VOX

VOX

Partager

VOX—Voices that drive change,
Focus on Human Rights, Innovation, Business, Tech

11/06/2026

د شمالي ایرلنډ په پلازمېنه بلفاسټ کې سلګونو کسانو د سې‌شنبې په ماښام لاریونونه وکړل، چې ډېری ګډونوال پکې مخونه پټ کړي وو. دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه خونړي برید انځورونه خپاره شول او د خلکو پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

د راپورونو له مخې، په خپرو شویو انځورونو کې یو کس لیدل کېږي چې پر یوه ټپي او پر ځمکه پروت سړي برید کوي. پولیسو ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې یو سودانی وګړی نیولی دی.

د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی هم رامنځته شو؛ یو بس، څو موټر او ځینې ودانۍ اور واخیستې او مالي زیانونه یې واړول.

د بریتانیا لومړي وزیر Keir Starmer او یو شمېر نورو سیاستوالو دا پېښه وغندله. سټارمر د کډوالو پر ضد رامنځته شوی تاوتریخوالی «بوږنوونکی» او «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» وباله.

د شمالي ایرلنډ د پولیسو مشر Jon Boutcher ویلي چې شکمن کس په ۲۰۲۳ کال کې د پاریس او بیا د ډوبلین له لارې بریتانیا ته داخل شوی و. پولیسو پر نوموړي د وسلې لرلو، ګواښونو او د قتل د هڅې تورونه لګولي دي.

چارواکي وایي چې د پېښې د ټولو اړخونو د روښانېدو لپاره څېړنې روانې دي.

11/06/2026

د بشري حقونو نړیوال بنسټ له نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د جرمونو نړیوالې محکمې، غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه په خپلواکه توګه وڅېړي او د ملکي تلفاتو اړوند شواهد مستند کړي.

یاد بنسټ ویلي چې د وروستیو بریدونو د پایلو او د ملکي وګړو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه باید یوه بې‌طرفه او هر اړخیزه څېړنه ترسره شي، څو د پېښې ټول حقایق روښانه او د قربانیانو حقونه خوندي شي.

د بنسټ په وینا، د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو له مخې، د ملکي وګړو خوندیتوب باید په هر ډول پوځي عملیاتو کې لومړیتوب ولري، او د هر ډول سرغړونو په صورت کې باید حساب‌ورکونه یقیني شي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د ملکي تلفاتو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي او ګڼو نړیوالو بنسټونو د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

11/06/2026

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن شپه د سویلي افریقا او مکسیکو د ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره رسماً پیلېږي.

سږ کال د فوټبال نړیوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون د نړیوال فوټبال فدراسیون (فیفا) له لوري ترسره کېږي. ګډونوالې لوبډلې په ۱۲ ډلو کې وېشل شوې دي.

دغه سیالۍ به د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ۱۶ غوره لوبغالو کې ترسره شي.

11/06/2026

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې د هرمزګان ولایت پر ځینو سیمو د امریکا له بریدونو وروسته، د ناامنۍ له امله د هرمز تنګی تر نامعلومې مودې پورې د ټولو بېړیو پر مخ تړل شوی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له نفت‌لېږدونکو بېړیو څخه نیولې تر سوداګریزو کښتیو پورې، د هر ډول سمندري تګ راتګ مخه نیول شوې او هره هغه بېړۍ چې له دې لارې د تېرېدو هڅه وکړي، هدف به وګرځول شي.

قرارګاه همدارنګه د امریکايي چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې بېړۍ لا هم د هرمز له تنګي څخه تېرېږي، او دا ادعاوې یې ناسمې بللې دي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد یوه مهمه برخه له همدې لارې ترسره کېږي. د دې تنګي هر ډول تړل کېدل یا محدودیت کولای شي پر نړیوالو بازارونو او د نفتو پر بیو پراخ اغېز ولري.

11/06/2026

اروپايي ټولنه د لسیزو تر ټولو ستر او پراخ د پناه غوښتنې قانوني اصلاحات عملي کوي. د «ګډ اروپايي پناه سیستم» (CEAS) تر نوم لاندې دغه نوي اصلاحات د ۲۰۲۴ کال له تصویب وروسته اوس د عملي کېدو پړاو ته داخل شوي دي. د دې اصلاحاتو اساسي موخه د پناه غوښتنې بهیر چټکول، د غړو هېوادونو ترمنځ د مسؤلیتونو عادلانه وېش او د هغو کسانو د بېرته ستنولو اسانتیا ده چې د پناه حق نه لري.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر په وینا، دغه اصلاحات به هغه کنټرول بېرته راولي چې اروپا د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د کډوالۍ بحران پر مهال له لاسه ورکړی و. د نوې تګلارې له مخې به د پناه غوښتونکو د ثبت، ارزونې او پرېکړې بهیر په ټوله اروپا کې تر ډېره یو شان او همغږی شي.

