ASAP
زموږ هدف د غریبو او ناچاره هیوادوالو سره هر اړخیزه مرستې کول دي.
تاسي شتمن مو هم ملتیا وکړئ
درنښت
14/05/2022
خالد بن ولید خیریه بنسټ په پام کې لري چې سبا ورځ د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام په کلي کې دوه حلقې د صحي او پاکو اوبو څاه ګانې چې کارونه یي په بشپړه توګه تکمیل شوي افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د خالد بن ولید خیریه بنسټ له ټولو مرسته کوونکو هیوادوالو او مخلصینو څخه ځانګړې مننه کوي چې د دغه بنسټ له طریقه یي د خیر او د صدقه جاریه کار کې ونډه اخیستې او مالي مرسته یي کړې.
الله تعالی دې د ټولو څخه دغه صدقه قبوله کړي او په راتلونکي کې د الله تعالی د دربار څخه ورته د لا زیات توفیق او اجر غوښتونکي یو.
01/05/2022
خالد بن ولید خیریه بنسټ
ټولو افغانانو او مسافرو ته د کمکي اختر تبریکي تقدیموو.
الله تعالی مو ټول عبادات، صدقات او روژې پخپل عالي دربار کې قبولي او منظورې کړه.
د ټولو مرسته کوونکو وروڼو څخه ځانګړې مننه چې د دغه بنسټ سره خپل د لاس تڼاکې لاسته راوړې رقم د الله د رضا لپاره صدقه کوي او تر دغه بنسټ یي رارسوي.
الله تعالی دې د ټولو څخه قبول کړي
د خالد بن ولید خیریه بنسټ مطبوعاتي همکار
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
5
Kabul