Civil Engineering Information

Civil Engineering Information

Share

this page is for learning of civil engineering

25/02/2026

په تهدابونو کې د ستنو د اشايرو (Dowels) د لوري انجنیري لارښوونه :
د امریکا د کانګریټو د ټولنې د کوډ (ACI 318) له مخې، د اشايرو د لکيو د لوري (بهر یا داخل ته) په اړه کوم صریح یا جبري امر نشته، بلکې اصلي تمرکز د قوې پر لېږد او د سيخانو پر نښتلو دی.

۱. د اشايرو لپاره د ACI 318 معیارونه :
😎 د نښتلو اوږدوالی (L d): کوډ شرط ایږدي چې اشاير باید په تهداب کې لږترلږه د نښتلو د اوږدوالي (Ld) په اندازه، یا ۳۰۵ ملي متره ، او یا د سيخ د قطر ۶ چنده داخل شي ترڅو قوه په بشپړ ډول ولېږدول شي.

😎 ده Punching Shear : د اشايرو ځای پر ځای کول باید داسې وي چې په حساسو ساحو کې د کانګریټو د پنچنګ یا PUNCHING کېدو مخه ونیسي.

۲. ولې په عملي کار کې "بهر ته لوری" غوره ګڼل کېږي؟
که څه هم دا قانون نه دی، خو انجنیران د لکيو لوری بهر ته غوره بولي ځکه:
😎 د کانګریټ اچونې کیفیت: کله چې لکۍ بهر ته وي، د ستنې په منځنۍ برخه کې د سيخانو ګڼه ګوڼه کمېږي، چې دا کار د (Honeycombing) مخه نیسي او کانګریټ په اسانۍ ځای پر ځای کېږي.

😎 ثبات: بهرنۍ لکۍ د کانګریټ اچونې پر مهال د ستنې د عمودي سيخانو د بې ځایه کېدو او څرخېدو مخه نیسي، په ځانګړې توګه په زلزله لرونکو سیمو کې.

۳. د تثبیت حالت (Fixed vs. Pinned):
په ACI 318 کې د لکيو د لوري او د اتصال د ډول ترمنځ مستقیم تړاو نشته.
په Fixed حالت کې چې مومنټونه زیات وي، د اشايرو او Hooks تعداد ډېرېږي، خو بیا هم د کانګریټو د ښه ځای پر ځای کېدو لپاره بهرنی لوری غوره دی.

په pinned : که څه هم قوه کم دی، خو بیا هم د کار د اسانتیا او د وسپنې د ثبات ډاډمنولو لپاره بهرنی لوری غوره ګڼل کېږي.

۴. استثنايي حالات (Exceptions):
ده (Edge Columns):
که چېرې ستنه د تهداب په کنده کې وي او لکۍ یې له تهدابه وځي، نو په دې حالت کې لکۍ دننه ته قاتېږي او د ۹۰ یا ۱۳۵ درجو هک ورته جوړېږي.

زلزلې: په هغو سیمو کې چې د زلزلې خطر (SDC D-F) وي، د اشايرو د بندولو Confinement لپاره ځانګړي شرایط په پام کې نیول کېږي.

15/02/2026

سوال:- سلب (Slab) تعریف کړئ او ووایاست چې په صورت عموم سره موږ څو ډوله سلبونه لرو؟
سلب د هغه ساختماني عنصر څخه عبارت دی چې ضخامت یې نسبت طول او عرض ته په مراتبو کوچنی وي او په څلور ډوله دی
One-way slab
Tow way slab
Flat slab (beam less)
Flat plate slab

سوال:- که په (One Way) سلبونو کې د سیخ کششي مقاومت 60000psi وي نو (ρ_min) ورته په محاسباتو کې څومره په نظر کې نیول کیږي؟
0.0018ρ_min

سوال:- که یو (One Way) سلب چې دوو طرفو ته یې ادامه پیداکړې وي، ارتفاع یې نظر تغیر شکل ته د کومې رابطې څخه لاسته راځي؟
h=Span/28

سوال:- په سلب کې اعظمي او اصغري د سیخ اندازه څومره ده؟
په اعظمي ډول ۲۰ سانتي متره او اصغري اندازه یې ۱.۵ سانتي متره ده.

سوال:- د کنسولي سلب (Cantilever Slab) اندازه په زلزله خیزو مناطقو کې باید د څومره نه اضافه نشي؟
د 1.5m څخه باید اضافه نشي.

سوال:- اوسپنیز کانکریټي پوښښونه (Slabs) په څه شي کې کار کوي؟
په انحنایي مومنټ کې.

سوال:- د سیخ اچول په یو اړخیز (One Way Slabs) او دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs) کې څه فرق لري؟
په یو اړخیزه سلب (One Way Slab) کې اساسي سیخان یواځې په لنډ لوري اچول کیږي، آما په دوه اړخیزه سلبونو کې اساسي سیخان په دواړو لورو اچول کیږي چې یو پر بل عمود وي.

سوال:- په دوه اړخیزه (Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه په کومو برخو کې جوړیږي، واضح یې کړئ؟
په دوه اړخیزه سلبونو کې بارونه په منځ کې لاندې خواته او په غاړو کې پورته خواته کږيږي، نو ځکه سلب په منځ کې مثبت او په غاړو کې منفي مومنټ تولیدوي.

سوال:- دوه اړخیزه سلبونه په څو ډوله دي؟
په درې ډوله دي:
هموار سلبونه
هموار پلیټونه
ګاډر لرونکي دوه اړخیزه سلبونه.

