Milli sehat

Milli sehat

Share

Milli sehat pharmacy and Clinic

28/09/2022

د مار چیچل Snak Bite

که چیرته یو ډاکتر ته کوم مارچیچلی ناروغ راشي، په لاندی لارښونو دی عمل وکړی!

۱ - له مار چیچلی ځای څخه دي دوه درې انچه پورته برخه کلکه وتړي!
۲ - ټپي ځای دی د چاقو یا پاکي په ذریعه څیري کړي
۳- ربړ یا پلاستیک خولې ونیسظ او له ټپ څخه زهر راکش کړئ که پلاستیک نه وی نیغ په نیغه یې د خولي په ذریعه هم زبیښلی شې خو یاد ولرئ چې په خوله کې مو ټپ نه وی
۴- ناروغ کوم روغتون ته ولیږئ که روغتون لري او ستاسې په لاس کې د مار د زهرو ضد واکسین ( anti venine serum) وی نو ناروغ ته یې ۱۰ سی سی ۵۰۰ سی سی ګلوکوزو سره محلول کړئ او په ورید کې ورکړئ
۵- که چېري د ناروغ نبض کمزوری وی او بیهوشی پری راځی نو Inj.Decardon او یا Inj.Betnesol ورته پیچکاری کړئ
۶- ټپ ورته په پتاشیم پرمنګنات محلول ومینځئ
۷- ناروغ ته پوره غوړ ورکړئ!

پورتني تدبیرونه هله ګټه کوی، چې ناروغ له مار چیچلو سره سملاستی تاسو ته ورسیږی او که چیرته زهر په بدن کې تیت او خپاره شوی وی په هغه صورت کې ناروغ ته د مار د زهرو ضد سیروم ورکړئ، چې Anti venine serum ورته وایې، خو مخکی له دی چی یاده شوی دوا ورته ترزیق کړئ په پوستکی کې ورته ټیسټ کړئ او د ریکشن په صورت کې InJ.Adrenalin او Inj. Decadron ضرور په لاس کې
ولرئ!
0765202137
0787982589

21/09/2022

ډاکټران وايي، د تاریخ‌تېرو درملو د کارونې له امله کېدای شي وینه پر زهرو واوړي، مختلف حساسیتونه پیدا شي، پښتورګي، ځيګر او هضمي سیستم له کاره ولویږي او د انسان د مرګ لامل شي.

01/09/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې:
په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله منځته راځې ، په ځانګړي ډول کله چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي.
نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن د لاندې لاملونو څخه وي:
د هډوکو فریکچر یا ناثباته کېدل: دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او په تګ کې د ستونزو لامل کیږي.
د هډوکو زیات ماتېدل: هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډيرڅرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا فریکچر (اوسټیوپورسیس) ته اشاره کوي.
په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي،خپګان،د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي.

دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسان چې د ویټامن ډي کچه یې پوره وه په شکر ناروغۍ دویم ډول د اخته کېدو خطر یې کم و.

د ویټامن ډي د کمښت درملنه:
ویټامن ډي په اساسي ډول د ځينې عواملو لکه خوراکي نظام، عمر او د لمر وړانګو مقدار پورې اړه لري. که چیرې تاسې د ویټامن ډي معاینه ترسره کړئ، او پایله وښيي تاسې ددې له کمښت سره مخ یئ، نو تاسو او ستاسو حالت لپاره مناسبې لارې وړاندیز کیږي تر څو دغه کمښت پوره کړئ.

بدن مو څومره ویټامن ډي ته اړتیا لري؟
ددې کچې معلومولو لپاره د روغتیا وزارت د رژیم پوره کونکي وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

۱۰ مایکروګرامونه تر ۱۲ میاشتو پورې
۱۵ مایکروګرامونه د یو کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې
۲۰ مایکروګرامونه له ۷۰ کلنۍ څخه پورته.

په لومړي سر کې ستاسې ډاکټر کولی شي تاسو ته ووایي چې څومره اندازه ویټامن ډي ته اړتیا لرئ، او څنګه کولی شئ ددې کچه لوړه کړئ. ممکن ډاکټر تاسې ته لمر ته د کیناستلو، سپلیمنټ اخیستلو یا حتی د بدیل خوراک سپارښتنه وکړي.

ځینې خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي لري په لاندې ډول دي:
د ماهي ځينې ډولونه، په ځانګړي توګه غوړ لرونکي ماهیان لکه (سلمون او میکریل).
>د هګۍ ژيړ
>د پنیر ډولونه
>کاکاوي تولیدات
>د لبنیاتو محصولات
> او ځینې شربتونه لکه د مالټې جوس.

اوس موږ د ویټامن ډي د کموالي نښې او ددې د درملنې لارې وپيژندلې، نو تاسو کولای شئ د هرې لارې ګټه پورته کړئ، لکه ځانګړی خوراکي رژیم چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري او یا لمر ته کیناستل غوره کړئ.
ددعا په هیله
0787982589
0765202137

23/08/2022

♥ بسم الله الرحمن الرحیم ♥
•• Orlistat ••
•• What is ORLISTAT ••
•• Overview of ORLISTAT ••
یو Peptic and Pancreatic Lipase نهی کوونکی دی چې د بدن څخه دشحمو اطراح زیاتوي او شحمیت جذبیدلو ته نه پریږدي چې د چاغوالې یا وزن د کمولو لپاره استعمالیږي.
•• د حمل په B کټګورۍ کې شامل دي.
•• Indication:
د چاغوالې یا وزن د کمولو او کنترولولو لپاره استعمالیږي. په هغه خلکو کې چې BMI یې زیاته وي او د لوړ فشار، وینې غوړ او شکر خطره ورته موجوده وي مؤثر درمل دي.

•• Contraindication:
• فرط حساسیت
• د صفرا نه افرازیدل یا Cholestasis
• سؤیی تغذیه
• د حمل او شیدو ورکولو په وخت یې تاثیر نا معلوم دی
• او د دولس ۱۲ کالو کم عمره ماشومان ته دي نه استعمالیږي.

•• Side effects:
• مقعدی دردونه
• د تغوط یا ډکو متیازو زیاتوالی
• سر درد
• د ګیډي درد
• ضعیفی
• د حیض ګډوډي
• د مایع یا شحمو پشان غایطه مواد

•• Dosage:
• د 120mg کپسول او تابلیت په شکل موجود دي.
• کاهلان 120mg د ورځې دري ځلې د خولې د لاري.

•• Warning:
• د شکر یا Diabetes type 2 په موجودیت کې باید په ډیر احتیاط سره استعمال شې.
• دا درمل په شحمو کې د منحل ویټامینونو جذب خرابوي نو Multivitamins باید ددي درمل سره کم از کم تر دوه ساعتو وخت کې استعمال نشې.

•• نوټ:
ټول درمل د ماشومانو د لاس رسې څخه لرې وساتئ !!!
اود درملو په خپل سر استعمال څخه ډډه وکړئ !!!

د دعا په هیله
0787982589
0765202137

14/08/2022

د شکري مرض ښه دوا او تداوي لري مګر که ددي مرض و صحیح علاج او تداوئ ته توجه و نه سي او په وخت د ډاکټر سره و نه لیدل سي او صحي لارښووني عملي نسي نو د بدن مختلف اعضاوي لکه ګردي یا پښتورګي،رګونه،عصبي رشتي،سترګي او ټول بدن په مختلیفو مشکلاتو اخته کیږي !
خپل علاج په وخت او په صحیح طریقه ترسره کئ !

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Main Dar Ul Aman Road Street Guzargah
Kabul
020