Civil Engineering Information
You can read the engineering information on this page
20/12/2025
👷 د ساحې انجنیري او مسؤلیتونه
1) Check drawings before starting work
د کار له شروع څخه وړاندې لومړی د پروژې اړوند پلانونه په دقیق ډول ولوله دا به در سره مرسته وکړي، که چېرته کومه ستونزه وي، په همغه وخت د ډیزاین انجینر او یا هم د مشرتابه سره نوموړي موضوع حل کړې.
2) Inspect materials before use
دا هم ستا مسوولیت دی، چې هر ډول ساختماني مواد چې په پروژه کې استعمالیږي، د موادو کیفیت څخه ځان مطمین کړه تر څو د Specifications مطابق وي.
3) Follow safety rules and use PPE
د کاریګرو د خوندېتوب ته دې هم باید پام وي، هر کارګر باید د خوندېتوب وسایل وکاروي، د بېلګې په ډول خولۍ، بوټان، عینکې، دستکشې او داسې نور ...
4) Guide labour clearly before work
دا ډېر مهم کار دی چې کاریګرو مخکې له مخکې کار وویشل شي او لارښونه ورته ورته وشي، چې کوم کار او څه ډول یې باید انجام کړي.
5) Record daily progress and issues
دا هم در سره نوټ کړه، چې نن کوم مواد استعمال شول کومو کاریګرو کوم کارونه تر سره کړل، د پروژې کاري پرمختګ او همدارنګه پیدا شوي مشکل در سره یادښت کړه.
6) Communicate problems immediately
که په ساحه کې هر ډول مشکل سره مخ کیدې هغه که تخنیکي وي، مالي وي، او یا هم امنیتي وي، هڅه وکړئ، چې ژر یې خپل project Manager سره یې شریکه کړئ، تر څو ستونزه لویه نشي او حل لاره ورته پیدا شي.
7) Keep site clean and organized
دا هم ستا په غوره مدیریت دلالت کوي، چې کاري ساحه منظمه او پاکه وي، تر څو د پروژې ښه تصویر وړاندې شي.
copy
20/11/2025
د سړک د طبقو په اړه دوهم درس
پوښتنه: د سړک څلورمه یا Asphalt طبقه تشریح کړئ؟
ځواب:
د سړک څلورمه طبقه د Asphalt Surface Course یا د سړک وروستۍ قیر اچونې طبقه ده، چې د ټرافیک د مستقیم تماس نقطه ده او د سړک هموارۍ، د اوبو د نه جذبېدو او د دوام لپاره خورا مهم رول لري. دا طبقه په درېیو طریقو جوړېږي:
۱) Asphalt (Hot Mix Asphalt – HMA)
دا د سړک معیاري او پیاوړې قیرینه طبقه ده.
A. Frame Coat / Prime Coat
له اسفالټ وړاندې د Prime Coat یا (Frame Coat) طبقه اچول کېږي.
په دغه طبقه کې لاندې مواد استعمالېږي:
۶۰٪ قیر (Bitumen)
۴۰٪ د خاورو تېل (Kerosene / Cutback Oil)
د Prime Coat تطبیق:
د تطبیق اندازه: ۱.۵ – ۲ لیتره په هر مربع متر کې
د وچېدو وخت: ۱۶ ساعته
په دې موده کې په سړک د وسایطو تګ راتګ بند وي، تر څو سطحه ښه جذب او پخېدل وکړي. وروسته ټرافیک ته اجازه ورکول کېږي؛ څو اضافي شګې یا Loose Aggregates لرې شي.
B. د اسفالټ اصلي طبقه (Hot Mix Asphalt)
د Prime Coat څخه وروسته د اسفالټ اصلي طبقه اچول کېږي.
د اسفالټ طبقه ځانګړتیاوې:
معمولي ضخامت: لږ تر لږه ۷ سانتي متره
د حرارت درجه د اچولو پر وخت:
۱۵۰ – ۱۶۰ سانتي ګرېډ
مواد:
جغل (Aggregates) – د ډیزاین مطابق
ریګ یا Sand
قیر/Bitumen
Mineral Filler (Stone Dust)
دغه مواد د ځانګړي ماشین (Asphalt Plant) په وسیله سره ګډېږي او حرارت ورکول کېږي. بیا د Dump Truck په وسیله ساحې ته انتقالېږي، د ټاکل شوي ضخامت سره خپرېږي او په پای کې پرې رولر ګرځي تر څو بشپړ کمپکشن او Smooth سطحه ترلاسه شي.
۲) DBST (Double Bituminous Surface Treatment)
دا دوه قیرینه طبقې لري:
لومړی قیر + شګه
دویم ځل قیر + شګه
دا نسبتاً ارزانه خو دوامداره سطحه جوړوي.
