Fahim samar

Fahim samar

Share

څارنوال فهیم ( ثمر )

17/11/2022

ظالم پلار 💔💔هغه څوک چي اولاد خرڅوي داهم شعر
عجب لېوه ســــــــــــړی یې ایمان نه لرې دنیا ته
د زړه ټوټـــــــــــه دي ورکړه په پیسو زاړه بوډا ته

پښتون خو د غیــــــرت او د مېړاني یو سمبول دی
پښتون خو داسـي نکړي پښتون ګوري مخ او شا ته

پیسي د ولــــور واخلې چي د ګیډي دوږخ سوړ کې
صفت د بزرګـــــــــــۍ کوې چي کښېنې و هرچا ته

په غټو بریتو ویاړ کــــــــوې کمزوری دي ضمیر دئ
عقباء کي به ظالمه څه ځــــــــواب ورکې الله ج ته

دوستي د غریــــب عار بولې او خان سړي ته ورسې
په سپک نظـــــــــــــر تــــــل ګورې ای ظالمه اقربا ته

کښتۍ د عقل فکــــــــــــــر دي لاهو کړه خواهشاتو
پنــــــــــــځه وخته لمانځه کي به ښېرا کیږي وتا ته

د لور په ولور ځې د خدای ج بیتې ته نه شرمېـــــږي
حیـــــــــــران یم چي څـــــه ووایم وداسي بې پروا ته

ځوانـــــــي دي ور لمبه کړه اوس به داسي درته وایي
دوږخ دي پـــــلاره ځای سه نور مي مه راڅه و خوا ته

الله ج دي سزا ورکي اغانـــــــــــــــــــوره داسي پلار ته
په اوښــــــکو اوښـــــــکو ژاړي نــــور څه ووایي بابا ته

21/05/2021

د واده په مراسمو کې یو زوړ سړی د صالون په یوه کونج کې ناست و، چې د واده زلمی یې څنګ ته ورغی او ورته ویې ویل:
السلام علیکم محترم استاد! آیا زه دې وپیژندم؟
سپین ږیري ورته جواب ورکړ: نه ګرانه ومې نه پیژندې خو زه د واده زلمي دلته رابللی یم.
د واده زلمي ورته وویل: څنګه به ما هیر کړې؟
په یاد دې دي چې کلونه وړاندې په ښوونځي کې د یو زده کوونکي قیمتي ساعت ورک شو او تاسو وویل چې باید د ټولو زده کوونکو جیبونه ولټوئ او بیا دې وویل چې ټول خپل مخونه د دیوال په لور وروګرځوئ. او زه چې ساعت مې پټ کړی وو د خجالتۍ او ویرې له لاسه سخت وارخطا وم چې هسې نه بې عزته نشم.
تاسې زما له جیبه ساعت راوویسته
مګر له ما وروسته مو بیا هم د پاتي زده کوونکو جیبونه ولټول، او د ښوونځي د دورې تر پایه زما له غلا هیڅوک خبر نشول.
استاد وویل: دغه پیښه مې په یاد ده خو ته مې اوس هم ونه پیژندې ځکه هغه وخت چې ما د زده کوونکو جیبونه لټول نو خپلې سترګې مې هم پټې کړې وې.
نوټ: د خلکو د بې عزتۍ پر ځای د خلکو عزت وکړئ
درنښت .

01/02/2021

اخلاق هم د ډوډۍ په څېر دي څوک پرې ښه ماړه دي څوک ٸې سبا بېګاه نلري😊🙈

27/01/2021

د بریالیوو انسانانو ۱۰ ځانګړنې
#مخکښ
تصمیم لرئ چې تر نورو زیاته هڅه وکړئ، او اطمینان حاصل کړئ چې کارونه مو پای ته رسېدلي دي، او کله چې وګورۍ هر څه درست سرته رسېدلي دي، پر ځان مو ویاړئ.

#پر ځان متکي کېدل
مسولیت منونکي او ځواب ویونکي یاست، سخت تصمیمونه نیسئ او په خپلو ژمنو کلک درېږئ؟

#کلکه اراده
تاسو د دې وړتیا لرئ چې د مذبذتوب پر ځای په کارونو کې ځان سختو ته ورکوئ. کله چې اراده وکړئ سرته یې رسوئ. په نړۍ کې سترې لاسته راوړنې د هغو خلکو په برخه شوې دي، چې پر خپلو موخو یې تمرکز کړی او د هغو د لاسته راوړنو له پاره خپل ځان په مصرف کې اچولی دی.

#صبر
صبر کول قبلوۍ او دا هم منۍ چې په هرڅه کې ماتې او ناکامي هم امکان لري. ښو شیانو ته د رسېدلو له پاره باید سختې وزغمۍ او کله کله د تاوان حوصله هم ولرئ.