د اصلاحاتو له مخې، د پناه غوښتونکو لپاره به لومړنۍ ارزونې او امنیتي څېړنې د اروپايي ټولنې په بهرنیو پولو کې ترسره کېږي. د ګوتو نښې، روغتیايي وضعیت، اصلي هېواد او احتمالي امنیتي خطرونه به ثبتېږي. هغه کسان چې د پناه ترلاسه کولو امکانات یې کم وي یا امنیتي اندېښنې ورباندې موجودې وي، د چټکو سرحدي پروسیجرونو له لارې به وڅېړل شي او په ډېرو مواردو کې به بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د پناه ترلاسه کولو لوړ چانس ولري، اروپايي هېوادونو ته به د ننوتلو اجازه ورکړل شي او عادي د پناه غوښتنې بهیر به تعقیب کړي. دوی به اړ وي چې د لومړي داخلېدو هېواد کې خپل غوښتنلیک ثبت او هماغلته پاتې شي.

د CEAS اصلاحاتو بله مهمه برخه د غړو هېوادونو ترمنځ د مسؤلیتونو عادلانه وېش دی. تر دې وړاندې یونان، ایټالیا او هسپانیه د کډوالو د منلو او ثبت اصلي بار پر غاړه درلود. اوس به د «همغږۍ میکانیزم» له لارې نور هېوادونه هم د دې بار په شریکولو کې ونډه اخلي، که څه هم د پناه غوښتونکو منل لا هم اجباري نه دي.

د آلمان لپاره به د دغو اصلاحاتو اغېز محدود وي، ځکه دغه هېواد د اروپايي ټولنې د بهرنیو ځمکنیو پولو برخه نه لري. خو آلمان پلان لري چې د «ثانوي کډوالۍ مرکزونه» جوړ کړي، څو هغه پناه غوښتونکي پکې ځای پر ځای کړي چې دوسیې یې د بل اروپايي هېواد مسؤلیت وي.

سره له دې چې اروپايي کمېسیون دغه اصلاحات د منظم، عادلانه او اغېزمن نظام لپاره مهم ګام بولي، د بشري حقونو سازمانونه او کلیسايي بنسټونه پرې نیوکې کوي. دوی اندېښنه لري چې د سرحدي ساتنې مرکزونه به زیات شي، د پناه غوښتونکو ازادۍ به محدودې شي او د ماشومانو او کورنیو حقونه به تر فشار لاندې راشي.

که څه هم نوی قانون د جون له ۱۲مې نېټې نافذېږي، خو عملي پلي کېدل یې لا هم بشپړ شوي نه دي. ګڼ شمېر غړو هېوادونو لا تر اوسه اړین قوانین نه دي بشپړ کړي او په ډېرو سیمو کې د سرحدي پروسیجرونو لپاره کافي امکانات او معلوماتي سیستمونه نه شته. اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې دا اصلاحات د یوې اوږدې پروسې پیل دی او بشپړې پایلې به یې د عملي تطبیق په بهیر کې څرګندې شي.

10/06/2026

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطالله تارړ پر اېکس پاڼه د افغانستان په درېیو ولایتونو د ترسره شویو هوایي بریدونو ویډیو خپره کړې ده. هغې ویلي چې پاکستاني ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې عملیات ترسره کړي او ۲۶ وسله‌وال یې وژلي دي.

د هغه په وینا، دغه عملیات د وروستیو امنیتي پېښو او بریدونو په غبرګون کې شوي دي. هغه ویلي چې د جون په نهمه د موسی درې پر یوې پوستې، د جون په دویمه په شمالي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې او د مې په نهمه په بنو کې د پولیسو پر یوې حوزې د شویو بریدونو له امله دا عملیات ترسره شوي دي.

عطا زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو پټنځایونه او مرکزونه په نښه شوي او څلور هدفونه، چې یو روزنیز مرکز، د مهماتو زېرمه او نور پټنځایونه پکې شامل وو، له منځه وړل شوي دي. د هغه په خبره، دغه مرکزونه د علیم خان خوشحالي او اخترمحمد جاني خېل په نوم د وسله‌والو قوماندانانو پورې تړاو درلود.

بل لور ته، طالبان وایي چې په دغو بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یوه سپین‌ږیري په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د پاکستان دغو بریدونو یو ځل بیا پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ملکي وګړو یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

10/06/2026
10/06/2026

د بشري حقونونړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستان تر ادارې لاندې جموں او کشمیر کې د وروستیو امنیتي اقداماتو او د احتجاجي غورځنګ JKJAAC د پاکستان له خوا "ممنوعه سازمان" په توګه د اعلانولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بنسټ په وینا، د جون له ۵مې راهیسې په سیمه کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې بندې شوې، لسګونه کسان نیول شوي او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. همدارنګه یو شمېر خبریالان هم د اعتراضونو د پوښښ له امله نیول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د جون په ۵مه فعال شاهزیب حبیب په ډزو ووژل شو او وروسته په راولاکوټ کې د مظاهره‌چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د بشري حقونو بنسټ ادعا کوي چې د جون په ۸مه او ۹مه هم لسګونه کسان وژل شوي دي.

IHRF د پېښو د خپلواکې څېړنې، د زور زیاتي د پای ته رسېدو، د JKJAAC د بندیز د لرې کولو او د انټرنېټي خدمتونو د بېرته فعالولو غوښتنه کړې ده.

بنسټ خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، په سیمه کې به د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شي.

10/06/2026

د ایران ځواکونو له لوري هرمز تنګي ته نږدې د یوې امریکايي چورلکې له نسکورېدو وروسته، د امریکا او ایران ترمنځ متقابل پوځي بریدونه یو ځل بیا پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جون په اتمه یوه امریکايي آپاچي چورلکه هرمز تنګي ته نږدې نسکوره شوه. که څه هم دواړه امریکايي پیلوټان ژغورل شوي، خو دغه پېښه د واشنګټن د غبرګون لامل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د «قوي او ځواکمن» ځواب خبره کړې وه. د چهارشنبې په سهار امریکايي ځواکونو د ایران په سوېلي سیمو کې د رادارونو، هوايي دفاعي سیستمونو او مخابراتي مرکزونو پر ضد هغه څه چې «دفاعي بریدونه» یې بللي، ترسره کړل.

ویل کېږي چې د دغو بریدونو اصلي هدفونه جاسک، قشم ټاپو، میناب، بندرعباس او سیرک سیمې وې، چې لږ تر لږه دوه ځله تر برید لاندې راغلې. امریکايي چارواکو ادعا کړې چې دغو عملیاتو د ایران د څارنې او دفاعي وړتیاوو ته زیان رسولی، خو ایراني سرچینو د اوبو زېرمو او مخابراتي مرکزونو د زیانمنېدو خبر ورکړی دی.

ایران هم په چټکۍ سره غبرګون ښودلی او د امریکايي ځواکونو اړوندو هدفونو پر ضد یې بریدونه ترسره کړي دي. د راپور له مخې، د دغو عملیاتو مهمه برخه په اردن کې د الازرق پوځي اډې پر لور د توغندیو توغول وو.

د اردن پوځ ویلي چې پنځه توغندي یې شنډ او له منځه وړي دي. د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نه ځاني او نه هم مالي زیان اوښتی دی.

سره له دې، دواړه لوري د توازن پر ساتلو ټینګار کوي. ایراني چارواکو ویلي چې د نښتو دا لړۍ به دوام ولري او هر ډول نوی برید به له متناسب ځواب سره مخ شي.

شنونکي باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ د محدودو بریدونو تبادله د شخړې د پراخېدو خطر زیاتوي او هرمز تنګی، چې د نړۍ د نفتو د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، لا ډېر زیانمنېدونکی کړی دی.

تر اوسه د دواړو خواوو د اوښتو زیانونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي او وضعیت لا هم د بدلون په حال کې دی.

10/06/2026

ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د هغې په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې بریدونه پر ملکي سیمو ترسره شوي او له امله یې درنه انساني مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي دي.

Vous voulez que votre entreprise soit Entreprise De Médias la plus cotée à Paris ?
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Site Web

Adresse

EU
Paris
75004