۳) SBST (Single Bituminous Surface Treatment)
د قیر یوه طبقه ده چې شګه پرې اچول کېږي. د ټیټ ټرافیک سړکونو لپاره مناسب دی.
د ټرافیک لوډ او ډیزاین معیارونه
د سړک د ډیزاین پر وخت د وسایطو ټول بارونه په پام کې نیول کېږي.
د افغانستان د ټول ګټو وزارت لاندې معیار ټاکلی دی:
د یو اکسل اعظمي لوډ: 12 ټنه
د یوه ټایر (پایه) اعظمي جواز لوډ: 6 ټنه
دغه معیار د Asphalt طبقه د ضخامت، کیفیت او ډیزاین اساس جوړوي.
له لوستلو مننه 🌿
کاپي
11/11/2025
🏗️ د کانکریټ د کار وړتیا (Workability of Concrete)
سریزه (Introduction):
د کانکریټ کار وړتیا یا Workability هغه خاصیت ته ویل کېږي چې د کانکریټ د تازه حالت په وخت کې د مخلوط، ځای پر ځای کولو، کلکولو (Compaction) او سطحي برابرولو (Finishing) د آسانتیا درجه څرګندوي — داسې چې په دې جریان کې جلا کېدل (Segregation) او د اوبو راوتل (Bleeding) رامنځته نه شي.
په ساده اصطلاح، Workability دا ښيي چې یو کانکریټ څومره په اسانۍ سره کارېدلی شي، پرته له دې چې د هغې کیفیت او جوړښت زیانمن شي. دا ځانګړنه د کانکریټ د جوړښت، پایداري، ظاهري کیفیت او قوت په ترلاسه کولو کې حیاتي رول لري.
د کار وړتیا اهمیت (Importance of Workability):
د مناسبې Workability لرونکي کانکریټ نه یوازې په اسانۍ ځای پر ځای کېږي، بلکې یوشان کمپکټ کېږي او د voids (خالي ځایونو) څخه خالي وي.
د Workability کچه د لاندې مهمو فکتورونو اغېزمنه ده:
د کانکریټ قوت (Strength)
دوام (Durability)
ظاهري یکنواختي (Uniform Appearance)
د کار سرعت (Construction Speed)
د کمپکشن کیفیت (Compaction Quality)
که کانکریټ ډیر سخت وي (Low Workability)، کمپکشن یې ستونزمن وي او خالي ځایونه پرې پاتې کېږي.
او که ډیر نرم وي (High Workability)، نو Segregation او Bleeding زیاتېږي چې د قوت د کمېدو سبب کېږي.
نو ځکه، د هر ساختماني کار لپاره مناسبه Workability کچه ټاکل ډېر مهم دي.
د کار وړتیا باندې اغېز لرونکي عوامل (Factors Affecting Workability):
1️⃣ د اوبو اندازه (Water Content):
د اوبو زیاتوالی د ذراتو ترمنځ د رګښ مقاومت (Internal Friction) کموي او Workability زیاتوي.
خو زیاتې اوبه د Water-Cement Ratio لوړوي، چې د Compressive Strength په کمېدو تمامېږي.
نو باید د اوبو اندازه د Target Slump او Strength Requirement مطابق ټاکل شي.
2️⃣ د مخلوط تناسب (Mix Proportion):
د Fine Aggregate (شګه) د تناسب زیاتوالی د ذراتو ترمنځ تشې ډکوي او مخلوط همغږي (Cohesive) کوي.
خو که شګه زیاته شي، نو Surface Area زیاتېږي او اضافي اوبو ته اړتیا پېدا کوي.
متوازن Mix Design د Workability او Strength ترمنځ ښه توازن رامنځته کوي.
3️⃣ د اجزاوو اندازه او شکل (Size and Shape of Aggregates):
ګرد (Rounded) Aggregates د سطحې لږه رګښنه لري، نو Workability ښه کوي.
ګوټ لرونکي (Angular) Ag
23/11/2024
د ( Irrigation ) د برخې عملي مثال:
سوال : د یو مستطلي مقطع لرونکې کانال ابعاد همدا ډول د جریان مقدار مالوم کړئ په هغه صورت کې چې د مقطعې مساحت یې مساوي وي په 32m^2 سره د کانال د تل میلان یې مساوي وي په ( 0.001) او د شیزي ضریب یې مساوي په ( 52.5) سره
حل:
لومړی راکړل شوي مالومات یو طرف ته ځان ته ولیکئ همدا ډول هغه څه چې په سوال کې غوښتل شوي یعنې نا مالوم وي د بېلګې په ډول
A = 32 m^2
C = 52.5
S = ( 1 / 1000)
Q =?
b =?
h =?
