Elite Shop

Elite Shop

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Elite Shop, School, Kabul.

07/02/2026

🔥 قوز نکن! صاف و با اعتماد بایست 🔥
✨ فرق را از روزهای اول احساس کنید
✔️ اصلاح فوری حالت بدن
✔️ کاهش درد شانه، گردن و کمر
✔️ سبک، راحت و نامرئی زیر لباس
✔️ مناسب کار، درس،دريوري و استفاده روزانه

Photos 20/06/2016

ډوډۍ پرسر
راياده شوې...
ګوله مې پرستونې کې ونښته!
سترګې مې #ډکې شوې!
خو،
ژر مې کړه چې:
ظالمو دومره سورکتغ،ستونى يې را وسوزوه.

Answers - The Most Trusted Place for Answering Life's Questions 28/12/2015

له ځان سره د مرستی کولو له لارې په ټولنه کې اقتصادي او ټولنیز خوځښت
پیلیزه
پوهیږو چې د نړۍ له نیمایی څخه زیات وګړی په کلیوالی سیمو کې ژوند کوي. نوموړي له یوشمیر زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. بیوزلی، ناروغی او بیسوادي په لوړه کچه د دوی په منځ کې لیدل کیږی او نوموړی له ډیرو نړیوالو ستندردونو څخه ښکته ژوند کوي. نوځکه اړینه ده چې ددوی د ژوندانه د ښه کولو لپاره هڅی وشي. دا به د نړیوالی ټولنی او حکومتونو دنده وي ترڅو پدې لاره کې د پام وړ ګامونه واخلی.
د دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته د نړۍ د بیوزلو د ژوندانه د ښه کولو لپاره په پراخه پیمانه هڅې پیل شویدي(۹). ددې هڅو په لړ کې یو هم له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو جوړول دي، چې په ډیرو هیوادونو کې یی ښی پایلی او اغیزی لرلی دي. له ځان سره د مرستی کولو غورځنګ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۵م کې د امریکې په متحده ایالاتو کې د الکهولیک انونیمس (Alcoholics Anonymous) په بنسټ ایښودلو سره پیل شویدي، چې د الکهولو د معتادینو په رغولو کې یی اغیزمن رول ولوباوه. سره لدې چې ددې غورځنګ پایلی هڅونکې وي، خو بیاهم د دوهمي نړیوالی جګړی ترپاي پوری یی زیات پرمختګ نه درلود. دا غورځنګ یوازی د امریکې په متحده ایالاتو پوری محدود پاتې نشو، بلکه په عین وخت کې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو شمیر په لویدیځه اروپا او جاپان کې مخ په پراخیدو وؤ. دا ډول ټولګی د بیوزلو کلیوالو کوچینی ډلی دي، چې د خپل ژوندانه د اقتصادی او ټولنیز حالت د ښه کولو په موخه په خپله خوښه په ټاکلو ټولګیو کې راټولیږي(۹، www.answers.com/topic/self-help-movement).
مونږ له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی په اړه ډیرځله لوستلی او اوریدلی دي. د ټولنی ډیر بیوزلی خلک دا ډول ټولګي جوړه وي. دوي په لږ کچه پیسی بسپنه کوي او یوه ګډه پانګه جوړوي. همدارنګه دوي د ټولګی په دننه کې غړو ته پورونه ورکوي او هڅه کوي ترڅو خپلی ستونزی په ګډه سره حل کړي. ددې په هیله چې زمونږ د هیواد د بیوزلو خلکو ژوند ښه او له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو په جوړولو سره ځانونه د بډایو له ښکیلاک او استثمار څخه وژغوري

Answers - The Most Trusted Place for Answering Life's Questions

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
2400