Imran Yaad

Imran Yaad

Share

Islamic,Humanity,politic,IT engeneer,social active,and writer.

09/01/2022

ارواپوهان په دې باور دي چې مایوسي د هېڅ درد درمل نه ده بلکې نا امیدي درد لا زیاتوي. هیله يا اميد د غم په شېبو کې تر ټولو ښه درمل دی.
Dr shams

28/12/2021

د کور سامان لرمه څوک یې اخلي
زاړه بوټان لرمه څوک یې اخلي

مړۍ ډوډۍ د خوراک نشته کور کې
زوړ د سترخوان لرمه څوک یې اخلي

نور یې رنګونو ته کتلی نه شم
خوار ماشومان لرمه څوک یې اخلي

ناروغې مور ته پرې دوا اخلمه
یو پاک قران لرمه څوک یې اخلي

کړی تحصیل مې خریدار نه لري
اسناد بې شان لرمه څوک یې اخلي

خریدار شته څوک د عقبی توښه ده
یتیم ځوی جان لرمه څوک یې اخلي

حج مو راغلی دی تر کلي خلکو
زړه پریشان لرمه څوک یې اخلي

د دې هېواد د هر وګړي د ژوند
جلا داستان لرمه څوک یې اخلي

هسې نه کفر ته پرې و نه وځم
روح مسلمان لرمه څوک یې اخلي

افغان معلم یم نورڅه نه لرمه
غړي د ځان لرمه څوک یې اخلي

تراب ستا د غم لړلې وینا
.پوره دیوان لرمه څوک یې اخلي

شاعر مطیع الله تراب

18/12/2021

په ځنځير د خاموشي تړلي ښه يو
ستونزي ټولي له زبانه پيداکيږي

22/01/2021

زه چې غـــږيږم خپه کيــــږي خلـــک
ما په حاضر مجلس کې غلى پریږدئ
🇦🇫
_______________________________________________
هيواد دي سلامت وي

07/12/2020

موږه ټول به په قام ننګ کؤو ملګرو!
چاته اوس موکه ورغلې او څوک وخت ته انتظار دي.
شاعر؟

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul