Mujeeb Yousafzay

Mujeeb Yousafzay

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mujeeb Yousafzay, Writer, Swat.

20/09/2025

جنګ د زهرو بوي دے هره ساه د مرګ په ويره ده
سوله لکه ناوې د وړومبۍ شپې معطره ده

دا جينۍ چې درد د خپل تورات تورات وجود لري
دا د فرعونيت خلاف راؤتې پېغمبره ده

اوس مې په هر فکر باندې داغ د زخم نۀ ښکاري
اوس مې په هر فکر کښې پرته د امن زغره ده

رنګ د اننګو يې جنګ پرستو زيړ زبېخلے دے
سوله د دې ملک د پېغلتوب نه مرؤره ده

څنګه مې دنيا د دهشت ګرد په نامه پېژني
امن مې د زوي نوم دے د لور نوم مې سندره ده

شور يې د دروېش روښان د زړۀ درزا ته نۀ رسي
دلته يو جينۍ د خپلې مينې نه منکره ده

دروېش روښان

10/09/2025

ما سره جوخت لکه خوف زده ماشومان په غاړه
لکه زړوکے همېشه وړمه تاوان په غاړه

خدايه! توبه خو د غربت نه دې پناه غواړمه
دلته عظيمه ګناه دا وي د انسان په غاړه

جنګ د حالاتو سره دې ځاے ته راؤرسېدو
اول تڼۍ نۀ وې ګرېوان کښې اوس ګرېوان په غاړه

يو بوت پرسته د وعدو صحيفې کور کښې ساتي
يو مسلمان ته دې تصوير دے اوېزان په غاړه

نازک بدنه ماشوم توب کښې د کور مشر يمه
يو به دې غم وړمه بل بوج د خاندان په غاړه

د هر چا خپل جنګ وي د خپلو مفاداتو جنګ وي
خو چا لستوڼو کښې ساتلي چا ماران په غاړه

زما د خپلو ارادو نه بېخي ويره کېږي
کاروان مومنده! خون به واخلمه د ځان په غاړه

کاروان مومند

07/09/2025

ووایه چې ستا دپاره څۀ یمه بچے!
زۀ خو د مور پلار دپاره نۀ یمه بچے!

تا ده زخمي کړې خپله ګوته په ازغي
زۀ دې زخمي کړے سم په زړۀ یمه بچے!

تۀ خو رانه وپوښته چې څنګه یې بابا
زۀ کۀ مرم نو هم به وایم ښۀ یمه بچے!

ستا خو به له غمه شي په ما پسې ژبۍ
زۀ خو به نن یم سبا به نۀ یمه بچے!

تۀ چې تر اوږې پورې رارسې د شاهد
زۀ به د فلک په ژرنده اوړۀ یمه بچے!

شاهد قماش

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Swat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address

Swat