Ehsas live

Ehsas live

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ehsas live, Camera/Photo, Quetta.

16/07/2024

رسول اللَّه ﷺ فرمايلي دي:
په خپلو کې تحفه ورکوئ،ځکه د تحفې اخيستل او وركول، کینه لېرې کوي.
(مشکوة المصابيح: ۲۶۱)
ع.احساس

11/07/2024

إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون
😭😭😭
یوه بله ستره ځایه.
ګیلمن له ګیلو خلاص شو…!

د پښتون ژغورني د خوځښت یو ستر مشر، نن له موږ سره نشته. هغه د خپلې مورنۍ ژبې، کلتور او حقوقو د ساتنې لپاره د کلونو مبارزې وروسته، پرون د اسلام اباد په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له کبله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره لاړ.

ګیلمن په ځواني کې د قام په ننګ را ووتل او خپله تانده ځواني یې تر خپل قوم ځار کړه، د خپل ژوند ډېره برخه یې د پښتنو د حقوقو او عدالت لپاره وقف کړې وه. د هغه ژوند او مبارزه زموږ لپاره یوه لویه بېلګه ده. هغه تل د خپلو خلکو د حقونو لپاره غږ اوچت کړ، په داسې حال کې چې هغه خپله په ګڼو ستونزو او ګواښونو کې ښکیل و. ګیلمن د ظلم او ناحقۍ پر وړاندې یو نه ستړی کېدونکی مبارز و، چې د خپلې خاورې او خلکو د آزادۍ لپاره یې له هیڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړه.

موږ د ګیلمن په مړینه سخت خواشیني یو، د ارواښاد ګیلمن ژوند او مبارزه د خپل زړه په تل کې ساتو. د هغه قربانۍ او هڅې به زموږ په یادونو کې تلپاتې وي. موږ خپله ژمنه تازه کوو چې د هغه د مبارزې لاره به تعقیبوو او د پښتنو د حقونو د دفاع لپاره به هېڅ ډول هڅه ونه سپموو.

الله دې اروښاد ګیلمن ته جنتونه ورکړي او موږ ته دې توفیق راکړي چې د هغه په لاره کې پرمخ لاړ شو. د ګیلمن یادونه به زموږ په زړونو کې تلپاتې وي او د هغه ژوند او مبارزه به موږ ته تل الهام راکوي.

ګیلمنه، موږ ستا یادونه او ستا قربانۍ هېڅکله نه هېرَو. تاسو زموږ په زړونو کې تلپاتي یاست.
ع.احساس.

03/05/2024

*پــه مـجـازي ڼـړۍ ڪې داسـي مـقـام تـر لاســه ڪړه، چـې خلک دي بـلاک نـه بـلڪې سرچ ڪړي*
ع.احساس

09/04/2024

کہ تر اخترہ رضا نہ شوے😰😜
زہ بہ گنڈلی جامے اور تہ وچومہ🔥👌
سہ بہ کیگی نو😞
ع.احساس

Want your business to be the top-listed Photography Service in Quetta?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Quetta
ITHAADPLAZA