First Look Cricket

First Look Cricket

Share

Win, Lose or Tie - Afghanistan Cricket till Died
All about Afghan 🇦🇫 and World 🌍 Cricket 🏏

24/01/2025

د ګلبدین نایب په اړه وايي:"کلبدین نایب یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د قوي شاټونو صلاحیت لري. هغه چې کله د څه وخت لپاره په کریس صبر وکړي او بال ښه له سترګو سره بلد کړي، نو بیا د ګلبدین نه یو بالر هم نه خطا کېږي. هغه د خپلو مټو سره یو مشهور بېټسمین دی او هر شاټ چې په بېټ راولي چکه کوي یې." د نیوزیلنډ سیمون دوول وايي:"که موږ او تاسې ګلبدین نایب له هر اړخه وګورو، نو د لوبې په هر اړخ کې یوه اغېزمن لوبغاړی دی. هغه په شل اوریزو لوبو کې یو ډېر ښه لوبغاړی دی. هغه که موږ د توپ اچونې په اړخ کې وګورو، نو په توپ اچونه کې یو خاص مهارت لري. هغه په پنځو لوبو کې ۷ وېکټې اخیستې دا یو ښه توپ اچونه ده او که د توپ وهنې برخې ته راشو، نو هغه په تېره لوبه کې ډېره زړوره لوبه وکړه. هغه داسې ښکاري چې ښه په تچ کې دی. ګلبدین د افغانستان یو غوره الرونډر دی. زه یې د لوبې څخه ډېر خوند اخلم.

24/01/2025

د وطن د قهرمان علي رضا اساهي له دې فاني نړۍ نه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې. علي رضا تېر کال د اقای جهان په توګه له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان د نوم اخیستو سره یې اوښکې توې کړې. نن یې له دې نړۍ نه سترګې همداسې هیلو سره پټې کړ.
روح یې ښاد یاد دې تل پاتې. یو بل قهرمان مو هم له لاسه ورکړ.

24/01/2025

راشد خان د بدن ښکلا د تکړه لوبغاړي "علي رضا اساهي" له کورنۍ سره ژمنه وکړه. په ټولو هېوادوالو یې غږ کړی دی چې د اورښاد کورنۍ سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي. داسې هېوادوال چې په هېواد کې د هېوادوالو په سخته ورځ کې لاسنوی کوي نو الله تعالی به یې هېڅکله هم خوار نه کړي او تل به په هر میدان اباد وي.

24/01/2025

فضل الحق فاروقي په دې سلاټ لېمنت او لین کې نو بیا خاص مهارت لري. فضل الحق فاروقي تل دا توپ اچونه د ښي لاسو توپ وهونکو ته یې کوي. په داسې توپ اچونه کې فاروقي یو فیلډر هتمي په مېډا ن، مېډ وېکټ او ډیپ سکویر لیګ کې اخلي. ځکه په دې توپ یوازې د مېډ ان، مېډ اف او ډیپ سکویر لیګ لوري ته شاټ وهل کېږي، که توپ وهوونکی که لږ هم غلطي وکړي نو کلین بولډ به وي. فاروقي ډېری وخت دا توپ د ډاډ بالونو لپاره هم کوي. ځکه توپ وهوونکی په لومړیو کې د شاټ خطر نه اخلي او کوښښ کوي چې دفاع یې کړي. دا توپ له لیګ سټمپ له لوري اچوي او د اپ سټمپ په لوري سوینګ کېږي. د فاروقي ښه والی په دې کې دی چې دا توپ په ډېر ښه لین لېنت سره کوي او هر توپ اچوونکی دا کار نه شي کولی. یوازې فاروقي دی چې په سمه توګه او په ښه کنټرول سره یې کوي.
فضل الحق فاروقي سږکال په ډېرو نیو انداز توپ اچونې سره راغلی دی او ډول ډول توپ اچونه کوي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Dubai?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Dubai