A = b x h
د مستطلي کانال ترټولو ګټوره مقطع هغه ده چې د کانال عرض یې د ارتفاع د دوه برابره سره مساوي وي یعنې. (b = 2h )سره وي
اوس راځو په پورتني فارمول کې د b پر ځای 2h وضع کوو
A = 2h x h = 2h^2
د A پر ځای خپل قیمت وضع کړئ
32m^2 = 2h^2
نو په نتیجه کې د (h = 4m)سره شو
دلته د b = 2h معادله کې د h قیمت چې وضع کړئ نو (b = 8m) سره
د هایدرولیکي شعاع د پیدا کولو لپاره اړتیا ده چې لومړی د کانال لوند محیط پیدا کړو
P = b + 2h
P = 8 + 2 x 4
P = 16m
اوس کول شو چې د کانال لپاره هایدرولیکي شعاع پیدا کړو
R = A / P
R = 32 / 16
R = 2m
د سرعت د پیدا کولو لپاره په لاندې ډول د شیزي معادله لیکو او کوم قیمتونه مو چې پیدا کړي دلته یې وضع کوو
V = C x R^1/2 x S^1/2
V = 52.5 x 2^1/2 x (0.001)^1/2
V = 2.35 m/s
اوس راځو د کانال د جریان مقدار پیدا کوو
Q = V x A
Q =2.35 x 32
Q = 75.2 m^3/sec
هغه څه چې په سوال کې نا مالوم وو ټول پیدا شول
Q = 75.2 m^3
b = 8 m
h = 4 m
نوټ:د فیسبوک او انسټاګرام د نوي قانون له مخې که چېرته پوسټ لایک نه کړی فالوورز غېرې فعال ګڼل کېږي کېدای شي را تلونکې پوسټونه تر تاسو در ونه رسېږي
ستاسو دبریا په هیله
HMS
Copy
د کانکریټو د کیفیت مالومولو ازمایښتونه . TESTS FOR CONCRETE QUALITY CHECKING
په کانکریټو باندې د کیفیت مالولولو ازمایښتونه د لاندې ممکنه موخو د ترلاسه کولو ترسره کیږي .
1. چې له ورکول شوو مشخصاتو سره د ترلاسه شوو کانکریټو د کیفیت متغیروالی(variation) مالوم شي .
2. چې وکتل شي ایا کانکریټ پوره مقاومت لري او یا هم وکتل شي چې که لوڅ (stripping)شي،تشنج لاندې راشي او یا هم ورکول شوي اتکا ترې لرې شي کلک شوي یا نه .
3. چې وکتل شي ایا کانکریټو هومره مقاومت ترلاسه کړی څومره ته چې ورته په پام کې نیول شوی.
د کانکریټو د بیلابیلو ځانګړتیاو د مالومولو لپاره بیلابیل ازمایښتونه شته .هر ازمایښت د کانکریټ د اړوند کیفیت لپاره خپله پایله لري .نو ټول ازمایښتونه ترسره کول ستونزمن او ډیر لګښت غواړي .خو دلته مهمه داده چې پوه شو د کانکریټو د کوم کیفیت مالومولو لپاره ازمایښت ترسره کیږي .د کیفیت د ډول او موخې په ګوته کول ازمایښت لپاره ترټولو لومړی شرط دی .د کانکریټود کیفیت ازمایښت په ترسره کولو کې لویه موخه دا ده چې مالومه شي د شته کانکریټو کیفیت له ورکول شوو مشخصاتو او مخلوط ډیزاین سره د مخلوطولو او ځای په ځای کولو په وخت څومره تغیر لري .په دې سره به ډاډ ترلاسه شي چې ښه کیفیت لرونکي کانکریټ ځای ته رسیدلي او په دې توګه به د جوړ شوي عنصر کیفیت د منلو وړ وي . په ټوله په کانکریټو په دوه حالتونو کې ازمایښتونه ترسره کيږي په سخت او کلک شوی حالت کې او په تازه جوړي شوي حالت کې .
لومړی :سخت کانکریټ HARDENED CONCRETE
1. فشاري مقاومت Compressive strength
2. کششي مقاومت –مستیقیم کشش Tensile strength: Direct tension
3. د ماتیدو مودول Modulus of rupture
4. غیر مستقیم (تاویدل ) Indirect (splitting) Test
5. کثافت Density
6. انقباض Shrinkage
7. کریپ Creep
8. د الاستیکیت مودول Modulus of elasticity
9. جذب خاصیت Absorption
کاپي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kabul