Easy Electrical Learning

Easy Electrical Learning

Share

we are in your service

13/12/2022

خپلې خویندې او لورګانې یوازې په دې نیت افغان زلمیانو ته په نکاح مه ورکوئ چې اروپا او امریکا کې اوسېږي او ښه ژوند به لري.
قسم پر الله تعالی کوم. زه داسې افغانان پېژنم چې تعلیم یې لږ، تربیه یې صفر، په عیاشۍ بوخت، حتا له دینه خلاص، په ګانګکړپیو او د خلکو په حق خوړلو مشهور، خو بیا هم ورته خلکو خپلې لورګانې په نکاح ورکړې دي.
تر هر څه دینداري مهمه ده.
ژور فکر وکړئ.
د اولادونو ژوند د اروپا او غرب په لالچ کې په لوی لاس مه تباه کوئ. (البته ښه خلک شته خو ډیر کم!)
کاپي !!!کاپي

12/12/2022

تر فراغت وروسته دا کارونه نهایت مهم دي!

زما ګڼ شمېر ملګري له پوهنتونه فارغېږي. اول خو دې دوی او نورو ټولو فارغانو ته ډېر - ډېر مبارک وي. بيا دې دا څو توصیې په پوره غور سره ولولي. البته زه د خپلې مشاهدې او تجربې پر اساس دا لارښوونې لرم، په دې هیله چې دوی ته هم ګټورې ثابتې شي او د پرمختګ/بریا سبب یې وګرځي.

لومړی| اسنادونه مو ترلاسه کړئ!
تر فراغت وروسته ستاسو لومړنی مهم کار دا دی، چې خپل اسنادونه ترلاسه کړئ. دا ځکه چې د دندې لپاره اکثراً د مدارکو غوښتنه کېږي.
مګر زموږ په وطن کې د اسنادونو (دیپلوم، ټرانسکریپ) ترلاسه کول هم اسانه نه دي. ځکه چې د دیپلوم ځانګړي پاڼې له بل هېواده راوړل کېږي. نو کوښښ وکړئ، چې تل له خپل تدریسي مدیر سره په تماس کې اوسئ، تر څو د دیپلوم پاڼو له رسېدو خبر شئ، ځکه چې زیاتره وخت دا پاڼې کمې وي او هغوی یې ترلاسه کوي، چې ژر اقدام وکړي.
ځینې کسان ددې لپاره د ټرانسکریپ کارونه هم ځنډوي، چې له دیپلوم سره به یې یو ځای واخلي؛ خو دا کار هم ناسم دی. ځکه چې که دیپلوم نه وي بیا هم کولای شئ د ټرانسکریپ او تصدیق پاڼې پر مټ دنده ترلاسه کړئ؛ نو هڅه وکړئ خپل اسناد (دیپلوم، تصدیق پاڼه او ټرانسکریپ) ژر تر ژره واخلئ.
همدارنګه که له هېواده بهر د لا ډېرو زده کړو اراده لرئ؛ نو بیا کوښښ وکړئ خپل اسنادونه د بهرنیو چارو په وزارت هم ټاپه کړئ. تر څو آماده اوسئ.
ددې ترڅنګ خپله اپډیټ شوې سي.وي هم تیاره کړئ او تل یې له ځان سره ولرئ. تر څو دندو ته پر وخت ځانونه نوماند کړئ.

دویم | د دندې موندلو او فراغت ترمنځ له وقفې ګټه واخلئ!
تر فراغت وروسته ډېر کم کسان سمدستي وظیفې پیدا کوي. نور اکثریت خلک اړ وي، چې میاشتې/کلونه انتظار وکړي، ترڅو دنده ومومي؛ تکړه او بریالي خلک له همدې فرصته ډېره ګټه اخلي او دندو مارکېټ ته په کتو نوي مهارتونه زده کوي. نو یوه دقیقه هم بېځایه مه تېروئ او له دې دورې ډېره ګټه واخلئ ډېره!

درېیم| فرصتونه له لاسه مه ورکوئ!
ځینې خلک په دې تمه چې د لوړ معاش دنده به ترلاسه کړي، کوچنيو دندو ته زړه نه ښه کوي؛ اما دا ډېر غلط کار دی. هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ، که هره دنده پیدا کوئ او پوهېږئ چې کولای یې شئ نو پیلوئ یې. ښایي له هماغه ځایه پرمختګ وکړئ او نورې ښې دندې ومومئ.
زموږ یوه ملګري به ویل، چې فرصتونه د بنګړیو په څېر دي. که په لغته مو ووهل نور هېڅ نشته!

څلورم| اپډیټ اوسئ!
ځینې خلک چې دنده پیدا کړي، پر یوه غیر متغییر جسم بدل شي. فقط د هماغې دندې مطابق مهارتونه لري، نور ځان نه په تکلیفوي چې د ټکنالوژۍ ددې چټک بدلېدونکي دور مطابق خپل ځان هم ژر ژر بدل کړي. دا کار ددې سبب کېږي، چې د وخت په تېرېدو دده مهارتونه ایکسپایر شي او دی هم د دندو په بازار کې د ناچلې سکې حیثیت پیدا کړي.

پنځم| د خپل مسلک مطابق مطالعه مه هېروئ!
د خپل مسلک مطابق مطالعه له تاسو د خپلې رشتې متخصص جوړوي او په یاده برخه کې ستاسو مطالعه ځکه مهمه ده، چې له تاسو د هماغه توقع کېږي. له خپل دیپلوم نه د دفاع لپاره اړ یئ، چې پر مسلک مو برلاسي اوسئ.

نوټ - لیکنه خپره کړئ او یا هم نوي فارغان منشن کړئ، که یې دا خبرې په درد وخوري.

Copy from: Abdullah Rahmani

03/10/2022

د پاکستان د انلاين ويزو په اړه بد خبر!
له تېرې چهار شنبې ورځې راهيسې د افغانانو لپاره د پاکستان د انلاين ويزو غوښتنليکونه (اپلای ګانې) پرته له کوم لامل څخه په بې سارې ډول ردېږي. دا په تيرو پنځلس مياشتو کې تقريباً څلورم ځل دی چې له يوې مخې د افغانانو د ويزو غوښتنليکونه د پاکستان دولت له خوا له يوې مخې ردېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ويزې په هر غوښتنليک باندې تقريباً لس ډالر لګښت راځي. په اوسنې حال کې د ۹۰٪ په شا و خوا کې د ويزو غوښتنليکونه ردېږي. تر ټولو بده يې دا ده چې د ويزې د رديدلو په صورت کې د ويزې فيس د پاکستان دولت له خوا نه واپس کېږي.
افسوس راته په دې راځي چې زمونږ زياتره افغانان پاکستانيانو ته د ويزې د عاجل اخيستلو په سر کميشن ورکوي چې دې کار پاکستانيان بد اموخته کړل او د غريبو هېوادوالو لپاره چې په ويزه ډېرې پيسې نشي ورکولای مشکل جوړ کړی دی.
مسؤل چارواکي دې په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي، دې ظلم ته دې د پای ټکی کېږدي. که پاکستان افغانانو ته ويزې نه ورکوي نو په واضح ډول دې اعلان وکړي چې مونږ ويزې نه ورکوو، له دې سره به حد اقل د افغانانو د خوارۍ او په ډېر زخمت ګټلې پيسې د پاکستان دولت ته نه انتقالېږي.
ملګرو دا پيغام دومره نشر کړئ چې تر مسؤلو چارواکو ورسېږي او دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.
پوسټ درسره مخکې شير کړئ.

Want your business to be the top-listed Media Company in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Jalalabad