Medical Informations
For all those who are intrested
14/08/2020
Every 100 grams of garlic will serve you with close to 150 calories, 33 grams of carbs, 6.36 grams of protein.Garlic is also enriched with Vitamin B1, B2, B3, B6, folate, Vitamin C, calcium, iron, magnesium, manganese, phosphorous, potassium, sodium and zinc.
19/06/2020
دویني فشار څرنګـه اندازه کړو؟
په نړۍ کي نږدې ۷۵٪ وکړې دویني لوړ فشارلرې، چي ۵۰% سلنه ېې له خپلې ناروغۍ ناخبره دي.
په افغانستان کې ددې ناروغۍ په اړه کره شمیرې نه شته خو ګومان کیږي چې یو ګڼ شمیر خلک د وینې لوړ فشار لري او زیات شمیر یې په خپلې دې ناروغۍ نه دي خبر.
په ۲۰۰۱ میلادي کال دنړۍ د ۷،۶ میلیونه مړیني او ۹۲ میلیونه معیوبیتونو کې دوینې د لوړ فشار لاس و.
دوینې لوړ فشار دانسان مهم غړې لکه دماغ، زړه، پښتورګې، سترګې او رګونو سیستم اغیزمنوې.
زموږ په هیواد کې هم د روغتیاېې اسانتیاوو په ډیریدو ددغي ناروغۍ پیژندل زیات شوي اود وینې دلوړ فشار دناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږې.
ددي ناروغانو زیات شمېر پخپلو کورونو کې دفشار آلې (sphygmomanomter) هم لرې چې خپل فشارونه ورباندې ګوري.
دغه کار کله کله د ډاکټر او ناروِغ تر منځ د بې باورۍ او ګیلو سبب کېږې، نو لازمه ده چې دوینې د فشار په کتلو اوتوپېرونو یو څه رڼا واچوو.
که بيړنی حالت نه وي نو د ویني دفشار کتلو لپاره لاندې شرائط پکار دي.
۱: فشار آله باید په سمه توګه فعاله او مناسبه وي.
۲: د فشار آلې دساعتګر یعنی مانومتر ستن باید پخپل ځای او فعاله وي.
۳: د فشار الې په توپ کې باید پخوانۍ هوا پاتې نه وي.
۴: ستاتسکوپ یا غوږۍ مو فعاله او خلاصه وي.
۵: ناروغ باید لږترلږه دپنځو دقیقو لپاره په یوه چوکۍ کیني او دناروغ پښي باید په ځمکه ولګیږې( په چپرکټ نه).
۶: دکوټې چاپیریال باید ارام او هوا ېې برابره وي.
۷: ناروغ باید به تېر نیم ساعت کې تمباکو او کافې نه وي کارولي.
۸: ناروغ باید له روحي پلوه ارام وي.
۹: فشار باید په ناسته چې ناروغ تکیه کړې وي او یا هم په ملاسته ياپروتي وکتل شي.کله کله ډاکټر صیبان دیوی ځانګړې موخې لپاره په ولاړه هم فشار ګوري.
۱۰: مټ باید پوره لوڅ وي.
۱۱: دفشار آلې لستوڼی باید نه سست اونه هم ډیر کلک وتړل شي.
۱۲: دناروغ لاس باید دزړه په سویه پورته او تکیه شي.
۱۳: فشار آله باید د څنګلې له کوتې دوه نیم سانتي متره پورته وتړل شي.
۱۴: په لاس کې باید شریانbrachial art) ) پیدا او غوږۍ ورباندې کیښودل شي.
۱۵: فشار آلې ته باید په ارامه هوا ورکړل شي او کله چې درګ اواز بند شي نو ۲۰-۱۰ درجو پورې نوره هوا ورکړل شي.
۱۶: د فشار آلې هوا باید بېرته په ارامه کمه شي ( دوه درجې په هره ثانیه کې).
۱۷: درګ په سر لومړی اواز تاسو ته دفشار لوړه درجه یاپه عامه ژبه جګ فشار( systolic blood pressure)ښاېې.
۱۸: ددغه اواز ختمیدل تاسوته دفشار ټیټه درجه(diastolic blood pressure) ښاېې.
۱۹: کله کله دغه اواز تر اخره پاتې کېږې نو هر ځای چې اواز بدل شو هماغه د ټیټ فشار درجه ده.
19/06/2020
واګوس عصب کوم عصب دی ؟
Vagus nerve
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Jalalabad