Civil engineering pashto

Civil engineering pashto

Share

we convert dreams into a reality civil engineer .

05/22/2022

د واش په اړه نوی معلومات.
Water_Sanitation_and_Hygiene (WASH)
لکه څرنګه چې موږ د ورځې کار کوو، حتما تږي کیږو او وږي کیږو ددې لپاره موږ پاکو اوبو او صحي خواړو ته اړتیا لرو، او هم وروسته د څښاک او خوراک څخه موږ منظم سنیتاري سیستم ( فاضله اوبو سیستم) ته اړتیا لرو تر څو مو چاپیریال د هر ډول ککړونکو موادوڅخه پاک وي.
نو ددې موخې لپاره د WASH موضوع نن سبا ډیره تر بحث لاندې نیول کیږي.
د اوبو، نظافت او حفظ الصحه چې په عامه توګه ډیری خلک ورته د (WASH) کلیمه کاروي، چې دغه څلور توري د انګلیسي د لاندې کلیمو څخه اخیستل شوي دي.
(WASH): W—Water, S—Sanitation, A—And, H—Hygiene
دغه کلیمې یو بل سره ډیرې نېژدې اړیکې لري، پاکو اوبو ته لاسرسۍ روغتیا او ښې حفظ الصحې سره مرسته کوي.
د واش موضوع عموما په هغه هیوادونه کې په نظر کې نیول کیږي چې ضغیف اقتیصاد ولري او خلک یې د فقر په کنده کې ژوند کوي.
نړۍ کې ډیری داسې هیوادونه شته چې د نفوسو 80 سلنه خلک یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې د هغو له جملي څخه افریقایي هیوادونه یادولو شو.
په دغه لنډه مقاله کې ما یوازې په افغانستان کې پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د WASH اړوند معلومات چمتو کړی.
همدا شان زیاتره برخه یې ما د UNICEF لخوا تازه ترسره شوي څیړنه را ژباړلي ده.
#عمومي معلومات
په هیواد کې د وروستیو بدلونونو په راتګ سره بېلا بېل سکتورونه د مشکلاتو سره مخ شول هغه که په اقتصادي ډول و او یا هم د مسلکي کسانو تګ و، چې د هغه له جملې څخه یې یو د WASH سیستم دی چې چارې یې د خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
د شل کلن جنګ آغیزې ډیرې بدي وي او دي، ډیری خلک د خپلو استوګن ځایونو څخه بې ځایه شوي دي، چې د دوي اکثره خلک یې پاکو اوبو، د روغتیا سیستم او منظې حفظ الصحي (Water Sanitation and Hygiene) ته لاسرسۍ نه لري.
ددې ټولو ناخوالو قربانیان بیا واړه ماشومان دي چې دغه موضوع باید په جدي ډول تر بحث لاندې ونیول شي، اړونده ادارې باید په هغه ساحو کې سروي ترسره کړي، پروپوزل باید جوړ کړي او ډونران (Donors) وهڅوي ترڅو ځاینمو شویو ساحو خلکو سره مرسته وکړي.
#مهم حقایق
د UNICEF په یوه تازه خپره شوي څیړنه کې چې (Afghanistan WASH on the Brink) په نوم په کال 2022 کې په افغانستان کې ترسره شوي ده، معلومات یې په لاندې ډول دي.
په هرو 10 نفرو کې یې 8 نفره غیر صحي اوبه څښي.
په افغانستان کې 93 سلنه ماشومان چې (15.6 مېلیونه ماشومان) په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له خطر سره مخ دي.
نیږدي 4.2 مېلیون خلک په خلاص لاس رفع حاجت کوي.
له هرو 10 افغانانو څخه 5 یې لږ تر لږه د روغتیا ساتنې بنسټیزو اسانتیاوو(Sanitation Facilities) ته لاسرسی نه لري.
