Peace Act Network
The founding session of establishing Peace Act Network
Given the present security and political situ
د سولې هڅه (پیس اکټ) د شبکې د تاسیس لومړنۍ غونډه
د افغانستان اوسنۍ امنیتي او سیاسي وضعې ته په کتو سره د غونډې ګډونوالو د یوې داسې شبکې د تاسیس او فعالیت ضرورت احساس کړ، چې د څلورو لسیزو څخه زیاتو جګړو او نا امنۍ ته خاتمه ورکړي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او د نړیوالوبشري حقونود نورمونو سره برابر د ټولو افغانانو لپآره د یوه سو کاله ژوند زمینه برابره کړي. د دې ډول فعالیتونو اړتیا په خاص ډول په دې تاریخي موقع کې په شدت سره احساسیږي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرې شروع شوي دي. د سولې د خبرو د بریالیتوب لپآره د شبکې ګډون والو د لاندنیو مهمو ستراتیژیکو هدفونو او فعالیتونو په اړه هوکړې ته رسیدلي:
۱. د اوسنیو ستونزو د سوله ییز حل لپاره د ټولو ګډون کوونکو سازمانونو او اشخاصو د فعالیتونو همغږي کول.
۲ د سولې د مذاکرو او اړونده ستونزو په اړه له خلکو سره د معلوماتو شریک کول.
۳ د سولې په خبرو کې د ټولو افرادو د بشري حقونو د تامین او تضمین لپاره له دواړو خواوو څخه د ډاډ حاصلول.
۴ د سولې د خبرو په اجندا کې د انتقالي عدالت د مسالې شاملول او له دې لارې د جګړو د قربانیانو د حقوقو اعاده کول او هغوي ته د اړول شویو زیانونو جبران ورکول.
۵ د تیرو دوو لسیزو په موده کې د مهمو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي لاس ته راوړنو تداوم او د افغانستان د دغو لاسته راوړنو، د خلکو غوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ د راتلونکي نظام جوړول او پالنه.
د دې شبکې د تاسیس په لومړنۍ غونډه کې د مدني ټولنې لاندنیو اجتماعي سازمانونو او موسسو ګډون درلود.
1 د افغانستان د سولې او دیموکراسي بهیر(Afghanistan Peace and Democracy Act)APDA
2 د سولې او بشري حقونو موسسه (Peace and Human Rights Organization ) PHRO
3 دارنیکا د انکشافي خدماتو سازمان (DDSO)
4 د افغان ښځو تعلیمي او حرفوي خدماتو سازمان (AWVSO)
5 د ښځو د ظرفیت جوړونې د توسعې سازمان (WSPDO)
6 Social Capacity Building Organization (CBO).
7 Women Assistance Association (WAA)
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul