LU - Journalism Department
Laghman University Journalism Department
20/06/2026
د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې څلورم صنف محصلانو د زده کړو د بشپړېدو په ویاړ د قرآن کریم ختم ترسره کړ.
په دغه معنوی مراسمو کې د ادبیاتو اوبشري علومو پوهنځي رییس پوهنمل سردار ولي اسرار، د ژورنالېزم څانګې آمر پوهنیار عبدالصمد حدید، پوهنیار یحیی یعقوبي د یادې څانګې استادانو، تدریسي مدیر او ګڼو محصلانو حضور درلود.
د مراسمو په ترڅ کې استادانو د محصلانو د علمي او اخلاقي پرمختګ ستاینه وکړه او هغوی یې صداقت او د ژورنالېزم اصولو ته متوجه کړل. هغوی ټینګار وکړ چې ژورنالېزم یوازې یو مسلک نه، بلکې د ټولنې د اصلاح یوه مهمه وسیله ده.
محصلانو هم د خپلو استادانو له هڅو او لارښوونو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپل مسلکي ژوند په راتلونکي پړاو کې به د رښتینولۍ، عدالت او ژورنالېستیکو ارزښتونو ساتنه کوي. مراسم د دعا او د هېواد د پرمختګ لپاره د نیکو هیلو په څرګندولو سره پای ته ورسېدل.
د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ژورنالېزم څانګې درېیم ټولګي محصلانو د خپلو عملي کارونو د نندارې او ارزونې غونډه ترسره کړه. دغه غونډه نن یکشنبه د ۱۴۰۵ کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې د پوهنځي د رهبرۍ، د ژورنالېزم او انګلیسي څانګو د مشرتابه استادانو او لسګونه محصلانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د ژورنالېزم څانګې د محصلانو له لوري پنځه تولید شوې راډیویي ډرامې وړاندې او وروسته یې د استادانو له لوري ارزونه وشوه.
یادې ډرامې د محصلانو د عملي زده کړو د پیاوړتیا، د راډیویي تولیداتو د مهارتونو د لوړتیا او د ژورنالېزم د مسلکي تجربو د پراختیا په موخه چمتو شوې وې.
د غونډې په پیل کې د ژورنالېزم څانګې آمر پوهنیار عبدالصمد حدید ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د عملي کارونو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې د ژورنالېزم په څانګه کې عملي زده کړې د نظري مضامینو ترڅنګ ځانګړی اهمیت لري او محصلان باید د زده کړو ترڅنګ د تولید، لیکنې، غږ ثبت، ایډیټ او هنري وړاندې کولو په برخو کې هم عملي مهارتونه ترلاسه کړي. هغه د محصلانو هڅې وستایلې او د دغې برنامې د تنظیم او عملي کېدو له امله یې له پوهنیار یحیی یعقوبي څخه ځانګړې مننه وکړه. پوهنیار عبدالصمد حدید زیاته کړه، چې د ژورنالېزم څانګه کې د دې ډول عملي او نوښتګرو برنامو بنسټ د استاد یحیی یعقوبي له لوري اېښودل شوی او د یادو فعالیتونو ټول کریډېټ نوموړي ته راجع کېږي. د هغه په خبره، دا ډول برنامې د محصلانو وړتیاوې را برسېره کوي او هغوی د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره چمتو کوي.
ورپسې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس پوهنمل سردار ولي اسرار خبرې وکړې او د ژورنالېزم څانګې له مشرتابه او استادانو څخه یې مننه وکړه، چې د محصلانو عملي فعالیتونو ته دوامداره پاملرنه کوي. نوموړي د څانګې د استادانو او محصلانو ګډې هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د عملي کارونو دوام د محصلانو پر فکري او مسلکي ودې مثبت اغېز لري.
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي مرستیال پوهنمل عمران الله خنجر د تولید شویو ډرامو ارزونه وکړه. نوموړي د ژورنالېزم څانګې د محصلانو هغه وړتیا د ستاینې وړ وبلله، چې په محدودو امکاناتو یې د لوړ ارزښت لرونکې منځپانګې په تولید کې ښودلې ده. هغه د ډرامو منځپانګه، تخنیکي جوړښت، د غږ کیفیت، سناریو لیکنه او د موضوعاتو انتخاب مثبت وارزاوه او ویې ویل، چې دا ډول عملي فعالیتونه د محصلانو استعدادونه لا پسې پیاوړي کوي.
همدارنګه پوهنیار یحیی یعقوبي د راډیویي ډرامو د تولید بهیر، د محصلانو د هڅو او د عملي کارونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې محصلانو د ډرامو د تولید په بېلابېلو پړاوونو کې په جدي ډول کار کړی او هڅه یې کړې چې د ژورنالېزم عملي اړخونه په واقعي بڼه تجربه کړي. هغه د پوهنځي او څانګې له مشرتابه څخه د برنامې په تنظیم او ملاتړ کې د همکارۍ له امله مننه وکړه. غونډه د ژورنالېزم څانګې د آمر پوهنیار عبدالصمد حدید په دعایې سره پای ته ورسېده
11/05/2026
د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.
دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د سفر موخه له رسنیزو فعالیتونو، تخنیکي تجهیزاتو او د راډیو او ټلوېزیون د نشراتي چارو له عملي بهیر سره د محصلانو اشنایي وه.
د یاد سفر په ترڅ کې محصلانو د لغمان ولایت عمومي راډیو تلوېزیون او همدارنګه د زیار خصوصي راډیو څخه لیدنه وکړه. د دواړو رسنیو مسؤلینو او تخنیکي کارکوونکو محصلانو ته د منځپانګې د تولید، ثبت، اېډېټ، غږیزو او انځوریزو پروګرامونو د چمتو کولو او د خپرونو د نشر د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه محصلانو د راډیو او ټلوېزیون د سټوډیوګانو، کنټرول خونو، کامرو، مایکروفونونو، غږیزو سیستمونو، او نورو عصري تخنیکي وسایلو عملي مشاهده وکړه.
د ژورنالېزم څانګې استاد پوهنیار یحیی یعقوبي د دغه ډول علمي سفرونو ارزښت ته په اشارې وویل، چې د ژورنالېزم زده کړه یوازې په نظري درسونو بشپړېدای نه شي، بلکې محصلان اړتیا لري چې له عملي چاپېریال، رسنیزو بنسټونو او تخنیکي چارو سره مستقیمه بلدتیا پیدا کړي، ترڅو په راتلونکي کې د مسلکي خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په توګه غوره وړتیاوې ترلاسه کړي.
بل لور ته محصلانو هم د دغه علمي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا ډول سفرونه د هغوی د عملي پوهې، تخنیکي مهارتونو او مسلکي تجربو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې ژورنالېزم څانګې د محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې او عملي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره وخت ناوخت ورته علمي برنامې، ورکشاپونه او عملي سفرونه برابر کړي دي، چې د محصلانو له مثبت هرکلي سره مخ کېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Mehtar Lam
250000