Islamic Interesting Informatioon and Inviting
پدی صفحه کی تاسو کولای شی چی اسلامی معلومات ترلاسه کړی او هم کولای شی چی خپلی اسلامی پوښتنی وکړی او جوابونه یی ترلاسه کړی.
السلام علیکم ورونو مونږ یو پروګرام جوړ کړی چی هغه د عربی ژبی زده کړه ده.
هره ورځ به تاسی د عربی ژبی یو لغات سره د دریو ژبو په معنی پښتو دری او انګلیسی ایا غواړی چی دا پروګرام کی ګډون وکړی که غواړی په کمنټ کی خپل نومونه ولیکی.
هره میاشت یو ټسټ لری چی په هغه کی څوک کامیاب شو نوم او عکس یی له دی صفحی څخه شیر کیږی
ګاونډی درې ډوله وی
رسول الله (ص) فرمایلی دي چی درې ډوله همسایګان وجود لری :
لومړی ـ هغه ګاونډی چی درې حقونه لری ( هغه چی خپلوان یې وی ، او درې حقوق یې دا دي : د هغه مسلمان توب، د هغه خپلوي ، او د هغه ګاونډیتوب ) ؛
دوهم ـ هغه ګاونډی چی دوه حقونه لری ( هغه چی مسلمان وی او دوه حقوق یې دا دي : دا چی هغه مسلمان دی ، او دا چی ګاونډی یې دی ) ؛
درېیم ـ هغه ګاونډی چی یو حق لری ( هغه ګاونډی چی غیر مسلمان وی نو صرف د ګاونډیتوب حق لری ) .
هو ، اسلام ګاونډیتوب ته ډیر اهمیت ورکوی او پر هر ګاونډي یې د بل ګاونډي حق واجب کړی دی . پر هغوی پوښتنه کول ، د سفر پر مهال د هغوی خیال ساتل ، د اړتیا پر مهال مرسته ورسره کول ، د ناروغۍ پر مهال د هغوی عیادت کول او تل نېکه رویه ورسره کول د اسلام غوښتنی او سپارښتنی دي . نو که ګاونډی د یو مسلمان ګاونډي خپلوان وی درې حقوق لری ، که پردی وی نو دوه حقونه لری او که نا مسلمان وی یو حق لری . دا څومره علمی او آفاقی اصل ، پرنسیپ ، معیار او نصیحت دی چی رسول الله (ص) ټول مسلمانان ورته متوجه کوی . نو څومره به ښه وی چی موږ او تاسی د خپل نبی (ص) لارښوونی مخلصانه پلی کړو .
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما قدرمنو معززو او محترمو ورونو څرنګه چی تاسو پوهیږی دا صفحه د لومړی ځل لپاره نن د فیسبوک پرمخ پرانستل شوه نو زه غواړم چی ددی اسلامی صفحی په اړه چی څه به پکی ستاسو لپاره خپریګی معلومات وړاندی کوم:
ورونو اول خو تاسو ته د زړه له کومی ښه راغلاست وایم
ورونو دا هغه صفحه ده چی انلاین به ستاسو سوالونه په کمنټ ک اخستل کیږی او بی له کوم ځنډ څخه به یی ستاسو لپاره جوابونه وړاندی کیږی.
۲: پدی صفحه کی به تاسو اسلامی معلومات اسلامی عکسونه او اسلامی ویډیو ګانی نشریګی
۳: تاسو به ډیره هڅه دا وی چی کافر خلک ډیر دی پیج ته سجست کړی ځکه موږ چی کوم معلومات هغه یو اسلام ته دعوتی او بل په دریو ژبو پښتو دری او انګلیسی ژبو خپرو.
مننه کوم ستاسو څخه د لیدو وروسته یی له خپلو دوستانو سره شریک کړی چی ددنیا او اخرت ګټی ترلاسه کړی.
قاری محمد فیصل عریفی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Islamic Information
Jalalabad
30000