Shabir Azam

Shabir Azam

Share

انسانیت مینه امن ۔۔۔پوهه

17/11/2022

د اشنا په مــــــــــــــخ چـــمـن او ګلزار پرېږده
په مشــــــــکي خال يــې نافه د تار تار پرېږده

راشه اومې کـــــــــــــــــــــړه توبه درله د مئيو
اے واعظه نن مې کېـــــــــف ته اوزګار پرېږده

مـــــــــوده پــــــــــــــس اشنا راغـلے دې رقيبه
ډيـــــــــــوه بله نن زما په مــــــــــــزار پرېږده

هسى نۀ زمــــــــونږ مســـتي ئې پښېمان کړي
وړومبۍ شېخ ته شـراب ورکړه مېخوار پرېږده

اے حمزه چى ســـــــــــروکار دې شو له عشقه
راشه بـــــــــــس که د دنيا کـــــــاروبار پرېږده

حمزه بابا

05/09/2022

مزاحيه ـ
یمه بوډا خو پہ غـــوګـــــونو کښې ګلونه ږدمه
ښکلې چې او وينم په زړه باندې لاسـونه ږدمه

د ســـــرو کافـــرو اننګــو کافــرو شونډو خلاف
جهاد ته ځـــان تيارٶم ځانلــــه غاښــــونه ږدمه
روغاني بابا

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Swat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Swat