Guide English Language Academy
We provide an effective package of English Language.
12/10/2020
ګایډ د انګلیسي ژبي اکاډمي په یو لړ مراسمو سره پرانیسته وکړه
۲۱/۷/۱۳۹۹ دوشنبه
ګایډ د انګلیسي ژبي اکاډمي د پرانیستي پټۍ په پریکولو سره چي د پوهنتون استادان، د شخصی ښونځیوو سرښونکي او ګڼ شمیر نور علمي شخصیتونه موجود وه پرانیسته وکړه.
د غونډي په پیل کي د ګایډ انګلیسي ژبي اکاډمي استاد سیف الله اوریاخیل د غونډي ښه راغلاست وینا وکړه او د ټولو ګډونوالو له راتګ یي مننه وکړه.ورپسي د یادي ښونیزي اکاډمي بل تن استاد فضل الحق سروري غونډي ګډونوالو ته د همدي مرکز د پیژندنی په اړه بشپړ معلومات ورکړل او زیاته یي کړه چي زمونږ مرکز په پکتیا کي یوازینی مرکز ده چي نوی نصاب نوی میتود او د نارینه زده کونکوو تر څنګ د ښځینه زده کونکوو لپاره هم بیل وخت او بیل ټولګي لري.
د غونډي په جریان کي د پکتیا پوهنتون د انګلیسي ژبي او ادب څانګي آمر پوهنمل سیف الرحمن روهي وویل "خوښ یم چي نن په پکتیا مرکز ګردیز ښار کي د انګلیسي ژبي یو داسي ښونیزه اکاډمې پرانیستل کیږي چي مجرب او مسلکي استادان، نوی نصاب نوی میتود او د مجهزو صنفونو په درلودلو سره تدریس کیږي".
ورپسي د بهرام ویاندوي زده کړو مرکز مسول مدیر او استاد ښاغلی اسلام الدین سنجر د یاد ښوونیز مرکز په اړه خوښي وښوده او د لا بریالیتوب غوښتنه یي وکړه. همدارنګه د سید جمال الدین افغان (سجا) خصوصي عالي لیسي مدیر محترم خالد راشید یار د یاد مرکز د ملاتړ کولو لپاره د هر راز مرستي ډاډ وښود.
د غونډی په پای کي د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي استاد ډاکټر ولي خان اوریاخیل د پرانیستي پټۍ په پري کولو سره د ګایډ انګلیسي ژبي اکاډمي پرانیسته وکړه او خوښي یی څرګنده کړه.
پاتي د نه وي چي قومي مشر خالد ځدراڼ او په پکتیا کي د ځدراڼو ځوانانو ټولني ریس داودشاه ایوب زوی یاد مرکز د علم په ډګر کي یو مثبت ګام وباله او د هر راز همکاري ډاډ یی وښود.
غونډه د دوعاي په ویلو سره پای ته ورسید.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Gardez