WAFA Organization

WAFA Organization

Share

The Water Aid for Afghanistan (WAFA) is a national non-profit, non-governmental, non-political, and humanitarian organization working in Afghanistan since 1994

Photos from WAFA Organization's post 31/03/2026

لوګر ولایت مرکز پل علم کې ۱۰۰ کونډو میرمنو او بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او حفظ‌الصحې کیټونو مرستې د لوګر ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوی محمد انور ،،دین پرور،، د مهاجرینو امریت محترم رئیس، د اقتصاد ریاست د نظارت محترم امر صاحب او د وفا مؤسسې مشرتابه او یو شمېر نورو مسؤولينو په حضور کې تر سره شوې.
نېټه: 30.03.2026
دا وړیا بشري مرستې د ملګرو ملتونو د ښځو پیاوړتیا ادارې (UN-WOMEN) په مالي ملاتړ او د وفا (WAFA) مؤسسې پۀ تخنیکي همکارۍ وړاندې شوې.
یاده مرسته، چې پکې ۵ قلمه خوراکي توکي او همدارنګه د حفظ‌الصحې بستې چې پکې ۱۳ قلمه بېلابېل توکي شامل وو، پر اړمنو کورنیو وویشل شوې.
ګټه‌اخیستونکو د یادو مرستو د ویش له بهیر او وفا مؤسسې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به د دوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو په پوره کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

19/03/2026

اختریز پیغام:
د وفا مؤسسې مشرتابه او کار کونکي د نېکمرغه کوچني اختر رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته د زړۀ له کومي نېکې پېرزوینې او مبارکی وړاندې کوي, هيله مند يو چې د اختر ښې خوښئ ولرئ
عید مبارک
A very Happy Eid Mubarak,
Wish you all the best

Photos from WAFA Organization's post 29/07/2025

د لوګر ولایت برکي‌برک ولسوالۍ کې له «۱۲۰» راستنو شویو، معلولینو کونډو او بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او حفظ الصحې کیټونو مرسته وشوه.

دغه مرسته د لوګر ولايت مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور»، د مهاجرینو امریت محترم مولوی محمد مسعود اخندزاده، د وفا مؤسسې مشرتابه او یو شمېر نورو مسؤولينو په حضور کې ترسره شوه، هرې کورنۍ ته لاندې توکي ورکړل شول:
- اوړه
- د لومړۍ درجې سیله وريجې
- ۱۶ لیټرو غوړو بوشکه
- شین چای
- بوره
- بشپړ د حفظ الصحه کیټ «صابون، سطل، د غاښونو کریم، برس، جانپاک او نور وسایل»

دا وړیا بشرې مرستي د ملګرو ملتونو د ښځو پیاوړتیا ادارې (UNWOMEN) پۀ مالي مرسته او د وفا (WAFA) مؤسسې پۀ تخنیکي مرسته وړاندې شو.

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


District 5, Khoshal Khan Mina, Street # 6 House # 37 Kabul, Afghanistan
Kabul
26000