Deep feeling

Deep feeling

Share

او د ټولې نړۍ غمونه،�
د يوې جملې سره زغملاى شو!�
خدايه پوهېږم چې ته مې وينې.�

15/08/2025

د قدرت لوږه د نس له لوږې ډېره سخته او بې رحمه ده
د نس لوږه به ډير تر ډيره غلا درباندې وکړي
خو د قدرت په لوږه کې د وطن خرڅول، ايمان خرڅول،
حتا په زرهاوو انسانان له لوږې مړه کوله دې يوه څخه هم مخ نه اړوې

10/07/2025
10/07/2025

او ويل کېږي چې:
په تېرو هېرو زمانو کې اپسيتوس نومي کس ته هوس پيدا شو، چې خلک د خداى په سترګه ورته وګوري،
ده ګڼ طوطيان په يو لوی قفس کې واچول او هغوی ته يې د دې خبرې کولو زده کړه ورکړه! چې اپسيتوس خداى دى.
اپسيتوس روزل شوي طوطيان خوشې کړل او له دې وروسته خلکو په ونو او باغونو کې له ناستو طوطيانو
د ده د خدايي خبرې واورېدلې،
خلکو يې لمانځنه پيل کړه،
افسانه وايي چې وروسته يو هوښيار يوناني طوطيانو ته دا خبره ورزده کړه، چې اپسيتوس مونږ په قفس کې واچولو او مجبور يې کړو چې ووايو چې:
اپسيتوس خداى دى، دې شي هغه رسوا کړ.
نو خبره مې دا کوله چې نن هم ډېر خلک بې له فکره هغه خبرې تکراروي چې ورته ښوول شوي وي،
خو موږ ته داسې کسان پکار دي چې فکر وکړي او حقيقت وپېژني، دروغ ښايي ډېر شور جوړ کړي،
خو آخر به حقيقت ښکاره شي او خلک به سم لاره ومومي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul