Obaidullah Noor

Obaidullah Noor

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Obaidullah Noor, Kabul.

13/05/2026

ژوند رښتياهم ډير بی وفا دی شاپور ځدران کوم حالات ته رسیدلي دي د انځور کی کتلې شي ټول ورته له زړه نه دعا وکړي الله ج دی بيرته روغ ړمټ کی 💔

13/03/2026

هغه څوک چې له الله هیله وکړي، نه ردېږي.
یو شرابي سړی و. یوه ورځ یې خپل څو ملګري راوغوښتل. هغوی کښېناستل. بیا یې خپل خادم راوباله، څلور درهمه یې ورکړل او ورته یې وویل:
په دې پیسو زموږ د مجلس لپاره یو څه مېوه راوړه.

خادم روان شو. په لاره کې یې له زاهد منصور بن عمار سره مخ شو. هغه خلکو ته ویل:

«څوک چې یو مسافر فقیر ته څلور درهمه ورکړي، زه به د هغه لپاره څلور دعاوې وکړم.»

نو غلام هغه څلور درهمه ورته ورکړل.

منصور بن عمار ورته وویل:
ته څه غواړې چې زه درته دعا وکړم؟

غلام وویل:
۱. زه یو سخت او ظالم بادار لرم، غواړم له دې غلامۍ څخه خلاص شم.

۲. دا چې الله تعالی زما د دې څلورو درهمو بدله راکړي.

۳. دا چې الله تعالی زما بادار ته توبه ورپه برخه کړي.

۴. دا چې الله ما، زما بادار، تا او د مجلس ټول خلک وبخښي.

نو منصور بن عمار د هغه لپاره دعا وکړه.

غلام بېرته خپل بادار ته ستون شو. بادار ورباندې غوسه شو او ویې ویل:
ولې ناوخته شوې؟ مېوه چېرته ده؟

غلام ټوله کیسه ورته وکړه: چې څنګه یې له منصور زاهد سره لیدلي او څلور درهمه یې د څلورو دعاوو په بدل کې ورکړي.

د بادار غوسه ارامه شوه او ویې ویل:
ستا لومړۍ دعا څه وه؟

غلام وویل:
ما له الله څخه وغوښتل چې ما له غلامۍ آزاد کړي.

بادار وویل:
زماخبره واوره! ما ته د الله لپاره آزاد کړي، ته اوس ازاد یې.

بیا یې وویل:
دوهمه دعا دې څه وه؟

غلام وویل:
دا چې الله د هغو څلورو درهمو بدله راکړي.

بادار وویل:
تا ته به دهغه بدله څلور زره درهمه درکوم.

بیا یې وپوښتل:
درېیمه دعا دې څه وه؟

غلام وویل:
دا چې الله تا ته توبه در نصیب کړي.

نو بادار خپل سر ټیټ کړ، ویې ژړل، د شرابو جامونه یې له مخې لرې کړل او مات یې کړل، او ویې ویل:

زه الله ته توبه کوم، بیا به هېڅکله شرابو ته نه ګرځم.

بیا یې وویل:
څلورمه دعا دې څه وه؟

غلام وویل:
دا چې الله تعالی ما، تا، منصور بن عمار او د مجلس ټول کسان وبخښي.

بادار وویل:
دا زما په واک کې نه ده، دا د ډېر بښونکي او مهربان الله کار دی.
کله چې هغه شپه بادار ویده شو، یو غیبي غږ یې واورېد چې ورته ویل یې:

تا هغه څه وکړل چې ستا په وس کې وو.
ایا ته ګومان کوې چې موږ به هغه څه ونه کړو چې زموږ په واک کې دي؟

بېشکه الله تا غلام منصور بن عمار او د مجلس ټولو خلکو ته بخښنه وکړه.
📚

13/03/2026

پاکستان یو ځل بیا پر کابل ښار هوایي بمبار کړی چې ملکیان په کې شهیدان او ټپیان دي.
الله ج په افغانانو رحم وکړي

