Bakhtullah Ghani
*"زه د خلکو د ستاینې نه، د الله د خوښۍ غوښتونکی یم."*
غلجی🏳️🇦🇫
01/11/2025
د اولاد مینه
زهرا
دکوم گروپ وينه لرونکي کسانو واده خطرناکه دى؟
دواده په موضوع کي دويني دګروپونو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت +Rh وى واده کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دي.
کله چه يو منفى Rh- ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh+ ګروپ سره واده وکړي نو ددوى راتلونکى ماشوم دوه حالته امکان لري:
۱- که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .
که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .
کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .
کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه واده سره وکړى څه بايد وشى؟
دحامله توب د 26 - 28 هفتو په منځ کي د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟
که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه پيچکارى چه د RhD Immune globulin يا RhoGAM په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى پيچکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وي.
#
ایا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سر دروندوالی او سردرد لرئ؟
د نس بادونه،د نس دردونه او ددوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ؟
ایا بدن مو ګرمیږي او ورسره د هډوکو دردونه لرئ؟
د خیټې او معدې شدید دردونه لرئ؟
د محرقې مکروب چې د salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروبپه لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې خفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.
1-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه
2-د هډوکو دردونه
3-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
4-د سر دوامداره دردونه
5-د نس دردونه او د نس بادونه
6-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات
7-د ډکو متیازو تور رنګ
8-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي
9-کمزوري او د وزن کمیدل
10-ساړه او پر بدن د لرزې راتګ
کله چېد محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Gardez
2201