Hadi

Hadi

Share

اول زما فعالیت وګوره ورسته مي فالو کړه
اضافه خبري یا نصحت کول مي بیا نه خوښیږي
پوه سواست خوږو 🥰👇

05/08/2024

جګ قد او د پوست سپینوالي ئې لکه وړیا (وای فای) د ډېرو پام ځان ته اړولی و.
هغه د ماموت خان په خبره: تېرېدونکو کسانو خو داسي کوږ ورته کتل، لکه چرګ چي په کوزه ګي ګوري.
تر پرون دوې درجې ګرمي زیاته، ۴۸ درجو ته رسېدلې وه، دا لا هم له څو بېک قلمونو سره پر جمپ ولاړه وه.

د شفري نسخې لیکونکی هغه ډاکټر چي، ایمان او وجدان دواړه پلوري؛ په سپین رنګ لکسیز کي سپور و، ښځي ته په رانژدې کېدو ئې موټر کرار کړ، د څنګ ملګری ئې مخاطب کړ او ښځي ته په کتو ئې وویل: "اښه دا ټول قلمونه به تر ګټي پوري سل افغانۍ حساب کړو، نو په دا سره ګرمۍ کي د دې سلو افعانیو له پاره ولاړه ده؟ فکر نه کوم. د دې بدن ته په کتو، ښه ګیراکان به لري او په زرګونو به ګټي".

قلمونو والا ښځه چي سختي ګرمۍ اخستې وه، پر جمپ کښېناستله، لمر ته پروت د اوبو بوتل چي اوبه ئې سختي ګرمي سوي وې‌، پر سر توی کړې او د سړک پر غاړه نانوان ته ودرېده: "وروره! نن مي سودا نه ده کړې، د پلار د تقاعد پیسې هم ورکي دي، د خدای له پاره دوې وچي ډوډۍ په پور راکه".
نانوان تندی تریو کړ: "په تاسو فقیرانو یو خدای ښه رسېږي..."

افغانه فرشته ناهیلې د کور پر خوا روانه سوه، سترګي ئې اسمان کي ښخي کړې؛ وئې ویل: "شکر دی چي د دې بې وخته بارانونو پر ځای ډبري نه اوري..."
بسم الله وطن دوست

20/07/2024

بدنامه مرواء ناول څلورمه برخه

مور یې ژر سینې پسې رانږدې کړه اه زما پښتنې لورې …..
ورځ اوږده وه ، پلار یې د جومات تګ لپاره تیاري نیوله ، لور یې وویل که دی لاړ شي او هغوی راشي بیا ؟ مور یې تسلي ورکړه چې پلار ته دې وایم له المنځه سیده کور ته راشي ، ماذیګر شو د چا پته ونه لګیده ، مور او لور یوې بلې ته وکتل ، لور یې د شرم احساس وکړو ، له ځایه پاڅیده مور یې وویل چیرته ؟ نرګس وویل ځم چې دا د تور بخت تور کالي بدل کړم ، له کوټې ووته ، همدې سره سم د انګړ دروازه ووهل شوه ، رامنډه یې کړه مور ته یې وویل : لکه چې راغلل ، مور یې وویل ارامه اوسه رنګ دې بیخي والوتو ، ته اشپزخانې ته ورشه زه دروازه خلاصوم ، مور یې د انګړ دروازې خواته ورغله ، نرګس د دهلیز له نیمه بندې دروازی ورګوري چې څوک دي ، مور یې د دروازې پرانستو سره سم په نابلده خلکو سترګې ولیږدې ، هغوی وویل : که خدای مو غلط نکړي دا به د نرګس دوی کور وي ؟ مور یې په خندا وویل : خلک د کورو پوښتنه د نارینوو په نوم کوي ، ټولو وخندل د ننه راتګ بلنه یې ورکړه ، د نرګس مور ویل نارینه څوک نشته درسره ؟ راغلې ښځې وویل : زوې مې ؤ مونږ یې ښکته کړو دی لاړو ، دا دوه مې لورګانې دي یوه یې واده شوې ، بیا یې وویل : ستا شهزادګۍ چیرې دی ؟ مور یې ورغږ کړ ، نرګیسو که چای تیار وي راځه ، راغلې مېلمنې له ځنډ روسته په ټوکو وویل : فکر کوم نرګس مونږ ته د شپې د ډوډۍ تیاری کوي ، ټولو وخندل مور یې ورجیګه شوه ویې ویل دا دې اوس یې ګورم ، مور یې ورپسې ورغله ، ویې لیدل چې چای هر څه تیار دی د اشپزخانې په میز ایښي ورته یې وویل ولې یې نه راوړې ؟ نرګس چې خولو کې ډوبه وه ویې ویل : لاسونه پښې مې شړکیږي ، زړه مې درزیږي ، نه پوهیږم څنګه ورسره مخامخ شم ، مور یې وویل : قربان دې شم لور جانې د چای وړل تر ټولو ښه بهانه دی ، زه ځم ته چای راوړه ، مور یې د میلمنو سره په کیسو لګیا وه چې په دروازې د حسن ښاپیرۍ د راغلو ټولو میلمنو مرۍ کې لاړې وچې کړې ، د نرګس په لاس کې د ګیلاسونو ډک پتنوس شور جوړ کړو ، لاسونه یې لړځیدل ، د الیاس مور خپلې لور ته وویل : ورشه پتنوس ترې واخله کنه یوه پیاله به هم ژوندۍ پاتې نشي ټولو وخندل ، الیاس مور ورپورته شوه په تندې یې ښکل کړه د ماشالله په ویلو سره یې وویل : چې زوی به مې په کوم زیارت لاسونه ایښي وي ، له دې خبرې سره د نرګس پلار د ټوخې په کولو سره رادننه شو ټول پاڅیدل ، ملالۍ او ځولۍ یې لاسونه ورښکول کړل ، ټول کیښناستل د یو بل په پیژندلو یې خبرې سره پیل شوې ، الیاس مور وویل : وروره خبر ډیره نا تاووم راتاووم زما زوی ځلمی دی ستا لور پیغله دی ریشتې پسې راغلي یو ، نرګس له خپله ځایه پورته شوه له کوټې ووته پلار یې وخندل ویې ویل : خور جانې مخکې مې ښځې ته ویل د چا چې پیغله لور په کور وي د کور دروازه یې د خوستګارو په مخ باید خلاصه وي ، سهار هم ریشته راغلې وه بس زمونږ خوښه دروند سنګین او ښه نغری دی چې لور مو تل په عزت ژوند پکې تیر کړي ، دا چې تاسو دومره درانده پښتانه خلک یئ مونږ به هم یوه ورځ درشو ستاسو کور کلی ولس به هم وګورو ستاسو زوی به هم وګورو که مو خوښ شو خو بسم الله به کړو ،
د الیاس مور وویل : ولې نه وروره هرکله راشئ ، زمونږ کور تاسو نه جار ، که خبره زما د زوی وي هغه خو تاسو کتلی لیدلی هلک ده ، سړي د چای پیاله کیښوده ویې ویل : وبښه پوی نشوم څنګه مو لیدلی کتلی دی ؟ د نرګس مور غوښتل د الیاس مور په سترګو پوی کړي خو د هغې ټوله توجو د نرګس پلار ته وه ، د خبرو په منځ کې ور وغورځیده ویې ویل : راکه خورې ګیلاس درته ډک کړو ، هغې د ګیلاس په سر لاس کیښودو ویې ویل نه بس بیا ډیریږي مننه ، د نرګس مور په سترګو پوی کړه ، د الیاس مور غلې شوه خو د جینۍ پلار بیا وپوښتل زه پوی نشوم ؟ هغې ویل : زما زوی الیاس او نرګس دواړه د پوهنتون ټولګیوال دي یو بل ښه پیژني ان شالله ښه ژوند به ولري ، سړی ځای کې رانیغ شو خپلې ښځې ته یې وویل : مخکې له دې چې په خپل کور کې د چا بې عیزتي وکړم دوی ته ووایه له دې ځایه لاړ شي او هیڅکله هم بیا د دې کور دروازې ته ونه ګورې ، د نرګس مور غوښتل څه ووایي خو خاوند یې وویل : لکه زما په خبره پوی نه شوې ؟ دوی ځي که زه له دې ځایه لاړ شم ؟ راغلې میلمانې پاڅیدې ، نرګس ژر له دهلیز څخه د آشپزخانې په طرف ورمنډه کړه ، د میلمانو له کوټې څخه وتلو په وخت کې سړي وویل : ښځې ! نرګس ته ووایه چې سهار راغلې ریشتې ته تیاره ووسې زه د خان ملک زوی ریشته قبلوم او د دوی د راتګ بهانه به ورختمه شي او لور ته دې دا هم ووایه چې له نن څخه روسته د دې کور ټولې دروازې یو طرفه دي که د باندې ووته د ننه نشي راتلی او که ننه وې د باندې نشی تلی ، د پوهنتون او ډومتوب همدمره عزت بس ؤ چې رایې کړو ، ځولۍ یوخوا بل خوا وکتل نرګس یې ترسترګو نشوه په لاس کې قات کړی کاغذ یې د دهلیز کونج ته ګذار کړو او ایسته ټول ووتل ….
پلار یې انګړ ته راووت د انګړ دروازه یې کنډه کړه د آشپزخانې په لورې وروان شو ، ښځې یې د کوټې کړکۍ څخه ورپام شو ، چابک قدمونه یې ورواخیستل ، تر ورسیدو مخ کې یې خاوند بیرته له آشپزخانې راووت لاس یې څنډ وهه ، د برنډې په مخ یې له څنډ وهلي لاس څخه د وینو دارې جوړې شوې ، ښځه یې له څنګه څخه ورتیره شوه ، آشپزخانې ته ورننه وته ، د آشپزخانې په کونج کې یۍ په نرګس سترګې ولګېدې سر یې ځنګانو کې ایښی ؤ ، مور یې لاس وروړاندې کړل سر یې ځینې راپورته کړو

د نن برخې (پای)

که غواړی ددې ناول وروستۍ برخه هم ولولئ نو موږ وڅارئ Hadi

20/07/2024

مور یې لاس کې نیولی د ګیلاسونو ډک پتنوس کیښودو رامخکې شوه ویې ویل : لکه رښتیا کومه خبر ده ؟؟؟
نرګس چې د بهانې لپاره یې ناوخته کړی ؤ له ځایه پاڅیده ویې ویل : اففف شین سهار کې دونه مغزه څوک لري چې د هرې خبرې ځواب درکړي ، له کوټې ووته ویې ویل زه ځم ، مخکې له دې چې بل څوک ورشي زه حمام کوم ….
مور یې د کور په پاتې کارونو ورګډه شوه ، له ځنډ روسته یې د حمام دروازه خلاصه کړه ، له سره یې ځان پاک راتاوو کړی ؤ ، سپین اننګي یې د یخ څخه ګلابي اوښتې وو ، مخامخ یې په خپلو تورو بخملې جامو ورپام شو ویې وویل : مورې ! دا زما جامې چا راخیستې ، مور یې د کوټې په منځ کې یوه پرده خوره کړه ، د زیتونو تیل او ږمنځ یې راوخیسته هغه یې کيښنوله ، له سر څخه یې ورته تاؤ کړئ ځان پاک ایسته کړو او تور اوږده ویښتان یې پرې راخوشې کړل ، تیل یې پرې ووهل او ږمنځ یې ورواچوله ورته یې وویل : خپل اولاد هر رنګ او هر لباس کې مور او پلار ته ښایسته وي خو ته بیا تور رنګ سره شغلې کوې ، دا چې نن درپسې هر څوک راځي که د یوې مور له سترګو وګوري حتما یې خوښیږې ، هغې ورمخ کړ ویې ویل : مورې ته څه وایې ؟ څوک راځئ ؟ څوک مې خوښوي ؟ مور یې ګڼو وښتانو منځ ته ږمنځ ورواچوله ویې ویل : له خدای ورسته یوازې مور د اولادونو د زړه خبرې اوریدی شي ، اوس ته ووایه څوک دی ، له کومه یې پیژنې ؟
له لږ ځنډ روسته یې وویل : الیاس نومیږي ، پوهنتون کې مې ټولګیوال دی ، له درې کالونو راهیسې یې پیژنم ، ښه هلک دی ، خو مورې ستا په سر مې دې قسم وي ، زه نامشروع اړیکه مخکې ته نشم وړئ یوازې یوه اونۍ کیږي ماته یې د مینې اظهار کړئ ما هم واک او اختیار خپلې کورنۍ ته پریښئ ورته مې وویل راشه که کورنۍ مې هو وویل زما هو دی او که نه یې وویل …. غلې شوه ، مور یې وپوښتل او که نه یې وویل بیا ؟ د جینۍ شنې غاټې سترګې له مړو اوښکو ډکې شوې ، همداسې غلې پاتې شوه ، مور یې په تندې ښکل کړه ویې ویل : بخت دې خدای مه ویده کوه ، هغه دې وشي چې ته یې غواړې ، خاوند یې له خالي ترموز سره رادننه شو ویې خندل ویې ویل : نن خو د مور او لور پټ بحث روان دی ، دا بحث ته له یوې لنډې دمې روسته دوام ورکړئ ، دا ترموز راډک کړئ چې د میلمانو ګیلاسونه تش پاتې نشي ، ښځې یې وویل : واا سړیه خیرت خو دی ، څوک دي او څنګه یې په دا شین سهار راپیښه کړې ، سړی د کوټې منځ ته راننوت دچای ترموز یې په ځمکه کیښودو خپله په مخامخ ورسۍ کې کیناسته ویې ویل : د چا چې پیغله لور په کور وي دروازه یې باید د هر چا په مخ خلاصه وي ، مور او لور یوې بلې ته وکتل ، مور یې پورته شوه ترموز یې واخیستو د آشپزخانې په لور روانه شوه لور یې لاس وروږد کړ له مخامخ توشک څخه یې ټکری راکش کړ ، په نیمه ږمنځ شویو وښتانو یې راوغړوه ، ښځې یې ورنارې کړې ، سړی راځه چای تیار دی ، په دروازه کې یې ترموز ورکړو دی لاړو او مور یې راننه وته ، لور یې د ګیلو ډکې سترګې ورپورته کړې ، مور یې غیږ کې ونیوله ویې ویل : مه ورخطا کیږه په اول ځل څوک خپله خور لور چاته نه ورکوي بس دا دعا کوه چې د هغوی د راتګ څخه مخکې دوی لاړ شي ، بیا یې وپوښتل څه وخت راځي ؟ نرګس خپلې دواړه اوږې پورته کړې ویې ویل نه پوهیږم ، مور یې وویل زنګ ورته ووهه پوښتنه وکړه څه وخت راځي ، لور یې دواړه سترګې مور کې ښخې کړې موررررې زه یې نمبر نلرم ، مور یې وویل : اوس چې خبره رشتې پورې رسیدلې زه په تا شک نکوم ، زنګ ووهه چې پوی شو څه وخت راځي ، لور یې د مور په سر لاس کیښودو ویې ویل : ستا په سر مې دې قسم وي نه یې نمبر لرم نه مې نمبر لري ، زما صرف په یوه ټکې خوښ شو چې زما لیدو لپاره یې خپله مور تر پوهنتونه راوستې وه کنه له دې مخکې چې پوی شم سم رټلي ځوابونه مې ورکړل ، مور یې ژر سینې پسې رانږدې کړه اه زما پښتنې لورې......

د نن برخې (پای)
که غواړئ څلورمه برخه ولوئ نو موږ فالو کړئ Hadi

19/07/2024

بدنامه ناول! دوهمه برخه

د ټپې لاندې یې بله ټپه ولیکله!

“ خدای دې زما د مور انګور کړه “
“زه په مور ګران یم ستا به ډیر قدر کوینه”
غوښتل یې د تختې په کونج کې یو زړه ❤️ رسم کړي خو ناڅاپه نرګس او ورسره ټولې ټولګېوالې په دروازه راننه وتې ، الیاس له ډیرې ورخطایۍ نه د “ سلام او ستړې مشې “ په ځای همدا یوه جمله تکراره وله ، څه دی څه دی ؟
د نرګس یوې نږدې ملګرې ورته وویل : څه دی خو ټولګي ته راغلو ، لکه ستا زړه ؤ له تا څخه اجازه واخلو ؟
ورپسې نور ټولګیوال راغلل خپلو خپلو ځایونو کې کیناستل د ښوونکې راتګ سره ټول ودریدل ، ښوونکې تختې ته وکتل بیا یې وپوښتل دا شاعري چا لیکلې ؟ الیاس سر ښکته کړو خو نرګس لاس وروغځوه الیاس ته یې اشاره وکړه ویې ویل : استاده دا الیاس لیکلې ، الیاس سر ورپورته کړو ګوري چې نرګس دهٔ ته ګوته نیولې ، ښوونکې د ټولګي منځ ته ورغئ بیا یې وویل ټول کیښنئ ، ټول خپلو څوکیو کې کیناستل الیاس چې غوښتل په خپلې څوکۍ کې کینې ښوونکې ورغږ کړ ، نه شاعر صیب ته مه کینه ، فکر کوم تا ټولګی غلط کړی د ادبیاتو ټولګی څنګ دهلیز کې ده ځه هلته ورشه ، الیاس بحښنه وغوښته خو ښوونکې په تنده لهجه وویل : ووزه ….
الیاس د دروازې په لور روان شو ، ښوونکې ورغږ کړ مخکې له دې چې لاړ شې دا لیکلې ټپه دې پاکه کړه ، ټولګې کې ناستو ټولو کسانو خندل ، الیاس خپله لیکل شوې ټپه پاکه کړه ، تخته پاک یې په خپل ځای کیښودو او روان شو ښوونکې بیا ورغږ کړ : دا پاتې برخه یې سباته پاکوې ؟ د ټولګېوالو د خندا غږ تر دهلیزه راوتلو ، الیاس وویل : استاده تاسو وویل ستا لیکل شوې ټپه پاکه کړه ، کومه یوه چې ما لېکلې وه ما پاکه کړه دا پاتې یوه ما نده لېکلې نو ځکه مې پاکه نکړه زه کله ستاسو له آمره سرکشي کوی شم ، ټولګی یو ځل بیا د خندا شور په سر واخیستو ، ښوونکې د چپ په ویلو سره وپوښتل دا بله برخه یې چا لیکلې ؟ الیاس ژر نرګس ته ګوته ونیوه ویې ویل دې …..
نرګس په حیرانتیا وروکتل ماااا؟ ښونکې یې خبر ورلنډه کړه پاڅه ووزه او له وتلو مخکې خپله برخه تخته پاکه کړه
دواړه له ټولګې څخه ووتل ، نرګس وویل ستا عصاب خراب دي ، ستا مشکل څه دی ولې دې زه ورته په ګوته کړم هغه خو ما نه وه لیکلې ، الیاس مسک شو ویې ویل : نوره نه پوهیږم ټولګي ته د ننوتو سره مې سم ستا د بدن خوش بویي حس کړه ، هغې وویل خو زه ټولګي کې نه وم ، الیاس وویل : هو !ته نه وې خو په هغو لارو چې ته یو ځل تیره شوې یې هغه لارې کالونه کالونه ستا د بدن خوش بویۍ بوی ورکوي ، له اوږدې خاموشۍ روسته د پوهنتون د دهلیز سر ته ورسیدل ، الیاس وویل کانتین ته ځئ ؟ چای څښکئ ؟ نرګس د هو او نه ځواب ورنکړو خو دواړه د کانتین په لور روان شول …
د میز په سر له دوه قهوو ګیلاسو څخه نری نری لوګی د آسمان په طرف پورته کېدو ، نرګس په څوکۍ کې رامخکې شوه خپل غبرګ لاسونه یې د میز په سر کیښودل ، د قهوې ګرم ګیلاس یې په خپلو ګلالیو لاسونو کې تاووه او راتاووه بیا یې وویل : د مور دې خوښه شوم ؟؟؟؟
الیاس له خپلې قهوې څخه یو غوړپ وکړو ویې ویل : داسې څوک به وي چې ته یې خوښه نشې ؟؟؟؟
خا چې داسې ده څه وخت ریشتې پسې راځئ ؟؟؟؟
الیاس وویل که ته وغواړې همدا نن !
هغې ووې چې داسې ده جمعې په ورځ پلار مې هم کور کې وي تاسو هم راشئ ، که دریې کړم ښه که نه ….
الیاس خپلې څوکۍ کې رانیغ شو که نه څه ؟
که در یې نکړم قسمت به نه وي
هغه په تریو تندي وویل یو مې دا د قسمت خبرې نه خوښیږي ، ستا خوښه ده زما خوښه ده قسمت نو بیا دې کې څه کار لري ، مونږ به خپل قسمت په خپله لیکو ، که لیکل شوي قسمت ته کینو خدای خبر د چا د منګولو ښکار به شي …
شیبه چپ وو نرګس وویل ! که یې درنکړم څه ؟
دهٔ وویل : که په دوی مې زور بر نه وي له ځانه خو مې بر دی ، زه پوهیږم چې بیا څه وکړم
جمعې ورځ وه ، سهار وختي نرګس خپل د خوب ځای راټول کړو مور یې ورپام شو ویې ویل : دا لمر له کومې خوا راختلی ؟ څنګه چې نن ملا اذان راپورته شوې یې ؟
له خوبه ډکې سترګې یې مښلې ، په سپین مټ کې یې نښتی ڼستوڼی راښکته کړو ، د کړکۍ په څنډه کیښناسته ، په خپلو غبرګو ورانونو یې د ګلابې پنجابې ګونځې ګونځې لمن راخوره کړه ، د ويښتانو تور لاشتیک یې د سپینو غاښونو په منځ کې ونیوه ، په جوړه لاسونه یې له سپینې غاړې خواره واره ویښتان راټول کړل ، شاته یې ټول یوځای کړل لاشتیک یې ورواچوه ویې ویل : زمونږ خو کور ندی د جومات دروازه ده یو ځي بل راځي ، جمعې ورځ ده اوس به مې بیا څوک په سر ولاړ وي ، مور یې وخندل ویې ویل : له څوک دې ریشتې پسې راځئ ، د جینۍ وارتار خطا شو ویې ویل : تاته چا وویل ؟ مور یې لاس کې نیولی د ګیلاسونو ډک پتنوس کیښودو رامخکې شوه ویې ویل :....