13/03/2026

باچا او شمايله شپاړسمه برخه!
د ټولو په مخونو کې خوشالي وغوړېده، عثمان چې د سيګرټو مذب يې ور ډډ کړی و پاتې سګرټ يې له کړکۍ ښکته وغورځول.
سهار وختي اعلانونه وشول چې له افغانستان راغلي يو ځوان عثمان وکولای شول چې درې ورځې پرلپسې شمايله وغږوي او وې ګټي.
باچا راغی عثمان يې په تندي ښکل کړ او د خپلې لور ګټلو مبارکي يې ورکړه.
تمه خو دا وه چې باچا خالد له تشناب را باسلی وای او درې واړه يې په مينه رخصت کړي وای. خو باچا وويل:
زه د عثمان لپاره يو شرط لرم، هغه دا چې که غواړي شمايله خپله کړي نو ماسره به دلته ماڼۍ کې اوسېږي.
عثمان ته دا خبره د منلو وړ نه وه. باچا ته يې په وعده باندې د ودرېدو ټینګار کاوه. باچا د خپلې لور جدايي نشوه زغملی او په شرط کلک ولاړ وو.
عثمان چارچاپېره خلکو ته وويل:
که ستاسو باچا خپله لور شمايله ماته و نه سپاري نو زه به په عام محضر کې خپل ځان ته اور واچوم او دا به ډېره د بدنامۍ خبره وي.
خلک خو ټول د عثمان په طرف وو، خو چا جرائت نشو کولی چې باچا ته ووايي ته په غلطه يې.
باچا عثمان ته درې ساعته وخت وټاکه چې پرېکړه وکړي له شمايلې سره دلته يو ځای اوسېږي او يا که له شمايلې بغير له دې ځای نه پښې سپکوي؟
درې ساعته زيات وو، خلک خواره شول عثمان هم د يوې ونې بېخ ته ډډه ووهله. ځان سره يې د افسوس مسکا وکړه چې دا اوس څه لوبه را پېښه شوه؟
که دلته پاتې کېږم خو شمايله را په نکاح کوي،‌ د واده په شپه مې راز افشا کېږي چې دواړه ښځې يو او که له دې ځای ځم له خالد سره به خالي لاس ځم.
لږ تر لږه هغه خالد چې درې ورځې او شپې په ډکو بولو کې تېرې کړې جبران خو يې بايد وشي.
عثمان سوچونو لېونی کړی و، يو خواته پاڼ بل خواته پړانګ، حيران و چې کومې خوا لاړ شي؟
سوچونو کې ډوب و چې د باچا عسکر په اوږه وټپاوه، ورته وې ویل:
راځه درې ساعته په پوره کېدو دي، ټول خلک را ټول شي دي. خپله پرېکړه وکړه چې له شمايلي سره دلته باچاهي ماڼۍ کې پاتې کېږې او که له خپل ملګري سره خپل وطن ته ځي؟
عثمان باندې له بې خوبۍ سترګې درندې شوې وې، په تنبلي له ځايه پورته شو. درې ساعته يې وتلي وو له ځان سره به يې حتمن کوم سوچ کړی وي.
پښو کې يې دمه نه وه، قدمونه پرې بوج وو، ځان پسې يې په سختي کشول. سلګونه خلک د دايرې په شکل را ټول شوي دي.
عثمان دايرې ته ننوت حيران ګوري. له حالت يې داسې مالومېږي چې لا به يې کومه پرېکړه نه وي کړې. باچا په عثمان غږ وکړ:
له درې ساعتونو يوازې لس دقيقې پاتې دي راغلي خلک غواړي ستا پرېکړه واوري. عثمان غلی و او د باچا په وعده خلافي يې خپل نوکان خوړل.
باچا وروسته غږ وکړ:
عثمانه! پنځه دقيقې پاتې شوې.
عثمان لا هم د باچا خبرې ته اهميت ورنکړ.
باچا له څه وخت وروسته ګړۍ ته وکتل عثمان ته يې وويل يوازې يوه دقيقه پاتې.
له وروستي اعلان دېرش ثانيې وروسته شمايله د ناوې په کاليو کې د ډله خلکو منځ ته داخله شوه پلار ته يې وويل:
دا بې انصافي ده، په لومړيو کې دې چې څنګه وعده کړې وه اوس به په وعده ودرېږې، عثمان چې هرې خواته ځي زه ورسره ځم.
شمايلې ځکه دا خبرې وکړې چې د عثمان څېرې خوند ورکړی و، په عثمان يې زړه بايللی و.
شمايله عاجزه خبره نه ده چې عثمان هم د دې په څېر بې وسلې انسان دی.
د شمايلې له خبرو وروسته د خلکو اوازونه پورته شول:
ښاغلی باچا شمايله رښتيا وايي، ښاغلی باچا شمايله رښتيا وايي، ښاغلی باچا شمايله رښتيا وايي.
نور وروسته
😎

Want your business to be the top-listed Engineering Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul