MNF
د محمد نبي خیربه بنسټ ،افغانستان
27/07/2025
د محمد نبي خیریه بنسټ له ایرانه راغلو افغان کډوال سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه.
د بنسټ مشر محمد نبي عیسی خېل له راستنو شویو دغو هېوادوالو سره مخامخ ولیدل او خپلې لورینې ورته وړاندې کړې او دغه مرستې یې په خپل لاس په نغدي ډول په بې وسو کورنیو ووېشلې.
د محمد نبي خیریه بنسټ په کور دننه او له بهر میشتو افغان سوداګرو او شتمنو هیلو خلکو هیله کوي، چې له خپلو دغو اړمنو او بې وسو هېوادوالو سره د مرستې لاس ور اوږد کړي.
که تاسو هم غواړئ د خپلو راستنو شویو او بې وسو هېوادوالو لاسنیوی وکړئ نو د بنسټ له مسؤلینو سره اړیکې ونیسي.
14/03/2025
په روانې روژې میاشت کې د محمد نبي خیریه بنسټ مرستې له کابل او ننګرهار وروسته د لوګر ولایت یو شمېر بې وزلو کورنیو ته هم ورسېدي.
دا ځل د محمد نبي خیریه بنسټ تر کابل او ننګرهار وروسته د مرستو لړۍ لوګر ولایت ته وغځوله. د روژې په مبارکه میاشت کې د بنسټ له خوا د لوګر ولایت په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې پر شاوخوا سلو اړمنو کورنیو د خوراکي تو مرستې وویشل شوې.
دا ځل جاوید پوپل د محمد نبي خیریه بنسټ له لارې خپلې مرستې وکړې. د بنسټ مسؤلین له ښاغلي پوپل مننه کوي او له نورو خیرو انسانانو هم غواړي چې په دې چاره کې راسره ملګري شي.
د محمد نبي خیریه بنسټ د مرستو لړۍ د روژې میاشتې له پیل سره بیا پیل کړې او تر دې دمه یې سلګونو کورنیو ته مرستې رسولې دي. د دغو مرستو د دوام لپاره ستاسو ملاتړ ډېر اړین او مهم دی.
د خیر په دغې چارې سره دنیوي او اخروي ګټه هم ترلاسه کړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the organization
Telephone
Website
Address
Street NO 2
Kabul
23000