#ریښتینولي
دا صفت د یادولو وړ نه دی، مګر یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه دی، چې تاسو یې باید په ځان کې وروزئ. په هر هغه کار کې چې تاسو یې سرته رسول غواړئ ريښتینولي تر ټولو غوره سیاست دی.

#شوق
که غواړۍ بریالي و اوسئ، که غواړئ چې ژوند وکړئ، دا هر څه شوق دی چې تاسو تر خپلې موخې او منزله رسوي. ژوند ۱۰ په سلو کې تصادف دی، چې تجربه کوئ یې، او ۹۰ په سلو کې ځوابونه دي چې تاسو یې دې تصادفاتو ته ورکوئ.

#اړیکه
تاسو کولی شئ له نورو سره اړیکه ونیسئ. دا کار د دې سبب کېږي هغه څه چې تاسو یې غواړۍ په سرعت سره ورته لاسرسی پیدا کړئ.

تاسو پوهئږئ چې په دې نړۍ کې ډېرې خوبیانې او زیاتې لاسته راوړنې شتون لري، چې ترلاسه یې کړئ.
خوشبیني د ښه راتلونکي له پاره یوه ښه ستراتېژي ده، باور لرئ چې کېدای شي راتلونکی تر دې هم بهتر وي، نو ګام پورته کوئ او مسولیت اخلئ، تر څو راتلونکی مو داسې جوړ کړئ څومره چې امکان لري.

#پر ځان باور
پر ځان مو باور لرئ، په داسې حال کې چې پر ځان مو دومره قوي باور او اعتماد لرئ، نو بریالیتوب ته یو ګام نږدې یاست.

#متقابل درک
تر هغې کار کوئ چې درک ولرئ او له هغو کسانو سره چې تاسو اړیکه لرئ پام پرې لرئ. مهمه برخه یې دا ده چې د دې توان لرئ ترڅو ناویلې خبرې واورئ. چېرته چې درک شتون ولري، باور او احترام ورپسې په خپله راځي.

هېڅوک هم د د معمولي انسان کېدلو له پاره کار نه کوي. د معمولي توب خبره هغه مهال رامخته کېږي چې تاسو پروګرام ونه لرئ. که غواړئ چې بریالیتوب ترلاسه کړئ، هغه څه وکړئ چې تاسو د بریا تر کچې رسوي، داسې تګلاره جوړه کړئ چې دا صفتونه مو د ورځني ژوند برخه وګرځي.

خاکساره او ستر و اوسئ، زړور او تصمیم نیونکي. وفادر او بې پروا. دا هغه صفتونه دي چې ستاسو په ذات کې نغښتي دي او تل شتون لري. په ځان کې یې وروزئ او پیاوړي یې کړي
sahar afghan

27/01/2021

ټولنیز آداب!!

1: د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!
2: د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه ګروئ!
3: د دسترخوان پر سر مه ګرځئ!
4: د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!
5: له چا د سپینو او توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ!
6: له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!
7: که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!
8: ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!
9: پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!
10: کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!

11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!
17: هر وخت گیلي مه کوه!
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!

21: هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!
22: دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23: دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!
24: څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!
25: د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ!
26: دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى!
27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28: دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29: په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى!
30: يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!

31: څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ او لاس او پښي مو پريمنځي!
32: کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33: د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34: په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!
35: چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!

24/01/2021

رئیس جمهور جدید ایالات متحده - بایدن *

سن: 78 سال

1. همسر و دخترش بخاطر خریداری درخت کریسمس در هنگام تصادف جاده ای درگذشتند.

2 یک پسرش به دلیل سرطان مغز درگذشت.

3. پسر دومش به دلیل اعتیاد به کوکائین از نیروی دریایی U S حذف شد.

4. بایدن همچنین فلج عضلات صورت داشت (فلج صورت)

علی رغم با این همه موقعیتهای منفی زندگی ، این مرد در سن 78 سالگی رئیس جمهور کشور قدرتمند جهان می شود.

این یکی از بهترین موارد مورد مطالعه برای افراد سالخورده در جهان است.

* او از نظر جسمی و روحی برای انجام این مسئولیت عظیم آماده خواهد بود. *

و * ما در سن 60 سالگی فکر می کنیم همه چیز تمام شده است. *

* بنابراین همه سالمندان این را به عنوان یک آغاز جدید برای خودتان در نظر بگیرید. اهداف خود را تعیین کنید. شما هنوز جوان هستید. سخت کار کنید و به آنچه که تاکنون نتوانسته اید بدست آورید برسید. *

انتقال به تمام افراد مسن و منشن کنید تمام کسانیکه میگویند از ما دیگه گذشته...
کاپی ..

Want your practice to be the top-listed Law Practice in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


کابل
Kabul
FAHIM506