Baran News
Baran NEWS delivers fast, accurate, and unbiased updates from Afghanistan and across the World. Stay informed. Stay connected.
د شاپور ځدران پسې د ملګرو ویر!
شاپور ځدران جنازه!
09/07/2026
د شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ جسد له هند څخه کابل ته پر لار دی او ټاکل شوې چې نن مازدیګر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېږي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په کابل کې د نوموړي د هرکلي او د جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی روان دی، څو د هغه جسد له هوايي ډګر څخه د کورنۍ استوګنځي ته ولېږدول شي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبه د افغانستان د کرکټ دغه ملي اتل په کابل کې د سلګونو مینهوالو، د کرکټ د کورنۍ غړو او خپلوانو په حضور کې خاورو ته وسپارل شي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي افتاب عالم ویلي، د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ جسد د خپل ګران وطن افغانستان پر لور لېږدول شوی دی.
د افتاب عالم په وینا، د شاپور ورور غمي ځدراڼ د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د هغه د درملنې او پالنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، خو د سفر او اسنادو د ستونزو له امله ونه توانېد چې کابل ته لاړ شي او د خپل ورور د جنازې او تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړې، غمي ځدراڼ په هوايي ډګر کې له سختو ناهیلیو سره یوازې پاتې شو، خو ټینګار یې کړی چې شاپور ځدراڼ به په خپل وطن کې یوازې نه وي، ځکه په کابل کې زرګونه او حتی لکونه افغانان د خپل ملي اتل وروستي هرکلي ته چمتو دي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړنیو اتلانو له ډلې و، او د هغه مړینه د هېواد د سپورټ لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بلل کېږي.
یو اتل خپل وطن ته ستنېږي... هغه وطن ته چې د هغه په بریاوو یې ویاړ کاوه.
افتاب عالم: د شاپور ځدراڼ جسد د افغانستان پر لور روان شو
د ملي اتل شاپور ځدران د ژوند یو څو کلیپونه!
07/07/2026
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. د راپورونو له مخې، نوموړي له تېرو څو میاشتو راهیسې له ناروغۍ سره مبارزه کوله او تېره شپه یې ساه ورکړه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړۍ دورې له هغو مخکښو لوبغاړو څخه و چې د هېواد د کریکټ په نړیواله کچه د پېژندنې او پرمختګ لپاره یې مهم رول ولوباوه. هغه د خپلې چټکې توپ اچونې، زړورتیا او اغېزناکو لوبو له امله د کرکټ مینهوالو ترمنځ ځانګړی محبوبیت درلود.
نوموړي د افغانستان لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لوبې ترسره کړې او د ملي لوبډلې د لومړنیو بریاوو برخه وګرځېد.
الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کریکټ ټولنې ته دې د زړه صبر او اجر ورکړي.
#شاپورځدران #افغانستــان #کریکټ #خبر #خبرفوری
د ډاکټر نجیب الله په اړه پټ حقیقت؛ د عصمت قانع مهمې څرګندونې!
د لیکوال او سیاسي شنونکي عصمت قانع دا څرګندونې د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې د سیاست په اړه د یوې ایکس (X) سپېس غونډې پر مهال شوې دي. نوموړی په دې بحث کې د هغه وخت د سیاسي وضعیت او د ملي روغې جوړې د تګلارې په اړه خپل تحلیل او لیدلوری وړاندې کوي.
#خبر #خبرفوری #افغانستــان #سیاست
06/07/2026
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د تازه راپور له مخې، افغانستان لا هم له ژور اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دی او دا مهال د هېواد ۷۴ سلنه وګړي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي.
د راپور په وینا، نازک اقتصاد، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، د کار او عاید محدود فرصتونه او د ښځو د اقتصادي او ټولنیز ګډون کمښت هغه مهم عوامل دي چې د خلکو د ژوند شرایط یې لا پسې خراب کړي دي.
UNDP خبرداری ورکوي، که د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو او ټولشموله پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته نه شي، د افغانستان بشري وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.
راپور ښيي، د هېواد له هرو څلورو کسانو څخه نږدې درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له جدي ستونزو سره مخ دي.
#افغانستان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Address
Kabul