Diwa Studio
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Diwa Studio, Digital creator, Kabul.
> *د روژې موخه یوازې د خوراک او څښاک بندول نه دي ⚠️*
* عمر رضي الله عنه فرمايلي: روژه یوازې له خوراک او څښاک څخه نه ده، بلکې له درواغو، باطلو، چټياټو او (بې ځایه) قسمونو څخه هم ده.
* علي رضی الله عنه...: روژه يوازې د خوراک پرېښودل نه دي، بلکې د ژبې ساتل دي.
* مجاهد رحمه الله...: که چا دوه خصلتونه وساتل، روژه يې سلامت پاتې شوه: غيبت او درواغ.
* امام غزالي رحمه الله...: دیو مسلمان روژه هغه وخت بشپړېږي چې د ژبې، سترګو او زړه روژه هم ونیسي.
له إسلام ویب څخه...
> *هغه عبادت چې الله تعالی یې بدله خپله ورکوي💐*
رسول اللهﷺ فرمايي:
د آدم د اولاد هر عمل څو برابره زیاتیږي، یوه نېکي له لسو څخه تر اوه سوه چنده پورې زیاتیږي. الله تعالی فرمايي: مګر روژه (داسې نه ده) هغه یوازې زما لپاره ده او زه پخپله د هغې بدله ورکوم.
📚 متفق علیه
`د حدیث څو مهم ټکي:`
* د نېکیو زیاتوالی: الله تعالی له خپل فضل او کرم څخه د انسان نېکۍ له ۱۰ چنده څخه تر ۷۰۰ چنده پورې زیاتوي، خو دا زیاتوالی په اخلاص او نیت پورې اړه لري.
* د روژې ځانګړتیا: الله تعالی روژه له نورو عبادتونو جلا کړې او فرمایلي یې دي: "إِلَّا الصَّوْمَ". دا ځکه چې روژه یو داسې عبادت دی چې د بنده او د هغه د رب ترمنځ پټ وي (ریا پکې نه وي).
* بې حسابه اجر: کله چې الله تعالی فرمايي "أَنَا أَجْزِي بِهِ" (زه یې بدله ورکوم)، دا په دې معنی ده چې د روژې ثواب دومره زیات دی چې یوازې الله ته معلوم دی او د هغه د ذات له عظمت سره سم به وي.
* صبر او اخلاص: روژه د صبر نمونه ده، او الله تعالی فرمایلي دي چې صبر کوونکو ته اجر بې له حسابه ورکول کیږي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul