Abdullah Sorush
دوستانو تاسی کولای شی د CCNA - MCSE -CCNP - Dtabase - Programming او د کمپ?
21/09/2025
کله چې هم کوم شاګرد ته زه درس شروع کوم لومړی سوال زما له هغه څخه دا وي چې ولې غواړې دا مضمون ووایې او یا یې زده کړې؟
ځکه بعضې خلک غواړي چې پوهنتون کې کامیاب شي او ښې نمبرې تر لاسه کړي ، بعضې خلک غواړي دنده تر لاسه کړي ، بعضې خلک غواړي عمیقه زده کړه وکړي او بعضې غواړي یواځې ورسره اشنا شي هر څوک یو مختلف هدف لري د زدکړو څخه.
نو د مختلفو هدفونو لپاره باید له مختلفو لارو اومیتودونو څخه کار واخیستل شي یو شان تدریس او میتود د ټولو د پآره ګټور نه وي نو الحمد لله تر اوسه چې مې هر شاګرد ته تدریس کړی ده تر خپل هدفه رسیدلي دي .
حتی داسې هم شوي دي چې زما سره یو ځای زما شاګرد د یوې دندې لپآره امتحان ورکړی او زما څخه یې زیادې نمبرې تر لاسه کړي دي.
زه یو متخصص یو استاد او یا هم ډیر پوه کس نه یم خو کم څه چې مې زده وي کولای شم په ښه طریقه سره یې هر ډول ذهن ته انتقال کړم.
لاندې عکس زما د یو آنلاین زده کوونکي د تیر سیمستر د نمبرو ده چې د متحده ایالاتو په یو کالج کې یې زده کړې کولې او د یو کال په جریان کې وکولای شول چې د کمپیوټر ساینس د زیادو مضامینو اساسات زده کړي او په کالج ښې نمبرې تر لاسه کړي په ژوند او چارو کې ورته بریاوې غواړم.
مونږ کولای شو هغه څوک چې د کمپیوټر او کمپیوټر ساینس په برخه کې غواړي پرمخ لاړ شي ورته تدریس وکړو او لارښوونه ورته وکړو
غواړئ پوه شئ چې په تجارت کې استهلاک (Depreciation) څه شی دی او څنګه یې په Excel کې حساب کړو؟
په دې ویډیو کې به تاسو زده کړئ چې څنګه د یو شتمنۍ (Asset) ارزښت د وخت په تېرېدو سره کمېږي، او دا به تاسو سره مرسته وکړي چې درې مهم استهلاک میتودونه زده کړئ:
✅ Straight-Line (SLN) – کرښه ییز استهلاک
✅ Declining Balance (DB) – کمېدونکی توازن
✅ Sum-of-Years’ Digits (SYD) – د کلونو مجموعه استهلاک
دا ویډیو د لاندې خلکو لپاره په ځانګړي ډول ګټوره ده:
محصلین چې ماليه یا حسابداري زده کوي
تجاران یا ادارې چې شتمنۍ تعقیبوي
هر څوک چې غواړي Excel کې استهلاک محاسبه کړي
07/05/2025
که مو د کمپیوټر پاسورډ له یاد څخه ووځي څنګه یې خلاص کړو؟
د هرې ژبې وکړو ته څنګه د هغوی په ژبه خبرې وکړو؟
څنګه وکولای شو فلش (بوټ ایبل ) کړو؟
له خپل موبایل څخه کمپیوټر څنګه کنټرول کړو؟
د خپل کمپیوټر معلومات (RAM - Processor) څنګه زیاد کړو؟
کله مو چې معلومات ډیلیټ شي دوباره یې څنګه تر لاسه کړو؟
په کمپیوټر کې د فولډر زیړ رنګ څنګه یو بل رنګ ته بدل کړو؟
په خپل کمپیوټر کې مهم او شخصي معلومات څنګه پټ او خوندي وساتو؟
څنګه کولای شو د موبایل سکرین کمپیوټر سره شریک کړو؟
خپل موبایل او کمپیوټر څنګه د بل هېواد او یا هم بل ځای څخه کنټرول کړو؟
څنګه وکولای شو ساینسی هره معادله یوازې په څو ثانیو کې حل کړو؟
څنګه کولای شو په ټاکلي وخت د خوب څخه راپورته شو؟
د افغانستان او نورو هېوادونو فضا څنګه کتلای شو؟
که غواړئ ددې او دې ته ورته د نورو زیادو پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ او زده یې کړئ مونږ درته ویډیو ګانې چمتو کړي دي کولای شئ ویې ګورئ د لاندې لنک په واسطه تر اوسه ۲۵ ویډیوګانې دي او دوام به لري
How to create Boatable USB without any software in Pashto By Abdullah Sorush Computer and Windows Tricks in pashto By Abdullah Sorush
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul