځورونه او ویډیو ګانې له همدې پاڼې کتلی شئ.
COME ² KHOST
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost