Sheikh Baba
👨🍳 ғᴏᴏᴅɪᴇ | ᴛʀᴀᴠᴇʟᴇʀ | ᴄʀᴇᴀᴛᴏʀ
🔘 ʙʀɪɴɢɪɴɢ sᴛʀᴇᴇᴛ ғᴏᴏᴅ ᴛᴏ ʏᴏᴜʀ ғᴇᴇᴅ
🤤 ʀᴇᴀʟ ᴛᴀsᴛᴇ - ʀᴇᴀʟ sᴛᴏʀɪᴇs
📩 ᴅᴍ ғᴏʀ ᴘʀᴏᴍᴏᴛɪᴏɴs & ᴄᴏʟʟᴀʙs
ژوند لنډ دی، خو نېک نوم او ښه خدمتونه تلپاتې وي. شاپور ځدران د خپل غیرت، هڅو او وطنپالنې له امله د افغانانو په زړونو کې ځانګړی ځای خپل کړی و. که څه هم نن یې جسد خاورو ته وسپارل شو، خو یادونه، لاسته راوړنې او د وطن لپاره یې کړې هڅې به د تل لپاره ژوندۍ وي.
غمې ځدران د بېسارې ورورولۍ او خدمت ستاینه!
د ورور اړیکه یوازې د وینې تړاو نه وي، بلکې د سختو ورځو په وخت کې د مینې، وفادارۍ او قربانۍ په عمل کې څرګندیږي. غمې ځدران د خپل مرحوم ورور، شاپور ځدران، د ناروغۍ پر مهال په پوره اخلاص، زغم او نه ستړې کېدونکو هڅو خدمت وکړ.
هغه د ورور تر څنګ په هره سخته شېبه ودرېد، د درملنې لپاره یې هره ممکنه هڅه وکړه او د خپلې ورورولۍ حق یې په غوره توګه ادا کړ. دا ډول وفاداري، مینه او خدمت د ستاینې وړ او د هر انسان لپاره د زده کړې بېلګه ده.
الله تعالی دې د غمې ځدران ټولې هڅې او خدمتونه د صدقې جاريې په څېر قبول کړي، مرحوم شاپور ځدران ته دې جنت الفردوس ور په نصیب کړي، او ټولې کورنۍ ته دې جميل صبر او اجر ورکړي.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ☹️😢
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې شاپور ځدران د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
الله تعالی دې مرحوم وبښي، جنت الفردوس دې ور په نصیب کړي، قبر دې ورته له نور او رحمت څخه ډک کړي، او درنې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته دې د دې ستر غم پر وړاندې جميل صبر او اجر ور په برخه کړي. موږ د مرحوم له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولو او د زړه له کومې خپله ژوره خواخوږي او ډاډګیرنه وړاندې کوو.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ☹️😢
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Website
Address
77063