نور بیا........موږ وڅارئ Hadi

02/07/2024

په يوه کلي یو هلک قتل وکړ
جرګه را ټوله سوه د جرګې ګډونوال زیاتره سپین ږیري او پاخه عمر لرونکي خلک وو تر ډېرو خبرو ورسته ئې دا فیصله وکړه چي د قاتل هلک خور به د مقتول کورنۍ ته ورکوي.
له ناستو او ولاړو خلکو څخه به دا ږغ تر غوږ کېدی چي ډېره ښه فیصله ئې وکړه دواړي کورنۍ له دښمنۍ څخه خلاصي سوې.
ټوله خلک یو په بل پسي روان سول، د کلي په کوڅو کي یو، یو سره ورک سول او د کلي کوڅې تشي سوې.
درې یا څلور ورځي ورسته د نجلۍ واده جوړ سو ټول کلیوال ډېر خوشحاله وو؛ ځکه کلیوالو په ډېر وخت غوښي او وریجي نه وې خوړلي،
کله چي نجلۍ د مقتول د کور د دروازې له چوکاټ څخه پښه واړوله او سرای ته داخله سوه نو په لوړ ږغ ئې وویل:
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو را خلاص سوې زه دي بندي د عمر کړمه

شیر ئې کړئ ملګرو

Want your business to be the top-listed Photography Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kabul