HamidHaqmal

HamidHaqmal

Share

media journalist🎤📖📺

24/05/2026

#تازه
رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران لا هم د خپلو لوړه کچه غني شویو یورانیمو د زېرمو سپارلو ته غاړه نه ده ایښې.
HamidHaqmal

23/05/2026

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولان وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د توپانونو، سختو بارانونو او راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
HamidHaqmal

23/05/2026

ایراني چارواکي الجزیرې ته: له پاکستاني منځګړي سره د تفاهم یوې هوکړې ته رسېدلي یو او اوس د امریکا د ځواب په تمه یو.
HamidHaqmal

22/05/2026

د نړۍ مهم خبرونه تر دې دمه:
په بغلان کې سختو سېلابونو لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه کړي؛ زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۰۰ کورونه یې زیانمن کړي دي.

سید عاصم منیر تهران ته رسېدلی دی.

ولادیمیر پوتین د اوکرایني ځواکونو له لوري د لوهانسک ولایت د استاروبیلسک ښار پر یوې لیلیې برید غندلی دی.

په استاروبیلسک کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، آرون لوکاس به د امریکا د ملي استخباراتو د سرپرست په توګه وټاکل شي.

Pentagon د نامعلومو الوتونکو اجسامو (UFO) په اړه د معلوماتو نوې ټولګه خپره کړې ده.
HamidHaqmal

Want your business to be the top-listed Photography Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address


Kabul