DR idrees yousafi
Dentist. M.D.ستوماتلوک
07/11/2024
zirconium crowns
08/08/2024
غاښ تعريف:
غاښ د سپين رنګه کلکو مقاومو انساجو څخه عبارت دى کوم چى الويول هډوکى په ساکت کى نصب شوى دى.
خولى جوف ته په طبعى ژبه کى oral cavity وايې ، هر انسان لرونکى د دوه ژامو دى. پاس ژامى ته aupper jaw او لاندى ژامى ته lower iaw وايې چى د پاس ژامى لپاره د maxilla کلمه استعماليږى او لاندى ژامى لپاره د mandibulla کلمه استعماليږى.
د تولد په وخت کى د خولى په جوف کى هيڅ کوم غاښ شتون نلرى ، خو وخت په تيريدو سره په مختلفو مرحلو کی مختلف غاښونه eruption يا خروج کوى .
په عمومى ډول غاښونه په دوه برخو ويشل شوى دى
لمړى primary tooth يا شيرى غاښونه
دويم adult tooth دايمى غاښونه .
کوچنيانو غاښونه عموما 20 دانى دى ، لس په پاس ژامه کى او لس په لاندى ژامه کى دى .
شيرى غاښونه په 6 مياشتنى کى په خروج پيل کوى چه تر درى کلنى پوری بشپړ کيږى يعنى 7 کلنى پورى باقى پاتى کيږى او د 7 کلنى وروسته دايمى غاښونه خروج کوى او شيرى غاښونه تول غورځيږى.
دايمى غاښونه يا Adult Tooth دايمى غاښونه تول 32 دانى دى 16 په پاس ژامه کى او 16 په لاندى ژامه کى دى.
دايمى غاښونو 7 کلنى نه تر 14 کلنى پورى خروج کوى عقل دندان ( اخير مولر ) يا دريم مولر د 17 نه شروع ان تر 30 کلنى پورى خروج کوى.
د ماشومانو غاښونه په درى ډوله دى:
1_Molar
2_Canine
3_Incisors
ماشومان پريمولر غاښونه نلرى.
دايمى غاښونه په څلور ډوله دى:
1_Incsors
2_Canine
3_Premolar
4_Molar
اناتومى له نظره غاښ درى برخو څخه جوړ دى:
1_Crown
2_Neck
3_Root
هستولوژي ساختمان له نظره په څلور ډٶله دى:
1_Enamel
2_Dentin
3_Pulp
4_Cement
د غاښونو سطحى هر غاښ پينځه سطحى لرى:
1_buccal surface
2_lingual surface
3_occlusal surface
4_incisial surface
5_platinal surface
غاښونه کسپونه لرى چه د غاښ راوتلى برخى ته کسف ويل کيږى.
قدامى کسف نلرى کانين يو يو کاسف لرى پريمولرى دوه دوه کسفونه لرى پاس ژامى او لاندى ژامى فرق کوى پاس ژامى مولرونه څلور څلور کسفونه لرى او لاندى ژامى مولرونه 5 کسفونه لرى.
❗️غاښونه دوه ډوله انساج لرى:
1 سخت انساج او 2 نرم انساج
سخت انساج 1Enamel 2_Dentin 3_Cement
نرم انساج 1 pulp دى
❗️د غاښونو دندى:
1_ د ښکلا له نظره ډير د اهميت وړ دى.
2_ د خبرو کولو دنده په غاړه لرى.
3_ دنده ژولو دنده په غاړه لرى.
❗️د غاښونو د خرابيدو عوامل څه شى دى؟
1_ نشه يې توکى. .
2_ قندى مواد .
3_ الکول او مشروبات
4_ عمر
5_ ارثيت دى
6_ ضربى
او داسى نور
❗️د خولى او غاښونو د حفظ الصحى نه مراعتول کومى ناخوالى رامنځته کوى؟
1_ ستونى امراض
2_ د وريو التهابات
3_ تنفسى ستونزى
4_ د خولى سرطان
5_ د غاښونو رژيدل ماتيدل او تويدنه
او داسى نور
❗️څه ډول د غاښونو له خرابېدو مخنيوى کوى شوو؟
لمړى تر ټولو مهمه خبره د خولى حفظ الصحى لپاره د غاښونو برش او کريم استعمال دى دوه وخته
دوهم مسوک استعمال دى
درېمه خبره په زياته اندازه د پاکو اوبو استعمال دى څلورم dental floss استعمال دى يا د غاښونو تار
پينځمه د زياتو قندى موادو څخه ډډه کول
شپږم سهار لخوا يو ګيلاس شيدو څښل
اووم د ليمو او ګرمو اوبو په واسطه غړه غړه کول
❗️د غاښونو پياوړتيا لپاره صحى خواړه:
1_ کلسيم:
دا د غاښونو اصلى برخه ده نو له همدى امله کليسم خورا اړين دى کليسم په زياته برخه په لاندى محصولاتو کى موندل کيږى شيدو کى لوبيا بادامو کى شاتو کى انګور کى سبزيجاتو کى او ميوو کى او داسى نور
2_ ويټامين ډي:
ډير ٶيټامين په جګر او کب کى موندل کيږى .
3_ فاسفورس:
زيات په شنه مڼه کى غوښه کى کى جيګر کى او داسى نور.
4_ فلواريډ:
مونږ په دوه طريقو اخلو اول د خولى له لارى دويم په دواګانو کى راځي مثال کريمونو کى او داسى نور فلورايد زيات په اوبوکی ، په ونو کى، پاڼو کى، ميوو کى، سبزيجاتو کى او مصالحو کى موندل کیږی.
دنورو معلوماتو لپاره ایډی فالو کړی مننه
داکتر ادریس یوسفی
ادرس جلال اباد ښار داودزی معلجوی روغتون
تماس شمیره 0788824244
0795151451
په سجده سهوه سره په لمانځه کې دا ښوول کیږي چې کله هم غلطي وشي نو هغه ومنه او رکوع وکړه.
نو لهذا ژوند کې تیروتنې ومنې، بیرته یې د سمون هڅه وکړئ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
00000