سوال:- په دایروي سلبونو کې د ګږیدو محیطي مومنټ په کومه برخه کې اعظمي قیمت لري؟
مرکز کې.

سوال:- په دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs )، دایروي سلبونو او پیک لرونکو سلبونو (Contiliver Slabs) کې کوم ډول مومنټونه منځ ته راځي؟
په دوه اړخیزه سلبونو (Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه
دایروي سلبونو کې شعاعي او محیطي مومنټونه
او په پیک لرونکو سلبونو کې یواځي منفي مومنټ تولیدیږي.

سوال:- د دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs) څخه د کوم سلب مصرف کم او مقاومت زیات دی؟
هموار سلب.

سوال:- د زینو د سلب ډیزاین په کوم ډول تر سره کیږي؟
د یو اړخیزه سلب (One Way Slab) په ډول.

سوال:- د سلب په هر متر کې د سیخانو مقدار په اصغري ډول څو دانې وي؟
پنځه دانې.

سوال:- په کنسول لرونکو ګاډرونو (Contiliver Beam) او یا هم سلبونو کې سیخ ته په کومه برخه کې موقعیت ورکول کیږي؟
په فوقاني برخه کې.

سوال:- د سلب په هر متر کې د سیخانو اعظمي تعداد څو دانې وي؟
14 دانې.

سوال:- یو سلب چې طول یې 6m عرض یې 4m او ضخامت یې 15cm په نظر کې نیول شوی وي، تاسې یې 3% سیخ محاسبه کړئ؟
د سلب حجم= 6m×4m×0.15m=3.6m3
د سیخ اندازه = 3.6*3/100*7850=848kg

سوال:- د هموارو اوسپنیزو کانکريټي سلبونو ګټې او نواقص ولیکئ؟
د هموارو اوسپنیز کانکریټي سلبونو ګټې عبارت دي له:-
د قالبندۍ سهولت
د بیم څخه عدم استفاده
تر ټولو د کم ضخامت څخه استفاده
د سلب د ضخامت یوشان والی، د وایې په ټولو برخو کې
د ټولو تخنیکي شبکو ځای پر ځای کول د سلب په داخل کې
خو ددې ټولو ګټو سره درې عمده نواقص لري:-
ابعاد وایه های این نوع سلب کوچکتر اند.
تغیر شکل های دراز مدت عامل تعین کننده ضخامت این نوع سلب ها میباشد.
موجودیت برش دوطرفه در نزدیکی پایه ها.

سوال:- هغه اوسپنیزکانکريټي سلبونه چې له فرعي ګاډر سره وصل وي، ګټې او زیانونه یې ووایاست، او همدارنګه کمترینه ضخامت ددغه ډول سلبونو د ۲ ساعته اورلګیدنې په مقابل کې په کومه اندازه باید په نظر کې نیول کیږي؟
ګټې یې:-
د کم ضخامت لرونکي سلب څخه د استفادې امکان درلودل
په صنعتي ودانیو کې د استفادې امکان
د وایې د طول د ډیروالې امکان
زیانونه یې:-
د چت لوړوالی
د قالبندۍ مشکلات.

سوال:- هغه سلبونه چې له اساسي ګاډرونو سره وصل وي،خپل بارونه چیرته انتقالوي، او هم ددغه ډول سلبونو ګټې او زیانونه ولیکئ؟
دا ډول سلبونه خپل بارونه مستقیماً پایو ته انتقالوي، او ګټې یې په لاندې ډول دي.
د مناسبو ودانیو ایجاد
د جوړیدو د مصارفو کموالی
په چټک ډول جوړیدنه
د وایې د طول لویوالي امکان
نواقص(زیانونه) یې په لاندې ډول دي:-
د سلب د ارتفاع لوړوالی
مشکل بودن ایجاد بازشو در محل عبور تیرها.

سوال:- په سلبونو،پایو او فرشونو کې عموماً کوم مارک کانکریټ اچول کیږي؟”امین زی لیکدود“
په سلب او پایو کې عموماً 200 او 250 مارک کانکریټ او په فرشونو کې 150 مارک کانکريټ اچول کیږي.

سوال:- په دوه طرفه سلبونو کې د منفي مومنټ مقدار څومره دی؟
65—70% مثبت او 26% منفي مومنټ.

سوال:- په دوه طرفه سلبونو (Two Way Slabs) کې بارونه په کومو شکلونو د بیم لپاسه عمل کوي؟
مثلثي او ذوذنقيي شکلونو.

سوال:- دوه طرفه سلبونه په څو جهتونو ډیزاین کیږي؟
په دوو جهتونو (اوږد او لند طرف).

06/12/2025

👷 کمترین فیصدی سیخبندی در پایه و گادر آهنکانکریتی

کمترین فیصدی سیخبندی در پایه برابر ٪۰.۸ مساحت مقطع عرضی آن می باشد.

بیشترین فیصدی سیخبندی در پایه برابر ٪۶ مساحت مقطع عرضی آن می باشد.

کوچکترین سایز قطر سیخ در پایه عبارت از قطر ۱۲ ملی بوده و تعداد آن در پایه های مربع شکل ۴ عدد و در پایه های با مقطع دایروی ۶ عدد میباشد.

کمترین فیصدی سیخبندی در گادر در ناحیه کشیشی حدود 0.85bd/fy ‌بوده که bd عبارت از مساحت مقطع عرضی آن بوده و Fy مشخصه محکمیت سیخ است.

بیشترین فیصدی سیخبندی در گادر برابر ٪۴ مساحت مقطع عرضی آن در ناحیه کشیشی و فشاری می باشد.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul