Safi visual graphics
Our expert team provides professional digital marketing, management, and graphic design services
all delivered online.
07/07/2023
د کرکټ دوه خوندورې څېرې
د غوره کرکټ تر څنګ علی اخلاق هم لري 😍
22/05/2023
Which team will win this cup ?
03/05/2023
له درد سره خندل او له وۍ-وۍ سره ګډا
پکار ده په هر حال له زندګۍ سره ګډا
ما غم رانه په داسې یو هنر دی شوکولی
ما کړې ده اکثر له تنهایۍ سره ګډا
ش؟
C
په ژوند کې د بریا رازونه !
په دنیا کې بېلابېلو دندو، کارونو، خویونو...، خلک ژوند کوې،
څوک د اقتصادي پلوه پیاوړې دي، څوک درمیانه اقتصاد لري او څوک د یوې مړۍ پیدا کولو لپاره بل ته لاس نیسې؛
څوک ډیر علم لري، څوک لږ او ځینې یې بیخي نه لري؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې ، ایا دوی ټولو د اوله غوښتل چې زما اقتصاد دې ضعیف وي او یا دې د ټولنې لویدلی کس وي؟ نه هیڅ کله نه؛
ټول انسانان هیله لري چې دوی دې د مشکلاتو خلاص او یو بریالی ژوند ولري، په ژوند کې هیلې لري او نور ډیر کارونه یې په ذهن کې را ګرځي، خو له جملې یې ځینې دا ترلاسه کوي او نور پاتې راځي؛
ځکه هغه کسان چې بریالي شوې دي دا خبرې یې په یاد وې که ته هم غواړې بریالی شې نو دا دې په ذهن کې کیښنوه
۱ له ماتې ویره: له ماتې ویره هغه څه ده چې مخکې له مخکې مو ناکاموي یو عالم وایې ( که ته یو کار شروع کوې شاید و یې بایلې او یا به هم ګټونکی شې خو که له ماتې وډار شوې او کار دې شروع نه کړو نو مخکې له مخکې دې بایللې) بلکل همداسې ده یو کار حتماً شروع کړه که ګټونکی نه شوې تجربه خو به ترلاسه کړې
۲ ماتې وخوره او دوام ورکړه تر څو بریالی شې:
یو کار تر هغو مه پریږده چې تر څو بریالی شوی نه یې
یو عالم وایې ( که ته دیو کار په تر سره کولو کې ۹۹ ځل له ماتې سره مخ شوی دا دا مانا لري چې د دغې کار د تر سره کولو لپاره تا ۹۹ ناکامې لارې وپیژندې) بلکل اوس که ته دغه کار بیا تر سره کوې نو دغه ۹۹ لارې خو تا تیارې ازمایلې په یوه بله بریالۍ لار به شروع وکړې او کامیاب به شې که تا دغه ۹۹ ماتې نه وی خوړلی نو تا به دا هیڅ کله نه وې پیژندلې.
۳ د یو کار په شروع کولو کې دوه زړه توب مه کوه:
که کله دې هم یو کار ته اراده وکړه نو د خپل یو نزدې ملګري سره مشوره وکړه او د خدای په تکل یې شروع کړه؛ یاخو به ګټونکی شې اویا به تجربه تر لاسه کړې.
۴ په ځان باور ولره:
یاد لره په ځان باور د نړۍ هغه قوي ځواک دی چې کله درسره مل وو نو د ژوند په یوه برخه کې به هم پاتې را نه شې، هر کار چې په نړئ کې ګورې دا ته هم تر سره کولی شې ځکه چې دا چې چا تر سره کړی هغه هم ستا غوندې انسان وو او ته هم د هغه غوندی یې، همدا خبره د زړه له تله ومنه او هر کار په ځان د پوره باور سره شروع کره نو بریا ستا ده
۵ همدا نن یو کار شروع کړه:
ځکه تېر وخت مو د لاسه وتلی او راتلونکی لا مالوم نه دی او صرف نن په واک کې لرو، که غواړې بریالی شې همدا اوس د یو کار په اړه فکر وکړه او شروع یې کړه؛ که اوس مو شروع نه کړو نو یوه ورځ به مو پام شي د ژوند مسؤلیتون به دومره رانیولي یو چې بیا به د هیڅ کار لپاره وخت نه لرو او نه به یې تر سره کولی شو او ډیری وخت به مو د سبا په نیت خوړلی وي
یو عالم وایې ( هغه څوک چې د نن کار سبا ته پریږدی مثال یې د هغه کس دی چې د یوې قوي ونې له بیخه د را ویستلو هڅه کوي نن یې لږه خواري وکړه خو د ځان سره یی وویل چې ځه بله ورځ به یې وباسم؛ خو دی په دې نه دی خبر که نن دې دا ونه را و نه باسله نو په راتلونکې کې ونه نوره هم قوي کیږي او ته هم کمزوری کیږي) یعنې که ته دې کارونه سبا ته پریږدې نو دا په دې مانا چې ته نه غواړې چې تر سره یې کړې.
نو !!
ژوند ته مو خپله متوجه شئ ژوند مو سر له همدا نن څه جوړ کړئ تر څو په راتلونکي کې د بل چا محتاج نه یئ او له ستونزو خلاص ژوند مو په برخه وي
هدایت ساپی
29/03/2023
تازه icc د نړۍ لس غوره توپ اچونکو نوملړ خپور کړی دی!
راشد خان لومړی، فضل حق فاروقي دریم، او مجیب الرحمن اتم مقام ګټلی
د یادولو ده چې په دغو لسو غوره لوبغاړو کې د اسیا نه صرف د سریلنکا هسرنګا دوهم مقام ګټلی نور د هند پاکستان او یا بلې کومې اسیایي لوبډلې لوبغاړی په دغه نوملړ کې نشته .
خدای دې وکړي چې د نړۍ د غوره توپ وهونکو په نوملړ کې هم افغانان وګورو بیا نو بیخي کیسه برابره شي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Asadabad