له هرو 10 افغانانو څخه 6 یې د حفظ الصحې اساسې اسانتیاوو(Hygiene Facilities) ته لاسرسی نه لري.
په ټول افغانستان کې شاوخوا 94 سلنه ښوونځي د لاس مینځلو لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
شاوخوا 35 سلنه روغتیایي سیستمونه د څښاک لومړنیو اوبو ته لاسرسی نه لري.
#اقتصادي مشکلات او د سیستم رکود
په هیواد کې وروستي بدلونونه چې هیواد له هرې خوا څخه وځپلو چې یو ددې څخه د WASH سیستم دی چې د ډیر زیان سره مخ شوي دی.
د واش په برخه کې د کار مندانو د معاشونو نشتون، د مسلکي نفرو تګ د هیواد څخه او همداشان لوی لامل د خارجي ډونرانو (Donors) نه سپورټ ددې لامل شول چې د واش سیستم له رکود سره مخ شي.
په تیر نظام کې د (WASH- Water Sanitation and Hygiene) سیستم لپاره 124 مېلیونه بودیجه په نظر کې نیول شوي وه چې د بېلا بیلو موسسوساتو لخوا ورکول کیده، چې په اوس کې دغه مقدار صفر ته تقارب کړی دی.
که چیرې د واش سیستم ستونزي په وخت سره حل نه شي نو د هیواد 70 سلنه خلک به د ستونزو سره مخ شي.
#وچکالي او د اوبو کمبود
په نیږدي تیرو کالونو کې افغانستان د اوبو له کمبودۍ سره مخ شوي دی، یوازې د 2021 مېلادي کال د December اخره پوره د هیواد په دریو ولایتونو کې 53 سلنه څاه ګانې وچي شوي دي.
په هیواد کې د شته ناخوالو موجودیت، اقتصادي مشکلات او همداشان د اوبو د منظم مدیریت نه شتون ددې لامل شوي چې هیواد او هیوادول مو د اوبو له کمبود سره مخ دي.
په هیواد کې 30 سلنه خلک د شخصي سکتور څخه په خپل مالی توان سره پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري، خو وروستیو بدلونونو او اقتصادي مشکلاتو په لرلو سره به یوازې د ګوتو په شمار خلک پاکو اوبو ته لاسرسۍ ولري.
#صحت- Health
په افغانستان کې د وار له مخه د ککړو اوبو یا غیرصحي اوبو د څښلو څخه د ناروغیو د منځته راتلو ویره موجوده وه، چې د هغه له جملې څخه یو یې ملاریا یا (Diarrhea) ده چې د کابل په ګډون د شاوخوا ولایتونو څخه یوازي د 2022 کال د شروع څخه تر اوسه پورې یې 5000 نفره نیولي دي.
د غیر صحي اوبو او د منظمې Sanitation and Hygiene سیستم نه موجودیت د ماشومانو صحت ته ډیر زیان اړولی دی، او د پراخیدو په حال کې دی.
هغه مرضونه چې د غیرصحی اوبو څخه منځته راځي په لاندې ډول دي.
Cholera, Diarrhea, Dysentery, Hepatitis A, Typhoid, and Polio.
پورته ټولې ناروغۍ د غیرصحي ابو د څښلو څخه منځته راځي.
په نړۍ کې هره ورځ 700 نفر چې عمرونه یې د 5 کالو څخه ښکته وي د ملاریا یا Diarrhea د لاسه مړه کیږي، په هیواد کې وروستۍ وړاندوینې دا ښایې چې 30 سلنه خلک د حاجت رفع کولو لپاره تشناب نه لري او نیږدي 11 سلنه خلک په ازاده هوا کې خپل حاجت رفع کوي.
نو د څښاک اوبه باید ډیرې صحې وې تر څو د بېلا بیلو امراضو څخه مو نجات تر لاسه کړی وي، کله هم چې د تشناب یا هم کوم بل ځای کې خپل حاجت رفع کولو، نو وروسته د حاجت له رفع کولو څخه مو لاسونه پاک د صابون سره ومینځئ ترڅو د بیلا بیلو امراضو څخه خوندي پاتي شوي وئ.
#تغذیه- Nutrition
د تیرو27 وچکالیو، ناخوالو او اقتصادي مشکلاتو د افغانستان خلک د ډیر سخت ترخلیک سره مخ کړي دي، که چیرته موجوده حالات همداسې دوام وکړي او په اړه یې جدي ګامونه ونه اخیستل شي د UNICEF په تازه وړاندوینه کې په ګوته شوي چې 1.1 مېلیون ماشومان چې عمرونه یې د 5 کالو نو څخه کم وي په کال 2022 کې د سالمې تغذیې څخه بې برخې او د مرګ خاطر یې زیاتیږي.
نو د ماشومانو سالمې تغذیې لپاره اول د صحي اوبو موجودیت دی.
#تعلیم - Education
د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی و، په کال 2001 کې تر یو مېلیون پورې ماشومان شمیرل شوي و، چې دغه تعداد په کال 2019 کې 10 مېلیونو ته لوړ شوی و چې پکې یوازې 4 مېلیونه انجونې وې.
لکن بدون د صحي اوبو د موجودیت څخه دغه شمیره د تغیر په حال کې ده، په افغانستان کې نیږدې 40 سلنه ښوونځي د څښلو اوبو ته لاسرسۍ نه لري. او به باقي 60 سلنه یې د بکتریاوو او غیر صحي اوبو ته لاسرسی لري چې د صحت لپاره مضري تمامیدای شي. او همدا شان په هرو 4 ښوونځیو کې 1 یې د Sanitation سیستم ته لاسرسی نه لري، او 90 سلنه یې د حفظ الصحي سیستم نه لري.
نو هرکله چې په یوه ښوونځي کې منظم د صحي اوبو، روغتیایې سیستم او حفظ الصحي (Water Sanitation and Hygiene) کارونه موجود نه وي د شاکردانو صحت د ګواښ سره مخ کیږي، په تیره بیا د انجونود زده کړو بهیر چې په دې سره د شاګردانو زړونه ماتیږي او د درس څخه محروم پاتي کیږي.
#د UNICEF او نورو اړوندو ادارو مسولیتونه د WASH په اړه
- موقتي او دایمې حل پیدا کول د څښلو اوبو د پاره
- د حفظ الصحي پروګرامونو ته وده ورکول
- د ایمرجنسي لاټرینونو جوړول
- د غیر صحي اوبو په اړه خلکو ته معلومات ورکول
- په ښوونځیو کې د WASH په اړه زده کوونکو ته معلومات ورکول
- په کلیوالي سیمو د کلو خلکو ته د WASH په اړه معلومات ورکول
- خلکو ته د WASH اهمیت ښودل او د پاکو اوبو څخه د څښاک لپاره توصیه کول
- د ځمکې لاندې اوبو څخه به سمه توګه استفاده وکړي.
#د UNICEF لخوا د WASH سیکتور د بیا فعالیدو او د ستونزو د حل لپاره لاندې قیمت تعین کړی دی ترڅو وکولای شي چې د واش اړوند ستونزې ټولې حل شي.
- د WASH یو پایداره سیستم لرلو لپاره UNICEF 769 مېلیونه ډالر تعین کړي دي خو د یو دوامداره او اوږدې لپاره بیا 931 مېلیونه ډلرو ته اړتیا ده چې مجموعه کیږي 1.7 بېلیونه ډالره.
او UNICEF په ډونرانو (Donors) غږ کوي چې په اړونده برخه کې کومک وکړي، او افغانستان د موجوده ستونزو څخه رواباسي.
ژباړه او راټولونکی asmatullah asmati

10/12/2021

متحده امارات (UAE) په نړۍ کې د بهترینو سرکونو په جدول کې په اول مقام کې ځای لري

10/11/2021
Want your school to be the top-listed School/college in Dallas?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Dallas, TX